د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۳

ایچ آر ډبلیو: پاکستان د افغان کډوالو ستنولو لپاره ګواښل، نیول او ځورول کوي


په تورخم کې افغانستا ته تلو په انتظار د افغان کډوالو کډې
په تورخم کې افغانستا ته تلو په انتظار د افغان کډوالو کډې

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د ستنولو لپاره هغوی ځوروي، ګواښي یې او په خپلسري ډول یې زنداني کوي.

له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو د ضرب‌الاجل د رانږدې کېدو په درشل کې، د بشري حقونو د څار سازمان وايي، د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د ستنولو لپاره د ګواښلو، خپلسري نیونو او ځورولو څخه کار اخلي.

د دې سازمان په اعلامیه کې چې نن خپره شوې د افغانستان لپاره د څېړونکې فرشتې عباسي له قوله لیکل شوي، د پاکستان له‌خوا د افغان کډوالو لپاره د ایستلو مهلت د دوی د توقیف، وهلو او د ملکیت او نورو توکو د غصب لپاره لاره پرانیستې ده.

په اعلامیه کې د افغان کډوالو په جبري اخراج هم نیوکه شوې او زیاتوي، دا ډول ډیپورټ د ملګرو ملتونو د کنوانسیون او نړیوالو قوانینو خلاف عمل او سرغړونه ده.

د بشري حقونو د څار سازمان په اعلامیه کې د افغانستان د برخې څېړونکې فرشتې عباسي له قوله دا هم لیکل شوي چې په افغانستان کې وضعیت خراب دی او د افغانانو دا ډول اخراج به هغوی د پام وړ امنیتي ګواښونو سره هم مخ کړي.

له دې وړاندې د اکټوبر په ۷مه د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان له پاکستانه د افغانانو په جبري اخراج اندېښنه ښودلې وه او ویلي یې وو، کېدای شي د دې کسانو د بېرته ستنېدو په وخت کې دوی له جدي امنیتي ګواښونو سره مخ شي.

افغانستان ته تلونکې د افغان کډوالو کډې.
افغانستان ته تلونکې د افغان کډوالو کډې.

دې سازمانونو له پاکستان غوښتي وو چې د هغو زیانمنونکو افغانانو خوندیتوب ته دوام ورکړي چې خپل وطن ته په ستنېدو له احتمالي ګواښ سره مخ کېږي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون یوه اعلامیه کې له خپلې پرېکړې دفاع وکړه او ویې ویل، هغه افغان کډوال به و نه ویستل شي چې په پاکستان کې د اوسېدو لپاره قانوني سند ولري او له دوی سره راجسټر وي.

په همدې حال کې یو شمېر افغان کډوال چې په پاکستان کې مېشت دي وايي، په بېلابېلو ډولونو ځورول کېږي او تر خوا یې دې ته هم اندېښمن دي که افغانستان ته واستول شي، د امنیتي ګواښ په ګډون به د بشري حقونو له نقض سره مخ شي.

په کراچۍ کې افغان کډواله نجیبه وايي: "په ټول پاکستان، په ځانګړي ډول کراچۍ کې د افغان کډوالو حال د اندېښنې وړ دی. دوی له خطر سره مخ دي. دوی د خپلو کېسونو د پروسس لپاره پاکستان ته راغلي دي. له بده مرغه د پاکستان حکومت د نوې پرېکړې پر بنسټ دوی هغو افغان کډوالو ته چې وروستیو دوو کلونو کې دلته راغلي ورته غیر قانوني وايي او مجبوره کوي یې چې له پاکستان ووځي."

یوه بله افغانه کډواله شکریه صدیقي هم وايي، پاکستانی حکومت له افغان کډوالو د ویزو اخستو لپاره پیسې غواړي او په وړاندې یې بېلابېلې ستونزې جوړوي، څو افغان کډوال خپل وطن ته په ستنېدو مجبور کړي.

هغه زیاتوي: "له بده مرغه ټول افغان کډوال په زړه خوړنۍ، ویرې او تشویش وخت تېروي. افغان کډوال په پاکستان کې ډېرې ستونزې لري، خو په تېره یوه میاشت کې دا اندېښنې او تشویشونه لا پسې ډېر شول."

په پاکستان کې د نورو افغان کډوالو سربېره، وروستیو دوو کلونو کې زرګونه هغوی هم مېشت دي چې بهرنیو هېوادونو ته د تلو کېسونه لري.

په اسلام اباد کې د امریکا د پي۱ او پي۲ کېسونو درلودونکو افغانانو د اعتراضیه غونډې انځور. دوی له امریکا د دې کېسونو د ژر بشپړېدو غوښتنه کوي. February 26 2023
په اسلام اباد کې د امریکا د پي۱ او پي۲ کېسونو درلودونکو افغانانو د اعتراضیه غونډې انځور. دوی له امریکا د دې کېسونو د ژر بشپړېدو غوښتنه کوي. February 26 2023

د بشري حقونو د څار سازمان هم له امریکا متحده‌‌ایالاتو، کاناډا، انګستان او جرمني غواړي چې له پاکستانه د نجونو او ښځو په ګډون په ځانګړې توګه هغوی چې له خطر سره مخامخ دي، د بیا مېشتېدنې بهیر چټک کړي.

د پاکستان حکومت د نومبر لومړۍ نېټه په خپله خوښه افغانستان ته د غیرقانوني افغان کډوالو د ستنېدو وروستۍ نېټه ښودلې، خو د بشري حقونو د څار سازمان په پاکستان غږ کړی چې د افغان کډوالو پر وړاندې خپل ناوړه چلند پای ته ورسوي او دوی ته د نومبر تر لومړۍ نېټې ورکړل شوی مهلت لېرې کړي.

په همدې حال کې په ملګرو ملتونو ملتونو کې د افغانستان سرپرست دایمي استازي نصیراحمد فایق په خپله ایکسپاڼه له پاکستانه د افغان کډوالو جبري اخراج د بشري حقونو له نړیوالو کنوانسیونونو سرغړونه بللې ده.

هغه د ملګرو ملتونو په ګډون یې له بېلابېلو لوریو غوښتي چې د دې بحران د حل او جبري اخراج د مخنیوي لپاره بېړنی ګام واخلي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG