د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۲

پاکستان کې د افغان کډوالو سختې ورځې؛ پولیسو له مهلت مخکې د دوی د ایستلو لړۍ پیل کړې


له پاکستانه افغانستانه ته تلونکي افغان کډوال
له پاکستانه افغانستانه ته تلونکي افغان کډوال

له پاکستانه د بې اسناده کډوالو د ایستلو لپاره د دغه هېواد د حکومت ضرب الاجل نن پای ته رسېږي.

راپورونه وايي، چې د پاکستان امنیتي ځواکونو د افغان ‎کډوالو د نیولو او بېرته ستنولو لړۍ له ټاکلې مودې مخکې پیل کړې ده.

یو تن افغان کډوال محمد اصف ازادي راډيو ته وویل: "پوليس چاپه وهي، که څه هم دوی وايي چې دا کار نه کوي، دوی په پټه چاپې وهي. دوی سړي نیسي او له هغوی څخه پیسې غواړي."

بل افغان کډوال خان محمد هم ازادي راډیو ته ورته خبره وکړه.

هغه وویل: "په کورونو باندې به یې چاپې راوهلې. یا به موږ کوڅې ته راوتلو نور به کور رانه پاتې وو. لس ، پنځلس زره به یې له موږ اخیستې. هغه څه مو چې د ورځې پیدا کولې هغه دوی وړلې. کوچنیان مو دغسې پاتې وو. موږ له ډېر زیات مجبوریت سره مخ شوو. نو پرېکړه مو وکړه چې خپل وطن ته ولاړ شو. وچه ډوډۍ دې وي، خو چې له دې ظلمه موږ خلاص شو."

که څه هم ملګرو ملتونو له اسلام اباده غوښتي چې د افغان کډوالو د شړلو پلان وځنډوي، خو پاکستاني چارواکي وايي چې د نومبر په لومړۍ نېټه به د ناقانونه کډوالو د اخراج لړۍ پیل شي.

د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بګټي ویلي، د بې اسناده کډوالو د ایستلو د عملیاتو په ترڅ کې امنیتي ځواکونه د دغو کډوالو پر استوګنځایونو چاپې وهي چې هغوی ونیسي او د کډوالو مرکزونو ته یې ولېږدوي.

خو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ په خپله وروستۍ اعلامیه کې له اسلام اباده غوښتي مخکې له دې چې یو بشري ناورین رامنځته شي د افغان کډوالو د ایستلو پلان وځنډوي.

له پاکستانه افغانستان ته په لاره افغان کډوال.
له پاکستانه افغانستان ته په لاره افغان کډوال.

په جینوا کې د دې کمېشنرۍ ویاندې روینا شمداساني ویلي، د افغان کډوالو هر ډول ستنېدل باید خوندي، باعزته، داوطلبانه او د نړیوالو قوانینو له مخې وي.

نوموړې د کډوالو د شړلو طرحه ډېره د اندېښنې وړ وبلله او ويې ويل، هغه کسان چې د اخراج له خطر سره مخ دي، افغانستان ته د ستنېدو پر مهال به له بشري حقونو له جدي نقض لکه نيول، شکنجه، خپلسري توقيف او نورو غير انساني چلندونو سره مخ شي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په غبرګون کې ویلي چې د اخراج پرېکړه یوازې د غیر قانوني کډوالو په اړه کېږي او هغه کسان چې د اوسېدو اسناد لري او راجستر دي، له دې پرېکړې مستثنی دي.

په همدې حال کې د اسلام اباد او کراچۍ په ګډون د پاکستان په څو ښارونو کې د ښځو د حقونو فعالانو د افغان کډوالو د ایستلو د پلان پر ضد مظاهرې وکړې.

په همدې حال کې یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې اسلام اباد د افغان مهاجرینو له مسئلې څخه د فشار د یوې وسیلې په توګه کار اخلي ترڅو له نړیوال وجهي صندوق څخه د پور اخیستلو لپاره غوره شرایط ترلاسه کړي.

د پوهنتون استاد او د سیاسي او اقتصادي چارو کارپوه ډاکتر طارق فرهادي ازادي راډیو ته وویل چې د کډوالو د ایستلو پلان د پوځ له خوا چمتو شوی او د موقت حکومت له خوا عملي کېږي.

د پوهنتون استاد او د سیاسي او اقتصادي چارو کارپوه ډاکتر طارق فرهادي
د پوهنتون استاد او د سیاسي او اقتصادي چارو کارپوه ډاکتر طارق فرهادي

فرهادي وايي: "د دوی اقتصادي وضعیت ښه نه دی، دوی دوه یا درې ورځې وروسته له آی ایم ایف سره ناسته لري. دوی هیله لري چې آی ایم ایف دوی ته نوره مرسته ورکړي. دوی یو ډول فشار کارولی او کډوال یې ایستلي دي چې ځینې یې د حتی شناختي کارډونه، کاغذونه هم لري، دا سمه ده، خو دوی فشار راوړي او دغو کډوالو ته یې ویلي چې تاسو خپلې پیسې هم نه شي ایستلای، یواځې یو سل او اتیا ډالر یا دوه سوه او پنځوس ډالر وباسئ او له دې ډېر نه شئ ایستلئ."

په افغانستان کې د طالبانو حکومت له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه غیر انساني بللې او ویلي یې دي چې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د واټن لامل کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG