د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۰

د کډوالو د ایستلو دوام؛ ځینو افغان سندرغاړو د پاتې کېدو لپاره د پېښور محکمې ته درخواست ورکړی


د پېښور ستره محکمه
د پېښور ستره محکمه

په داسې حال کې چې له پاکستانه د بې اسناده افغانانو د ایستلو لړۍ روانه ده، ځینو افغان سندرغاړو په دې هېواد کې د پاتې کېدو لپاره د پېښور سترې محکمې ته درخواست یا وړاندیز کړی دی.

دغو سندرغاړو محکمې ته ویلي، په افغانستان کې د دوی ژوند له خطر سره مخ کېدای شي نو له همدې امله دې دوی ته په پاکستان کې د اوسېدو اجازه ورکړل شي.

د پېښور سترې محکمې نن د نومبر دوهمه د هغه افغانانو سندرغاړو وړاندیز واورېده چې په کابل د طالبانو د واکمنۍ نه وروسته دلته کډه شوي او اوس وېره احساسوي چې که افغانستان ته بېرته ستانه شي نو ژوند به یې له خطر سره مخامخ شي.

د خیبرپښتونخوا هنري ټولنه او څېړنیز مرکز مفکوره د افغان سندرغاړو سره په دې درخواست کې مرسته کوي او په دغه لړ کې یې د اړوندو چارواکو سره لیده کاته هم کړي دي.

د هنري ټولنې مشر ډاکتر راشد خان وویل چې محکمې د څارنوالۍ له لارې له کورنیو چارو وزارته وضاحت غوښتی چې دا سندرغاړي د کوم قانون پر بنسټ افغانستان ته ستنوي؟

نوموړي زیاته کړه: "مونږ محکمې ته وړاندیز کړی چې هنرمندانو ته په افغانستان کې خطر دی. د بشري همدردۍ پر اساس مو غوښتنه کړې چې د دوی معامله د عامو افغانانو نه بدله ده نو د دوی نومونه دې د ستنېدونکو افغانانو له لېسته وباسي. که چېرې سبا له دوی سره په افغانستان کې څه وشي نو بیا به یې څوک مسوول وي؟"

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان سپرپرست موقت حکومت د یو اعشاریه اووه میلیونو هغو افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه کړې چې په دې هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

په دوی کې ډېر هغه سندرغاړي، خبریالان، وکیلان، ولسي استازي او د بشري حقونو فعالان هم دي چې ځان په خپل هېواد کې خوندي نه احساسوي.

د مفکوره څېړنیز مرکز د معلوماتو پر اساس په پېښور کې ټول ۱۵۶ افغان سندرغاړي دېره دي چې په افغانستان کې په موسیقۍ د بندیزونو له کبله پېښور ته کډه شوي دي.

د دغه سندرغاړو او د هغوی د کورنیو په استازیتوب حشمت الله امېد، رفیع حنیف او حامد شهدایي د پېښور سترې محکمې ته درخواست کړی چې دوی دې نه ایستل کېږي.

افغان سندرغاړي حشمت الله امېد وویل: "نن ټول هنرمندان دلته سترې محکمې ته راټول شوي یو ځکه چې په افغانستان کې په موسیقۍ بندیزونه دي او د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې باید ټول افغانان ستانه شي. نو له محکمې او حکومته زمونږ غوښتنه ده چې هنرمندانو له دې اجازه ورکړي چې دلته پاتې شي او ژوند وکړي."

له پاکستانه افغانستان ته تلونکې د افغان کډوالو د کډو کاروان
له پاکستانه افغانستان ته تلونکې د افغان کډوالو د کډو کاروان

په دې اړه زمونږ خبریال په خیبرپښتونخوا کې د اطلاعاتو او بشري حقونو د سرپرست وزیرانو سره تماس نیولو هڅه وکړه، خو بریالی نه شو.

خو د خیبرپښتونخوا د کلتور رییس اجمل خان وايي چې د اطلاعاتو او کلتور وزیر په دغه اړه یوه کمېټه جوړه کړې چې د داسې افغانانو وړاندیزونه به څېړي چې په افغانستان کې یې ژوند له خطر سره مخ کېدای شي.

نوموړي زیاته کړه چې په دغه اړه یې د کورنیو چارو وزارت ته لیکونه هم استولي دي.

هغه زیاته کړه: "مونږ بېلابېلو حکومتي محکمو ته لیکونه هم استولي او هڅې کوو چې دوی ته دلته څه بندوبست وکړو. اصلي مسئله دا ده چې د دې واک د کورنیو چارو د وزارت سره دی نو مونږ ورسره په تماس کې یو. بل سرپرست وزیر یو کمېټه هم جوړه کړې چې داسې مسایلو ته کتنه کوي."

د روانې نومبر میاشتې په لومړۍ نېټه د درخواست په لومړۍ اورېدنه کې د سترې محکمې دوو قاضیانو عبدالشکور او ارشدعلي د څارنوالۍ له مرستیاله وضاحت وغوښت چې ایا د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري دا واک لري چې د حکومت له اجازې پرته د نویو افغان کډوالو نوملیکنه یا راجسټرېشن وکړي؟

د پېښور لویه څارنوالۍ به له مرکزي حکومته د معلوماتو اخیستو نه وروسته خپل ځواب ورکوي، خو په پاکستان کې د 'یو این ایچ سي آر' ویاند قیصر اپریدی وايي چې پاکستان د کډوالو په اړه نړیوال کنوانسیون نه دی لاسلیک کړی، نو ځکه یې ادارې د کډوالو د راجسټرېشن/ثبت یو خپل نظام جوړ کړی دی.

نوموړی زیاتوي: " پاکستان د ۱۹۵۱م کال کنوانسیون نه دی لاسلیک کړی، نه یې د کال ۱۹۶۷م پروټوکول لاسلیک کړی او نه ورسره داسې څه قوانین شته چې کډوال تعین کړي. نو چې کله هم د خطر سره مخ څه خلک له پولې راواوړي او ګاونډي هېوادونو ته یا دلته پاکستان ته راشي او دلته د کډوالو په اړه څه قانون نه وي نو بیا د داسې کسانو د کډوال یا غیر کډوال تعین په خپله 'یو این ایچ سي آر'کوي."

اپریدی زیاتوي، که څه هم پاکستان د کډوالو نړیوال کنوانسیون نه دی لاسلیک کړی، خو پاکستان د ولسي او سیاسي حقونو نړیوال کنوانسیون، د زور زیاتي د مخنیوي کنوانسیون او د ماشومانو د حقونو کنوانسیون لاسلیک کړي دي نو باید چې د کډوالو د ایستلو په مسئله کې یې له پامه ونه غورځوي.

د نوموړي په وینا د پاکستان په قانون کې هم دا حق منل شوی چې که څوک دلته اوسېږي نو باید چې د ژوند او ازادۍ نه به بې برخې نه شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG