د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۰

منزه کاکړ: د پاکستان یوې محکمې نهه افغان ماشومان محاکمه کړي


د کراچۍ په یوه زندان کې بندي افغان ماشومان - تصویر له ارشیفه
د کراچۍ په یوه زندان کې بندي افغان ماشومان - تصویر له ارشیفه

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغان بندیانو مدافع وکیله منزه کاکړ وايي، د کراچۍ یوې محکمې د ۸ او ۱۰ کلونو ترمنځ نهه افغان ماشومان په یوه میاشت بند محکوم کړي.

نوموړې زياتوي، دغه ٩ ماشومان، چې د کراچۍ ښار د يوې مدرسې زده کوونکي وو، شاوخوا يوه نيمه مياشت وړاندې له مدرسې بهر نيول شوي وو او د دوشنبې په ورځ د کراچۍ ښار د يوې محکمې د پرېکړې له مخې په یوه میاشت بند محکوم شول چې له ميوې مياشتې بند تېرولو وروسته به بېرته افغانستان ته ولېږل شي.

منزې کاکړ د سه شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د دغو ماشومانو کورنۍ په افغانستان کې دي او دوی د دیني زده کړو لپاره پاکستان ته راغلي وو.

هغه زیاتوي:

"دا نهه ماشومان وو، چې يوه نيمه مياشت وړاندې د پوليسو له خوا نيول شوي، کله چې له مدرسې راووتل نو پوليسو ونيول، تېره ورځ محکمې په يوه مياشت بند محکوم کړل او ويې ويل چې يوه مياشت وروسته به له ښوونځي بېرته افغانستان ته ولېږل شي."

له پاکستان څخه یو شمېر تازه ایستل شوي افغان کډوال
له پاکستان څخه یو شمېر تازه ایستل شوي افغان کډوال

د آغلې کاکړ په خبره، په تېره یوه نیمه میاشت کې دغو ماشومانو د خپلو کورنیو له لوري هېڅ اړیکه نه ده ترلاسه کړې.

مېرمن کاکړ په خپله اېکس پاڼه کې د دغو ماشومانو د ځینو انځورونو او د محکمې د پرېکړې په خپرولو سره لیکلي چې له دغو ماشومانو سره د مجرمانو په څېر چلند شوی او په غیر عادلانه ډول محکوم شوي دي.

د افغان بندیانو دغې مدافع وکیلې په خپله اېکس پاڼه کې یوه ویډیو هم خپره کړې چې پکې یو افغان ماشوم له خپلو ټولګیوالو او ښوونکو سره په اوښلنو سترګو د خدای پامانۍ پر مهال ښيي.

په همدې حال کې، په کراچۍ کې د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې افغان کونسلګرۍ وايي چې د دغو ماشومانو د خلاصون هڅې روانې دي.

په کراچۍ کې د دې قونسلګرۍ مشر عبدالجبار تخاري ازادي راډيو ته وویل:

"موږ د دغو نهو ماشومانو لپاره وکیل نيولى دى او زموږ وکیل کار بشپړ کړى دى . موږ د دوی د یوې میاشتې له بند څخه خلاصون ضمانت هم کړى او انشاالله په څو ورځو کې به یې هېواد ته ولېږو."

ښاغلي تخاري د کراچۍ له زندان څخه د ۱۲ نورو ماشومانو د خوشي کېدو اعلان وکړ او ویې ویل چې دغه ماشومان به هم افغانستان ته ولېږل شي.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د طالبانو د حکومت د قونسلګرۍ د معلوماتو له مخې، دا مهال د کراچۍ په زندانونو کې شاوخوا سل افغان ماشومان بندیان دي او د ټولو د خلاصون هڅې روانې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG