د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

له پاکستانه د کډوالو ایستل؛ ځینې اسناد لرونکي افغانان هم په زوره ایستل شوي


په پاکستان کې پولیسو دا کډوال نیولي او هغه مرکز ته یې لېږدوي چې د افغان کډوالو لپاره یې جوړ کړی او له هغه ځایه یې افغانستان ته لېږدوي.
په پاکستان کې پولیسو دا کډوال نیولي او هغه مرکز ته یې لېږدوي چې د افغان کډوالو لپاره یې جوړ کړی او له هغه ځایه یې افغانستان ته لېږدوي.

په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال ادعا کوي چې له قانوني اسنادو له درلودلو سره سره د دغه هېواد د پولیسو له خوا شړل شوي او یا هم د ايستلو له ګواښ سره مخ دي.

په داسې حال کې چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک شوی، په ياد هېواد کې یو شمېر کډوال ادعا کوي چې د پاکستان پولیس د دغه هېواد د حکومت د ژمنې خلاف هغه افغان کډوال چې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد هم لري، له ياد هېواده شړي.

زرغونه احمدي يوه افغان مدافع وکیله، چې په افغانستان کې د امنیتي ګواښونو له امله پاکستان تللې ده.

هغه وايي چې په دې هېواد کې يې د اوسېدو قانوني اسناد درلودل، خو بيا هم د پنجشنبې په سهار د پاکستان پولیس د هغې کور ته ننوتلي او د نوموړې مېړه او ماشومان یې نیولی دي.

هغې ازادي راډیو ته زیاته کړه: "پرون تقريباً لس بجې سهار د پاکستان پوليس زما کور ته راننوتل او په ډېر يوه ځورونکي چلند يې زما د کورنۍ ټول غړي وپوښتل له دې سره سره چې مونږ اسناد ويزه او پاسپورټ درلود ل او قانوني پاکستان ته راغلي يو د 'يو این ایچ سي آر' ټوکن مو هم درلود او د امريکا د سفارت د پوليس پاڼه هم مونږ ته راکړل شوې ده خو له بده مرغه زما مېړه او اولادونه يې ونيول چې اوس يې هم بې برخليکه وضعیت کې په کمپ کې دي."

د زرغـونې احمدي په وينا، د دوى يو شمېر ګاونډيان چې په پاکستان کې په قانوني توګه اوسېدل، هم نيول شوي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون یوه پخواني کارکوونکی چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم يې په راپور کې واخيستل شي، ازادي راډيو ته یې وویل چې نوموړى هم په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد لري، خو بيا هم د پنجشنبې په ورځ د پولیسو له خوا له خپلې کورنۍ سره يوځاى ونیول شو او له پاکستانه وویستل شول.

هغه وايي: "پوليس مونږ ونيولو ويې ويل اړينه نه ده چې څوک اسناد لري که نه یې لري، افغانان ټول ډيپورټ کوو،، پنځه لکه کلدارې مې درلودې پاسپورټ، ويزه ټول مې درلودل هر وخت مې خپله ويزه تمديدوله په ډېره دربدرۍ او بې عزتۍ يې ډيپورټ کړو او زمونږ پيسې يې واخيستې اوس له سهاره تر اوسه کرايي کور پسې ګرځم نه پيدا کېږي پيسې يې هم نه لرم نه پوهېږم چېرته خېمه ووهم او ژمى تېر کړم."

له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي افغان کډوال.
له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي افغان کډوال.

د پاکستان سرپرست حکومت په وار وار اعلان کړی چې دوی به یوازې هغه په میلیونونه غیر قانوني افغان کډوال له خپل هېواده باسي چې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

دغه حکومت د روان کال د اکټوبر په درېیمه اعلان وکړ چې د روان کال د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې باید له ١.٧ میلیونو څخه ډېر غیرقانوني افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شي، که نه نو دوی به يې په زور وباسي.

ټاکلې موده چې د دې اونۍ د چهار شنبې په ورځ پای ته ورسېده په ټول پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو بهیر په چټکۍ سره پیل شو.

پاکستاني چارواکي وايي، د دغه ضرب الاجل له اعلان راهیسې په تېره یوه میاشت کې تر ١٦٥ زرو ډېر افغان کډوال له پاکستانه وتلي او زرګونه نور لا هم د تورخم او سپین بولدک په لارو کې خپل هېواد ته د ستنېدو انتظار باسي.

که څه هم ګڼو نړیوالو سازمانونو له پاکستانه غوښتي چې پر خپله پرېکړه له سره غور وکړي، خو پاکستاني چارواکو ویلي چې په دې اړه به هېڅ ډول جوړجاړی ونه کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG