د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۷

په زوره له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل؛ ملګرو ملتونو پرې ژوره اندېښنه وښوده


په کراچۍ کې پاکستاني ځواکونه افغان کډوال نیولي او خپل موټر ته یې خېژولي دي.
په کراچۍ کې پاکستاني ځواکونه افغان کډوال نیولي او خپل موټر ته یې خېژولي دي.

ملګرو ملتونو له پاکستانه د افغان کډوالو د په زوره ایستلو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه.

پاکستان سر له ننه، د نومبر له دوهمې نېټې له خپلې خاورې د په سلګونو زره بې اسناده افغان کډوالو د په زوره ایستلو او افغانستان ته د بېرته ستنولو لړۍ پیلوي.

د راپورونو له مخې له پرون راهیسې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د افغانانو نیونې او د ساتنې ځانګړو مرکزونو ته یې د لېږد بهیر پیل شوی دی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک بېګاه ناوخته په نیویارک کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې د دې سازمان مختلفې ادارې د افغان کډوالو پر موضوع له پاکستاني چارواکو سره خبرې کوي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک

هغه وايي: "موږ د خلکو دغه په زوره ایستلو ته ډېره اندېښنه لرو. ډېری یې ښکاري د هغه هېواد کډوال دي چې د ډېری ارزونو له مخې بېرته راتګ ته یې چمتو نه دی."

د اسوشېټېډپرېس آژانس د راپور له مخې په اوس وخت کې له دوه میلیون زیات افغان کډوال په پاکستان کې په غیرقانوني ډول ژوند کوي چې د ملګرو ملتونو په وینا شپږ لکه یې پر افغانستان د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دې هېواد ته کډه شوي دي.

د بشري حقونو د څارسازمان د ښځو د برخې مسووله هیدر بار وایي، په پاکستان کې ډېری افغان کډوال د محدودیتونو او له دې امله چې ښایي طالبان سزا ورکړي، بېرته افغانستان ته نه شي تللی.

د بشري حقونو د څارسازمان د ښځو د برخې مسووله هیدر بار
د بشري حقونو د څارسازمان د ښځو د برخې مسووله هیدر بار

هغه زیاتوي: "موږ په ښکاره دا خبره کړې چې په پاکستان کې ډېری افغانان به افغانستان ته د بېرته ستنولو په صورت کې د ناوړه چلند او ځورونې له خطر سره مخ شي. هغوی نه شي کولای په خوندي ډول بېرته ستانه شي. کډوال د نړیوال قانون له مخې حق لري چې خپل هېواد ته ستانه نه شي."

د راپورونو له مخې له تېرې ورځې راهیسې په پاکستان کې د بې اسناده کډوالو د نیولو او ځانګړو ټرانزیټ مرکزونو ته یې د لېږدولو لړۍ تېره شوې ده.

د بې اسناده افغان کډوالود لنډ مهاله ساتنې لپاره یو مرکز تورخم سرحد ته نږدې په لواړګي کې جوړ شوی چې تراوسه ورته په لسګونو افغانان لېږدول شوي دي.

یو یې هم زیارت ولي دی چې وایي، هیڅکله افغانستان ته نه دی تللی او دا یې اول واردی.

هغه وویل: "له جلیم راغلی یم او پکتیا ته روان یم. نه پکتیا ته تللی یم او نه مې لیدلې ده. څلویښت کاله مې همدلته تېر کړي دي. ما ته چا کارټ هم نه دی راکړی. زه او اولادونه مې ډېر ځورېدلې یو. موږ ته یې یوه میاشتې مهلت راکړی و چې خپل کور، کاروبار او موټر وپلورم. په دې یوه میاشت کې څه کېدای شي؟"

په دې وروستیو ورځو کې د تورخم او سپین بولدک له دروازو افغانستان ته د افغانانو د بېرته ستنېدو لړۍ ګړندۍ شوې او چارواکي هره ورځ پر دې پولو د په سلګونو کورنیو د اوښتو خبر ورکوي.

د طالبانو د حکومت چارواکي وایي، له پاکستانه نویو راستنېدونکو کډوالو ته یې یو لړ تیارۍ نیولي دي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي پرون چهارشنبې د تورخم له دروازې د کتنې په ترڅ کې یو شمېر نویو راستنو شویو کډوالو ته د هر ډول امکاناتو برابرولو ډاډ ورکړ.

له پاکستانه افغانستان ته د روانو شویو افغانانو د کډو کاروانونه. November 01, 2023
له پاکستانه افغانستان ته د روانو شویو افغانانو د کډو کاروانونه. November 01, 2023

خو د چارو د یو شمېر کتونکو په باور د افغانستان روان ناوړه بشري وضعیت ته په پام د طالبانو حکومت دومره وړتیا نه لري چې په زیاته پیمانه د بېرته راستنېدونکو افغان کډوالو بهیر سم مدیریت کړي.

پاکستان چې له څه باندې څلورو لسیزو راهیسې د افغان کډوالو کوربه توب کړی، افغان کډوالو ته یې له دې مخکې هم څو ځلې له دې هېواده د ایستلو په اړه خبرداری ورکړی دی.

خو د چارو د کتونکو په باور د اسلام آباد له لوري پر کډوالو راوستل شوي وروستي فشارونه کمساري دي او که په سلګونو زره افغانان بېرته خپل هېواد ته واستول شي، د دې خطر شته چې افغانستان له یوه بل بشري ناورین سره مخ شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG