د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۲

ملګري ملتونه: پاکستان دې د ژوند خوندیتوب لپاره د ورغلو افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړي


په اسلام اباد کې د یو شمېر افغان مېرمنو کډوالو د اعتراضیه غونډې انځور.
په اسلام اباد کې د یو شمېر افغان مېرمنو کډوالو د اعتراضیه غونډې انځور.

په داسې حال کې چې په زور له پاکستانه د کډوالو د ویستلو لړۍ روانه ده، ملګرو ملتونو یو وار بیا له پاکستانه غوښتي چې د هغو افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړي چې د خپل ژوند د خوندیتوب لپاره دې هېواد ته تللي دي.

د دې سازمان د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک تېره ورځ په یو خبري کنفرانس کې ټینګار وکړ چې خپل هېواد ته د کډوالو بېرته ستنېدل باید په خپله خوښه وي نه د جبر او زور له لارې.

نوموړي وویل چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ یا 'یو این ایچ سي آر' پاکستان ته ډاډ ورکړی چې دوی به د دغه کډوالو د مدیریت او نړیوال ملاتړ د اړمنو کډوالو د ثبت لپاره ځانګړی میکانیزم جوړ کړي.

په همدې حال کې د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي چې د افغان کډوالو د بېړنۍ وضعیت د ارزونې په موخه یې د امریکا لپاره د پاکستان له سفیر مسعود خان سره لیدلي دي.

امیري نن په خپل ایکسپاڼه لیکلي : "په ښځو او نورو زیانمنونکو ډلو باندې د اغېزو او هغو ګواښونو او ننګونو په اړه چې دوی افغانستان ته د بېرته ستنېدو پر مهال ورسره مخامخ دي، خبرې وشوې."

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او له دې هېواده د ایستلو لړۍ روانه ده.

له پاکستانه د کندهار سپین بولدک ته ستانه شوي افغان کډوال. 02.11.2023
له پاکستانه د کندهار سپین بولدک ته ستانه شوي افغان کډوال. 02.11.2023

پاکستان حکومت تېره ورځ وویل، له هغه وخت راهیسې چې دغه هېواد له پاکستانه ۱.۷ میلیونو غیر قانوني کډوالو ته د وتلو ،نیولو او شړلو امر کړی، له ۱۶۵۰۰۰ څخه زیات افغانان له پاکستانه وتلي دي.

له تورخمه بیا راپورونه وايي چې هلته د ښځو او ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ دی او له څو ورځو راهیسې پرته له کومو اسانتیاوو هلته شپې او ورځې تېروي.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ویډیوګانو کې هم ښکاري چې بې شمېره افغان کډوال پاکستان اړخ ته پراته او د سختو ستونزو یادونه کوي.

په یوه خپره شوې ویډیو کې یو افغان يو پاکستاني پولیس ته وايي: "زموږ د ښځو څه عزت پاتې شو، هېڅ نه شته، ان تشنابونه نه شته، تاسې وايئ چې وطن ته لاړ شئ، دا دی ځو نو ولې مو دلته ایسار کړي یو.؟"

ننګرهار ته تازه ستون شوي کډوال شېرعلي هم ازادي راډيو سره په خبرو کې د هغو ستونزو کیسه کوي، کوم چې د ستنېدنې پر مهال ورسره مخ شوی دی.

هغه وايي: "تقریباً په تورخم کې د کډې په راړولو رانه ۳۰ یو دېرش زره روپۍ لاړې. دې غاړې ته چې راواوښتو زرګونه کسان ناست وو. لوږه او تنده راباندې تېره شوه. باران هم راغلی هر څه ګډ وډ وو، نو بیا مې ایله همدومره پیسې لرلې چې کورته پرې راورسېدم. دا څو ورځې وشوې چې کور کې اوړه نه شته، حیران یو چې څه وکړو."

په ورته وخت کې په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان کډوال چې په دې هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد هم لري وايي، د پولیسو له ویرې له خپلو کورونو نه شي وتلی ځکه د دوی په خبره پولیس اسناد لرونکو افغانانو سره هم ناسم چلند کوي.

د محمد الله په نوم یو افغان کډوال ازادي راډيو ته وویل: "په پاکستان کې د ټولو افغانانو لپاره ژوند بیخي سخت شوی دی. هغه که اسناد لري او که نه یې لري، ټول له یو ډول ستونزو سره مخ دي. ټول په کورونو کې بند دي له وېرې له کورونو نه شي وتلی ځکه پولیس یې نیسي او پیسې ترې اخلي."

که څه هم د پاکستان حکومت وړاندې ویلي وو چې اسناد لرونکي افغانان له خپلې خاورې نه باسي او دغه شان د هېڅ افغان کډوال مال او عزت ته به زیان نه رسېږي، خو د طالبانو د حکومت رییس الوزرا محمد حسن اخوند تازه په خپله یوه وینا کې پاکستانی لوری تورن کړ چې خپلو عسکرو ته یې له افغان کډوالو سره د ناسم چلند او له دوی د پیسو اخیستلو امر کړی دی.

نوموړي په دې وینا کې چې نن د طالبانوحکومت تر واک لاندې ملي تلوېزیون نه خپره شوه له پاکستان وغوښتل چې افغان کډوالو ته له دې هیواده په باعزته ډول د وتلو لپاره وخت ورکړي.

هغه زیاتوي: "موږ له پاکستانه په کلکه دا غوښتنه کوو چې افغانان دې په بې عزتې نه راوباسي، افغانانو ته نور ازار نه ورکوي، افغانانو ته دې وخت ورکړی چې دوی په عزت خپل کورته راستانه شي. که دوی وايي چې غیر قانوني افغانان وباسي، دا د دوی مالونه لوټل، د دوی د کورونو ورانول او دوی بې عزته کول دا په کوم قانون کې دي؟"

په کراچۍ کې پولیسو افغان کډوال نیولي او افغانستان ته یې د لېږدولو لپاره جوړ شوي مرکز ته بیايي. 01 November 2023
په کراچۍ کې پولیسو افغان کډوال نیولي او افغانستان ته یې د لېږدولو لپاره جوړ شوي مرکز ته بیايي. 01 November 2023

ده دغه شان وویل که پاکستان د افغان کډوالو سره ناوړه چلند کوي له دوی دې هم د ښه ګاونډیتوب تمه نه کوي.

تېره ورځ د طالبانو د حکومت د فاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد هم پاکستان ته ګواښ کړی و چې د افغان کډوالو سره دې دومره ظلم وکړي چې د ده په خبره بیا یې د پرې کولو توان ولري.

ګڼو نړیوالو سازمانو او حکومتونو له پاکستانه د افغان کډوالو په ویستلو اندېښنه ښودلې او د پاکستان له حکومته یې غوښتنه کړې چې دغه لړۍ ودروي، خو یاد هېواد تر اوسه په دې برخه کې کوم نرمښت نه دی ښودلی.

د راپورونو پر بنسټ له تېرو څو لسیزو راهیسې شاوخوا ۳.۵ میلیونه افغانان په پاکستان کې مېشت شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې د معلوماتو پر بنسټ، یوازې په افغانستان د طالبانو تر بیاځلي واکمنېدو وروسته نږدې ۶۰۰ زره افغانان پاکستان ته کډه شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG