د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۶

ناقانونه افغان کډوالو ته د پاکستان د مهلت وروستۍ ورځ؛ له دې وروسته څه پلان لري؟


له پاکستانه ویستل شوي افغان کدوال
له پاکستانه ویستل شوي افغان کدوال

یو شمېر پاکستانۍ ورځپاڼو د پاکستان د حکومت هغه مهلت ته پام اړولی چې نن سې شنبې پوره کیږي او له مخې یې باید په دې هېواد کې مېشت ټول بې اسناده افغان کډوال ووځي، که نه دوی به یې په زور وباسي.

نیشن ورځپاڼه لیکي، د افغان کډوالو په ګډون د نورو هېوادونو بې اسناده کډوالو ته چې په پاکستان کې اوسي، د څه باندې یوې میاشتې مخکې مهلت ورکولو وروسته په زرګونو کډوال له پاکستانه وتلي او خپلو هیوادونو ته ستانه شوي، خو ډېر نور په دې هېواد کې پټ دي چې د حکومت له دغه خبرداري ځان بچ کړي.

د ورځپاڼې په لیکنه، مخکې له دې چې دغه مهلت پوره شي، د پاکستان د حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بوګتي یوځل بیا خبرداری ورکړ چې د هغوی په وړاندې به چې هڅه کوي ځانونه پټ کړي او د هغو ځایونو په وړاندې به چې په پاکستان کې دغو غیرقانوني کډوالوته اسانتیاوې برابروي، جدي اقدامات وکړي.

د نیشن په لیکنه، هغه وویل چې حكومت په ټول پاكستان كې د ټولو غيرقانوني كډوالو په اړه معلومات راټول کړي او د وروستي مهلت له پای ته رسیدو وروسته به هغوی له نیول کیدو وروسته هغو مرکزونو ته ولیږدول شي چې د اداري اجرائاتو له بشپړیدو وروسته به په زوره خپلو هېوادونو ته ستنول کیږي.

د پاکستاني چارواکو په خبره، په دې هېواد کې ۱،۷ میلیونه افغان کډوال د اوسیدو قانوني اسناد نه لري.

په عین حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون دوشنبې په یوه اعلامیه کې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د پاکستان د حکومت د پریکړې په اړه د ملګروملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ د اعلامیې په وړاندې غبرګون ښکاره کړ اوپه دې اړه یې له خپلې پریکړې بیا دفاع وکړه.

د ملګروملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ تېره ورځ په یوه اعلامیه کې له اسلام آباده غوښتي وو، مخکې له دې چې یو بشري بحران رامنځ ته شي، د افغان کډوالو د اېستلو پلان دې وځنډوي، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویندوی له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دغه پریکړه د پاکستان د کورنیو قوانینو او د نړیوالو نورمونو او اصولو مطابق شوې ده.

ګارډین ورځپاڼه لیکي، هغه افغانان به چې له طالبانو تښتیدلي او برېتانیا ته رسیدلي، په را روان کرسمس یا د عیسوانو د جشن په مهال بې کوره وي.

سیمه ییزو شوراګانو ویلي چې د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت هغو کسانو ته چې په افغانستان کې یې د برېتانیا لپاره کار کاوه، د ډسمبرپنځلسمه له هوټلونو د وتلو لپاره وروستۍ مهلت ورکړی دی.

د ګارډین په لیکنه، له هوټلونو د اېستلو په اړه د کورنیو چارو وزارت له لوري د ټاکلي دغه دوهم ځلي ضرب الاجل له مخې د کرسمس د جشن له ورځو مخکې به له زرو زیات افغانان په برېتانیا کې بې کوره شي.

ګارډین وړاندې لیکي، کله چې د کورنیو چارو وزارت له هوټلونو د دغو افغانانو د وتلو لپاره تېره اوونۍ د ډسمبر۱۵ نوې نېټه وټاکله، د سیمه ییزو حکومتو اتحادیې، LGA له خطر سره مخ افغانانو شمېر په ډاګه کړ چې پکې کورنۍ هم شاملې دي.

د ورځپاڼې په لیکنه، د اتحادیې مشرانو د پنجشنبې د ورځې په غونډه کې د مهاجرینو د چارو پر وزیر رابرټ جنریک فشار راوست چې د افغانانو او اوکراینانو د هستوګنې لپاره زیات امکانات برابرکړي، خو هغه د زیات څه ژمنه ونکړه.

LGA وايي، یو شمېر هغه افغانان چې په افغانستان کې یې د برېتانیا د ګټو د خوندي کولو لپاره کارکاوه او څه باندې دوه کاله مخکې له کابله وتلي، لا د مخه د حکومت له خوا له هوټلونو اېستل شوي دي.

د ګارډین په لیکنه، د پخوانیو پوځیانو د چارو وزیر جاني میرسیر ویلي، که هغه افغانان چې د برېتانیا له حکومت سره یې کارکړی، په واټونو کې ژوند کولو ته اړشي نو دا به د ده لپاره ناکامي وي، خو د ده په خبره داسې نه دي شوي او نه به هم وشي.

په ګارډین کې وړاندې لولو چې دغه ستونزه له پاکستانه برېتانیا ته له نویو لیږدول شویو افغانانو سره لا زیاته شوې او داسې ښکاري چې دوی د دفاع وزارت په پخوانیو ملکیتونو کې ځای پرځای کیږي، خو د شوراګانو په باور چې ځینې به یې ښایي هغو هوټلونو ته ولیږدول شي چې حکومت هوډ کړی هغه له پناه غوښتونکو خالي کړي.

د ګارډین په لیکنه، له پاکستانه د افغان کډ‌والو لومړۍ الوتکه د تېرې جمعې په ورځ برېتانیا ته ورسیده، خو نور ۳۲۰۰ افغانان چې د برېتانیا د حکومت یا د برېتانیا د پوځ لپاره یې کارکړی او د برېتانیا ویزو ته منتظردي، په پاکستان کې پاتې دي.

XS
SM
MD
LG