د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۷

پاکستاني چارواکي: د ناقانونه افغان کډوالو د ایستلو عملیات پیلوو


له پاکستانه افغانستان ته تلونکي افغان کډوال
له پاکستانه افغانستان ته تلونکي افغان کډوال

له پاکستانه د افغان کډوالو د ویستو د ضرب‌الاجل له را نږدې کېدو سره سم د دې هېواد د کورنیو چارو سرپرست وزیر ویلي، د نومبر له لومړۍ نېټې وروسته به د غیرقانوني افغان کډوالو د ویستو لپاره عملیات پیل کړي.

د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بګټي وايي، د نومبر په دویمه نېټه به د غیر قانوني افغان کډوالو د ویستو لپاره عملیات پیل کړي چې په کې به د دوی د نیولو او د کډوالو مرکزونو ته د لېږلو لپاره د دوی په استوګنځایونو چاپې هم ووهل شي.

سرفراز بګټي تېره شپه جیو نیوز تلوېزیون سره مرکه وویل، دوی به په ټول پاکستان کې هغه افغان کډوال په نښه کړي چې په غیرقانوني توګه هلته اوسېږي.

هغه زیاته کړه: "د نومبر له لومړۍ وروسته به موږ خپل عملیات پیل کړو. دا عملیات به په دې ډول وي چې څومره هم ایالتي حکومتونه دي، ټول به په کې برخه واخلي. موږ د ولسوالیو او په محلي کچه کمېټې جوړې کړي دي. په جغرافیوي شکل مو نقشې برابرې کړي چې څوک چېرته اوسېږي، څوک بزګر دی، څوک فابریکه کې کار کوي او څوک په ښار کې اوسېږي. چېرته چې هم غیرقانوني خلک وي، وبه ویستل شي. دا یوازې د افغانانو لپاره نه‌ده، خو له بده مرغه ډېر غیرقانوني کډوال افغانان دي، ځکه د افغانستان نوم اخیستل کېږي."

د تورخم له لارې افغانستان ته تلونکي افغان کډوال. October 27, 2023
د تورخم له لارې افغانستان ته تلونکي افغان کډوال. October 27, 2023

د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر زیاته کړه، د دوی په عملیاتو کې نیول کېدونکي افغان کډوال به هغو مرکزونو ته استول کېږي چې دوی له وړاندې جوړ کړي او له هماغه ځایه به جوپه جوپه افغانستان ته ستانه کړل شي.

سرفراز بګټي په خپله مرکه کې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو شمېر له ۳ میلیونو پورته یاد کړ او دا یې هم وویل چې دا ټول به پړاو په پړاو خپل وطن ته واستول شي.

هغه زیاته کړه، په لومړي پړاو کې به هغوی وویستل چې د اوسېدو لپاره هېڅ قانوني سند نه‌‌لري او همدا ډول هغه کسان چې افغانان دي، خو په یوه ډول یې د پاکستان شناختي کارډونه او یا هم پاسپورټ اخیستي دي.

سرفراز بګټي په دویمه مرحله کې د افغان مهاجر کارت لرونکو او بیا پسې له 'یو این ایچ سي آر' سره د ثبت شویو افغان کډوالو د ویستو خبره هم وکړه.

خو د پاکستان له دې پرېکړې وروسته د اکټوبر په ۲۷مه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنرۍ یوه اعلامیه کې ولیکل، دوی باور لري هغه کسان چې له پاکستانه اخراج سره مخ دي، که بېرته افغانستان ته ستانه شي، د بشري حقونو له جدي سرغړونو سره به مخ شي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیا د دې اندېښنې په اړه نن یوه خبرپاڼه کې چې په خپله ویبپاڼه یې خپره کړې لیکلي، د کډوالو د ویستو پرېکړه قانوني ده او هغوی چې هلته د اوسېدو اسناد لري او راجسټر دي، له دې پرېکړې استثنا دي.

په ورته وخت کې یو شمېر افغان کډوال بیا وايي، له وړاندې لا پاکستاني پولیسو د افغان کډوالو نیونه او افغانستان ته د ستنېدو بهیر پیل کړی دی.

په کراچۍ کې افغان کډوال. September 20, 2023
په کراچۍ کې افغان کډوال. September 20, 2023

یو افغان کډوال محمد اصف وايي: "پولیس چاپې وهي، که څه هم اعلان یې کړی چې دا کار نه کوو، خو په پټه چاپې وهي. سړي وړي او پیسې ترې غواړي."

که څه هم ملګرو ملتونو او د امریکا متحده‌ایالاتو په ګډون یو شمېر هېوادونو له پاکستان غوښتي چې د افغان کډوالو جبري اخراج سمدستي ودروي، خو لا تر اوسه په دې برخه کې عملي څه نه‌دي لیدل شوي.

تر خوا یې د بشري حقونو یو شمېر ملاتړي بنسټونه دې‌ته اندېښمن دي چې شاید یو شمېر افغان کډوال خپل وطن ته په ستنېدو له امنیتي پلوه ستونزو سره مخ شي.

هغه اندېښنه چې خپله یو شمېر افغان کډوال یې هم د نورو ستونزو په پرتله جدي بولي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG