د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۱

کابل کې د پخواني پاچا محمد ظاهرشاه نهم تلین ونماځل شو


د افغانستان د پخواني پاچا محمد ظاهرشاه نهم تلین نن د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې په کابل کې ونماځل شو.

که څه هم د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه له مړینې نهه کاله تیریږي خو د چارواکو په وینا د هغه منځ لاري سیاست په خلکو کې د هغه لپاره تل پاتې مینه جوړه کړې ده.

د پخواني پاچا ظاهرشاه نهم تلین داسې وخت د پنجشنبې په ورځ په کابل کې ونمانځل شو چې د مزار څنګ ته یې ګڼ شمېر پخواني او اوسني حکومتي چارواکې راټول وو.

پخواني جمهو رییس حامد کرزي او اجرایه رییس د هغه په قبر د ګلونو ګېډې کېښودې.

د پخواني پاچا ظاهرشاه نهم تلین داسې وخت د پنجشنبې په ورځ په کابل کې ونمانځل شو چې د مزار څنګ ته یې ګڼ شمېر پخواني او اوسني حکومتي چارواکې راټول وو.
د پخواني پاچا ظاهرشاه نهم تلین داسې وخت د پنجشنبې په ورځ په کابل کې ونمانځل شو چې د مزار څنګ ته یې ګڼ شمېر پخواني او اوسني حکومتي چارواکې راټول وو.

جمهور رییس غني د هغې د نهم تلین په اړه خپور شوي پیغام کې پخوانی پاچا ظاهر شاه نه هېریدونکې تاریخي شخصیت یاد کړی.

دغې غونډې ته د جمهور رییس محمد اشرف غني پیغام د هغه سلاکار اکرم خپلواک ولوست:

"د ملت بابا د افغانستان د تاریخ یو تل پاتې شخصیت دی، د ده د سلطنت دوره خلکو ته د سولې او ثبات داعیه وه او د ده ژوند خلکو ته زغم، اعتدال، ترقي، لرلید او وطندوستي وریادوي. هغه د افغانستان لپاره د خیر او برکت سمبول و."

په ورته وخت کې اجرایه رییس عبدالله عبدالله چې په دې اړه جوړو شوو مراسمو کې یې ګډون کړی و پخوانی پاچا محمد ظاهر شاه د خیرغوښتونکې انسان په توګه یاد کړ.

اجرایه رییس عبدالله عبدالله
اجرایه رییس عبدالله عبدالله

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:

"د خودخواهۍ او هغو مسایلو څخه چې بدبختانه کله ناکله سیاسي قشر په کې ښکېل وي هغه په بشپړ ډول لرې و، هغه په یوه بله کچه د هېواد لپاره فکر کاوه، د هېواد او خلکو راتلونکې یې سنجاوه او یوه شېبه یې هم د خلکو غم او درد نه غوښت."

محمد ظاهرشاه د ۱۹۳۳ څخه تر ۱۹۷۳ میلادي کاله پورې د څلویښتو کلونو لپاره په افغانستان کې حکومت وکړ.

په ۱۹۷۳ کال کې د داود خان تر کودتا وروسته هغه روم ته پناه یوړه او د طالبانو د رژیم له ړنګېدلو وروسته په ۲۰۰۲ کال کې بېرته هېواد ته راستون شو.

هغه په دې کال د افغانستان د اساسي قانون جوړونې په لویه جرګه کې ګډون وکړ او یادې جرګې محمد ظاهر شاه ته د ملت د بابا لقب ورکړ.

وروسته بیا هغه تر ډېره په افغانستان کې پاتې شو او په مهمو دولتي رسمي مراسمو کې به یې ګډون کاوه.

پخوانی پاچا محمد ظاهر شاه د یوې اوږدې ناروغی وروسته د ۱۳۸۶ کال د اسد د میاشتې په لومړې نېټه په کابل کې وفات شو چې مړی یې د مرنجان په تپه کې خاورو ته وسپارل شو.

د افغانستان د سرې میاشتې ریسه فاطمه ګیلاني
د افغانستان د سرې میاشتې ریسه فاطمه ګیلاني

د افغانستان د سرې میاشتې ریسه فاطمه ګیلاني د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه د ځينو ښېګڼو په اړه وايي:

"د ملت بابا په هر قدم یو درس و، درس د اخلاقو، درس د وطندوستۍ، درس د اسلامي زغم او درس د دې چې که ته یو امتیاز لري ته د دې امتیاز په بدل کې خلکو ته څه کولای شې."

افغان څېړونکې شهزاده مسعود بیا وایي چې پخواني پاچا محمد ظاهر شاه د افغانانو د یووالي په برخه کې ډېرې هڅې کړې دي.

ښاغلی مسعود وايي چې د ظاهرشاه تشه اوس هم احساسیږي خو خلک باید د هغه په ویناوو عمل وکړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG