د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۳

انسايډر: د تېر نظام په وروستيو کې سلګونه ميليونه ډالر د سرو زرو په بڼه له افغانستانه و ايستل شول


د طلا انځور - ارشيف
د طلا انځور - ارشيف

انسایډر خپرونه:

  • له امریکا خپرېدونکې انسایډر خپرونې د افغانستان د تېر جمهوري نظام په وروستیو کلونو او میاشتو کې له افغانستانه د ډالرو او سرو زرو قاچاق ته کتنه کړې ده.

انسایډر خپرونه چې مخکې یې نوم بزنس انسایډر و، ۲۰۰۷ کال کې امریکا جوړه شوې او تر ډېره په مالي او سوداګریزو برخو لیکنې خپروي.

د دوی په ځانګړې مقاله کې راغلي، د تېر جمهوري نظام په وروستیو میاشتو کې چې طالبان د پرمختګ په حال کې و، له افغانستانه قاچاق وړونکو سلګونه میلیونه ډالره نقد یا د سرو زرو په بڼه بهر ته ولېږدول.

انسایډر د پرځول شوي حکومت د اسنادو او پخوانیو افغان چارواکو په حواله لیکي، د ۲۰۲۱ کال په لومړیو درې میاشتو کې چې امریکا له افغانستانه د خپلو سرتېرو د ایستلو نیت درلود، د حیرتان بندر له لارې نهه پنځوس اعشاریه اوه میلیونه ډالره نقد یا د سرو زرو په بڼه قاچاق شوي دي.

دغه اندازه ډالر او سره زر یوازې درې میاشتو کې قاچاق شوي، خو ورځپاڼې له ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کال په ۱۳ میاشتو کې د دغه قاچاق اندازه ۸۲۴ میلیونه ډالره یاده کړې ده.

وړاندې راغلي، د ازبکستان د ګمرګ مامورانو د پولې هغې غاړې ته له افغانستانه د همدومره قاچاق یادښتونه په ګمرکي اسنادو کې ثبت کړي دي.

مقاله کې راغلي د حکومت دننه یو شمېر چارواکو له قاچاق وړونکو سره مرسته کړې وه.

مقاله لیکونکي ادعا کړې چې د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني دفتر هم پر دې قاچاق خبر و، خو نه یې شوای کولای چې مخه یې ونیسي.

انډین اکسپرس ورځپاڼه:

  • له هندوستانه خپرېدونکې انډین اکسپرس ورځپاڼې بیا هند کې د اقلیتونو د مېشتېدو په اړه د حکومت پر نوې پرېکړې لیکنه خپره کړې ده.

لیکنه کې راغلي، د هند کورنیو چارو وزارت اوس پر دې فکر کوي چې دغه هېواد ته له افغانستان، پاکستان او بنګله‌دیشه د ورتلونکو لږکیو مېشتېدل یا منل اسانه کړي.

دوی که څه هم د دې پرېکړې جزیات نه‌دي ورکړي، خو مخکې تر دې د هند پارلمان اقلیتونو ته د ویزو او نورو اسنادو د اسانه کولو خبره کړې ده.

دغه لږکي هغه هندوان، سېکهان، مسیحیان او بودایان یاد شوي چې د هند په همدې څنګ لورو هېوادونو کې اوسیږي.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته ګڼ شمېر افغان سېکهان او هندوان هم په ځانګړو ویزو هند ته تللي او هلته مېشت شوي دي.

XS
SM
MD
LG