د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۲

له پاکستانه د افغان څارنوالانو او عدلي کارکوونکو ایستلو اندېښنې رامنځته کړي


له پاکستانه افغانستان ته روانې شوې د افغان کډوالو کاروان
له پاکستانه افغانستان ته روانې شوې د افغان کډوالو کاروان

د انتقالي عدالت او سولې نړیوال سازمان او د څارنوالانو ایتلاف د څارنوالانو لپاره له پاکستانه غواړي چې له دغه هېواده د افغان بشري حقونو د مدافعینو، څارنوالانو او عدلي کارکوونکو له ايستلو لاس واخلي.

د انتقالي عدالت او سولې نړیوال سازمان او دغه شان د څارنوالانو ایتلاف د څارنوالانو لپاره د پاکستان د سرپرست حکومت له خوا د بشري حقونو د مدافعینو، څارنوالانو او د افغانستان د عدلي او قضايي سکتور د کارکوونکو د شړلو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

دغو بنسټونو چې مرکز یې د امریکا په نیویارک ښار کې دی، د چهارشنبې په ورځ په یوه ګډه اعلامیه کې د پاکستان له حکومته وغوښتل چې د افغان بشري حقونو د مدافعینو، څارنوالانو او عدلي او قضايي کارکوونکو له شړلو لاس واخلي.

د انتقالي عدالت او سولې نړیوال سازمان چې د نړیوالو جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو سره مبارزې په برخه کې کار کوي او دا مهال يې تمرکز پر افغانستان دى، وايي، د ناقانونه افغان کډوالو د ایستلو لپاره د پاکستان وروستۍ پرېکړې سخت اندېښمن کړي دي.

د دغو بنسټونو د اعلامیې پر بنسټ، هغه زرګونه څارانوالان او د عدلي او قضايي سیستم کارکوونکي چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې وروسته د طالبانو له وېرې پاکستان ته تښتېدلي، له دغه هېواده د ایستلو په بهیر کې شامل دي.

د انتقالي عدالت او سولې نړیوال سازمان په دې اندېښنه کې دی چې د عدلي او قضايي سکتور دغه کارکوونکي د طالبانو له ګواښونو، ځورونې، شکنجې او وژنې له ګواښ سره مخ دي او خونديتوب او مرستې ته اړتیا لري او زیاتوي چې د يو څارنوال چې د کډوالۍ معتبر او باوري اسناد لري او ان د سفر ټکټ هم لري له ياد هېواده د ايستلو په اړه خبر ترلاسه کړى.

په همدې حال کې د بشري حقونو فعالان او د افغانستان د عدلي او قضايي سيستم پخواني کارکوونکي هم وايي چې افغانستان ته د ستنېدو پر مهال د مرګ په ګډون له ګڼو نورو ګواښونو سره مخ دي.

په پاکستان کې افغان مدافع وکیلان چې څه موده مخکې یې افغانستان ته د ستنولو په غبرګون اعتراض کړی و.
په پاکستان کې افغان مدافع وکیلان چې څه موده مخکې یې افغانستان ته د ستنولو په غبرګون اعتراض کړی و.

په پاکستان کې یو افغان کډواله چې مدافع وکیله هم ده او نه غواړي چې د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "مونږ د پوليسو د اخراج له ګواښ سره مخ يو خبردارى يې راکړى ممکن هره لحظه راشي او مونږ تلاشي او ونيسي او بېرته ولېږي. ٢٠ مياشتې کېږي چې د امريکا په رسمي ايمیل پاکستان ته راغلې يو خو تر اوسه مو په کېسونو کې هېڅ پرمختګ نه شته. وېرېږو چې ومو نه شړي که مو افغانستان ته ولېږي هلته نه کور را پاتې نه بل څه."

یو بل افغان څارانوال چې له ياد هېواده د شړلو له ګواښ سره مخ دى د موضوع د حساسیت له امله نوموړى هم نه غواړي نوم یې په راپور کې ياد شي ازادي راډیو ته وویل: "څارانوالان د ټولنې هغه خلک وو چې قانون یې پلی کړی و. مجرمینو ته سزا ورکړې وه، د طالبانو په راتګ سره دا ټول مجرمین ازاد شول او اوس د غچ په لټه کې دي او افغانستان ته د څارنوالانو او قاضیانو په شړلو سره به دوى له مختلفو ګواښونو سره مخ شي حتی مرګ له ګواښ سره."

له پاکستانه افغانستان ته روان شوي د افغان کډوالو د کډو کاروان
له پاکستانه افغانستان ته روان شوي د افغان کډوالو د کډو کاروان

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت تل د افغان حکومت د پخوانیو کارکوونکو پرواړندې د تاوتريخوالي او مجازاتو راپورونه رد کړي دي.

خو تر دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر یا یوناما د اسد د میاشتې په پای کې په یوه راپور کې ادعا کړې وه چې طالبانو د پخواني حکومت د غړو په ګډون له بشري حقونو څخه د سرغړونې له ۸۰۰ زیاتې قضیې کړي چې غیرقانوني وژنې، په خپل سر نیونې، شکنجه تاوتريخوالى او ګواښونه په کې شامل دي.

د روان کال د اکټوبر په لومړیو کې د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د میلیونونو افغانانو په ګډون غیرقانوني کډوالو ته یوه میاشت مهلت ټاکلی و چې له پاکستانه ووځي، که نه نو دوی به په زوره ایستل کېږي.

په دغو کډوالو کې هغه افغانان شامل دي چې په تېرو دوو کلونو کې په تېر حکومت کې د خپلو بشري، رسنیزو او هنري فعالیتونو له امله د طالبانو لخوا ورته ګواښ و پاکستان ته کډوال شوي او اوس د پاکستان حکومت د يادې پرېکړې په اړه اندېښمن دي.

په تېرو څو ورځو کې له پاکستان څخه زرګونه افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي او زرګونه نور لا هم د تورخم او سپین بولدک په لارو کې خپل هېواد ته د ستنېدو په انتظار دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG