د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۱

له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو د لړۍ چټکوالی؛ پاکستان ولې دا لړۍ پیل کړې؟


له پاکستانه د ننګرهار تورخم ښارګوټي ته څېرمه رسېدلي یوه کمپ ته د افغان کډوالو کډې.
له پاکستانه د ننګرهار تورخم ښارګوټي ته څېرمه رسېدلي یوه کمپ ته د افغان کډوالو کډې.

په داسې حال کې چې د پاکستان له‌خوا د افغانانو په ګډون د ميليونونو غیرقانوني کډوالو د ايستلو یو میاشتنی ضرب الاجل پای رسېدلی له دې هېواده د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه شوې ده.

د پاکستان د وروستي اقدام په اړه چې ولې او د کومې موخې لپاره يې د لسیزو کلونو کوربه توب وروسته د میلیونونو افغانانو په ګډون د غیرقانوني کډوالو ایستل پیل کړل، بېلابېل نظرونه موجود دي.

د افغانستان او پاکستان یو شمېر پخواني چارواکي او دغه شان سیاسي کارپوهان د پاکستان دغه کړنه د نړیوالې ټولنې په ګټه او د دغه هېواد د امنیت په تامین کې د پاکستان د حکومت د ناکامیو د پټولو لپاره د پاکستان د فشارونو پایله بولي.

په پاکستان کې د افغانستان د سفارت پخوانی مشر او د سیاسي چارو کارپوه زردشت شمس وايي، دا د پاکستان د سرپرست حکومت پوځي پرېکړه ده، نه سیاسي.

هغه ازادي راډیو ته زیاته کړه: "د امنیت په برابرولو کې د پاکستان د پاتې راتلو او د ټي ټي پي او نورو وسله والو ډلو په ګډون د وسله والو کسانو د فعالیتونو د مخنیوي له امله دوی غواړي خپلو خلکو ته وښيي چې افغان کډوال په دې حالت کې ښکېل دي او باید وایستل شي، ځکه چې اوسمهال پاکستان کې جمهوري حکومت شتون نه لري او د هېواد چارې پوځ پرمخ وړي، نو دا پوځي پرېکړه ده، نه سیاسي."

نوموړی ادعا کوي چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا رامنځته کېدو وروسته پاکستان له نړۍ سره د سوداګرۍ لپاره ډېر څه نه لري او د پاکستان رول ډېر کمزوری شوی دی.

د سپین بولدک-چمن دروازې ته راټول شوي افغان کډوال چې افغانستان ته د اوښتو شېبې شمېري. November 2, 2023
د سپین بولدک-چمن دروازې ته راټول شوي افغان کډوال چې افغانستان ته د اوښتو شېبې شمېري. November 2, 2023

د پاکستان په پېښور کې د افغانستان پخوانی قونسل حامد جلیلي وايي، پاکستان غواړي د افغانانو په زوره ایستلو سره د نړیوالې ټولنې پام ځانته واړوي.

هغه زیاتوي: "پاکستان غواړي په دې کار سره د نړۍ پام ځانته راواړوي، د پاکستان حکومت پخوا هم له کډوالو څخه ډېر امتیازات ترلاسه کړي او اوس هم له نړۍ غواړي چې یو ځل بیا دوى ته پام وکړي."

د پاکستان د سیاسي چارو کارپوه افراسياب خټک وايي، پاکستان هېڅ قانون ته پابند نه دی او یوازې غواړي د زور له لارې پر کډوالو فشار راولي.

هغه ازادي راډيو ته وویل: "د پاکستان حکومت غواړي افغانانو باندې دا په زوره ومني چې د پاکستان پرېکړه ومني، دوی د نړیوالو قوانینو، بشري حقونو، ګاونډیتوب او اسلامي تبعیض منلو ته چمتو نه دي، دوی غواړي افغانانو ته خپل زور او قوت په ډاګه کړي."

د پاکستان سرپرست حکومت د دې اوونۍ د چهار شنبې په ورځ په دغه هېواد کې د غیرقانوني کډوالو لپاره د یوې میاشتې ضرب الاجل له پای ته رسېدو وروسته د میلیونونو افغانانو په ګډون د ټولو غیرقانوني مهاجرینو د ایستلو پروسه پیل کړه.

د پاکستان سرپرست حکومت په رسمي توګه د دغو کډوالو د نیولو او ایستلو بهیر پیل کړی دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په ټول پاکستان کې یې د ناقانونه کډوالو د نیولو او شړلو لړۍ پیل کړې ده.

که څه هم د بهرنیو چارو وزارت په یوه میاشت کې په پاکستان کې د ناقانونه افغان کډوالو شمېر تر ۱.۷ میلیونو ډېر اعلان کړی و، خو په دې وروستیو کې په دغه هېواد کې شاوخوا درې میلیونه غیر قانوني افغان کډوال پراته دي.

اسلام اباد ادعا کوي چې د يادو کډوالو ډله‌ییز اخراج به د عامه هوساینې ته لار پرانېزي او پاکستان به نور هم خوندي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې نړیوالو سازمانونو او د نړۍ د هېوادونو په وار وار په پاکستان غږ وکړ چې د کډوالو د ايستلو په پرېکړه د له سره غور وکړي، خو له ټولو غبرګونونو او غوښتنو سره سره د دغه هېواد د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بګتي ویلي چې دوی به په دې برخه کې هېڅ ډول جوړجاړی ونه کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG