د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۶

له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل؛ نړیوال بنسټوڼه: دا کډوال په افغانستان کې د استوګنې ځای نه لري


له پاکستانه افغانستان ته روان شوي افغان کډال
له پاکستانه افغانستان ته روان شوي افغان کډال

یو شمېر مرسته کوونکي نړیوال بنسټونه وايي، هغه افغانان چې له پاکستانه ایستل کېږي، په افغانستان کې د استوګنې لپاره داسې ځای نه لري چې ورشي.

په داسې حال کې چې نن هم د پاکستان له بېلابېلو سیمو د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ روانه ده، ځینې مرسته کوونکې نړیوال بنسټونه وايي چې دا کډوال د افغانستان دننه د استوګنې لپاره داسې ځایونه نه لري چې ورشي.

د ناروې او ډنمارک د کډوالو شوراګانو او د ژغورنۍ نړیوالې کمېټې نن په یوه ګډه اعلامیه کې خبرداری ورکړی چې په چټکۍ د هغو افغان کډوالو شمېر په ډېرېدو دی چې له پاکستان څخه افغانستان ته رااوړي چې په وینا یې اوس د ورځې له ۹ زره تر ۱۰ زره دا کډوال افغانستان ته را ستنېږي.

یادو سازمانونه همدا شان ویلي، په داسې حال کې چې ژمی هم نږدې دی، د دې کډوالو د خوندیتوب او په ټولنه کې یې د ادغام په اړه اندېښنې لري.

دې سازمانونو په دې خبره له ټینګار سره چې افغانستان د دغو کډوالو د ستنېدو بهیر کړکېچن دی، له نړیوالو مرستندویانو غوښتي چې د کډوالو اړتیاوو ته د رسېدو او د یوه ناورین د مخنیوي لپاره خپلې مرستې وکړي.

د ناروې او ډنمارک د کډوالو شوراګانو او د ژغورنۍ نړېوالې کمېټې د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو هم غږ کړی چې کډوالو ته دې تر هغو پناه ورکړي چې په خپل هېواد کې یې شرایط خوندي او باثباته شي او دوی په خپله خوښه وطن ته ستانه شي.

په ورته وخت کې له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي کډوال وايي، که له یوې خوا اوس په پاکستان کې غیرقانوني کډوالو ته په اوسېدو ګڼې ستونزې جوړېږي، ورسره افغانستان ته په راتګ کې هم له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي.

پولیسو تېره ورځ د نومبر په لومړۍ نېټه په کراچې دغه کډوال نیولي او پلان لري چې افغانستان ته یې ولېږدوي.
پولیسو تېره ورځ د نومبر په لومړۍ نېټه په کراچې دغه کډوال نیولي او پلان لري چې افغانستان ته یې ولېږدوي.

عبیدالله چې نن د تورخم له لارې افغانستان ته رااوښتی، ازادي راډيو ته یې په دې اړه وویل: "پنځه زره یې په اټک کې رانه واخیستې، نه یې خوشې کولم، ویل یې تا زندان ته بیایو. په نیمه شپه کې مو کډه رابار کړه، لواړګي ته راغلو، هلته مو ټوکن ته دوه-درې ساعتونه تېر کړل. له هغه ځای څخه په ډېر زحمت تورخم ته راواوښتلو."

هجرت الله چې دوه ورځې وړاندې د تورخم له لارې افغانستان ته رااوښتی هم د ورته ستونزې په اړه شکایت کوي.

هغه وویل: "موږ چې راغلو، په تورخم کې یې ډېره سختي کوله، لس کسان وو، چې تر تورخم راغلو ۳۰ یا ۳۵ زره کلدارې مو مصرف کړې. وروستي ځای ته چې راورسېدو، ګوتې مو لګولې، تصویرونه یې واخیستل، بیا پوځیانو نه پرېښودلو، هغوی بیا پیسې غوښتلې، ۸ زره کلدارې مو هغوی ته ورکړې او بیا راواوښتلو."

په پاکستان کې د افغانستان سفارت هم چې طالبان یې اداره کوي، د افغان کډوالو ستونزې تاییدوي.

یاد سفارت په یوه اعلامیه کې چې پرون ناوخته یې خپره کړې ده، ویلي چې د کډوالو په ځانګړې توګه د سوداګرو د توکو او پیسو د لېږد لپاره څرګنده کړنلاره نه شته او ترڅنګ یې ځینې مافیايي کړۍ هم افغان کډوال ځوروي او پیسې ترې اخلي.

سفارت همدا شان ادعا کړې چې پاکستاني پولیس په مختلفو بهانو قانوني کډوال هم نیسي، اسناد یې څیرې کوي، بانکي حسابونه یې بلاک شوي او د کورونو څښتنانو ته امر شوی چې سندلرونکو افغانانو ته هم کورونه په کرایه ورنه کړي.

د افغانستان سفارت ګواښ کړی چې دا ډ‌ول کړنې به د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغېز کړي او غوښتنه یې کړې چې د کډوالو له جبري ایستلو څخه لاس واخیستل شي او هغوی ته دې اجازه ورکړل شي چې په خپله خوښه لاړ شي.

په کراچې کې پولیسو دغه کډوال نیولي او هغه مرکز ته یې وړي چې افغانستان ته د لېږد لپاره جوړ شوی دی.
په کراچې کې پولیسو دغه کډوال نیولي او هغه مرکز ته یې وړي چې افغانستان ته د لېږد لپاره جوړ شوی دی.

له پاکستانه د غیرقانوني کډوالو د ایستلو اجباري لړۍ چې پرون پیل شوه، د کورنیو چارو وزارت یې په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د چهارشنبې په ورځ یې ۷۳۰۰ افغانان چې ۱۰۰ زندانیان هم په کې وو، د تورخم دورازې له لارې افغانستان ته ستانه کړي دي.

په ورته وخت کې په بلوچستان‌ایالت کې هم د کوټې د پولیسو مشر جواد طارق خبریالانو ته ویلي چې د نومبر په لومړۍ ورځ یې په کوټه کي ۵۷۲ غیرقانوني افغان کډوال نیولي چې ښځې او ماشومان هم په کې دي.

د پاکستان سرپرست حکومت د اکټوبر په ۳مه ټوله غیرقانوني کډوالو ته وخت ورکړی و چې د یادې میاشتې تر پایه له پاکستان څخه ووځي، که‌نه دوی به یې په زور وباسي.

سره له دې چې ګڼو نړیوالو سازمانو له پاکستان څخه غوښتي چې په خپلې یادې پرېکړې بیا کتنه وکړي، خو پاکستاني چارواکو ویلي چې په خپلې پرېکړې ولاړ دي او په دې اړه جوړجاړی نه کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG