د افغانستان په تېره سل کلنه هنداره کې د ښځو د حضور، فعالیتونو، امکاناتو او خنډونو ډک تاریخي مزل وینو چې په هر پېر کې یې بېل رنګ درلود.
د ۱۴مې پېړۍ په لومړیو کې د ښځو د غورځنګ له پیله نیولې بیا د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ په دوره کې، د کمونېستي انقلاب پر وخت، د مجاهدینو د واکمنۍ پر مهال ښځو د خپلو حقونو ترلاسه کولو په برخه کې بېل پړاوونه وهلي او بیا د طالبانو د دورې د نسبي حبس او تر هغه وروسته د ترورېزم پر وړاندې د امریکا د جګړې له پیل راهیسې د افغان مېرمنو دا سفر له لوړو ژورو ډک دی.
فرېبا ظاهر د دې سل کلن سفر په اړه نور جزئیات په دې تفصیلي راپور کې راټول کړي دي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سرهیې اورېدلی شئ: