د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۹

د پاکستان بند کې د افغان زنداني ۷۰ کلنه مور: بې سرپرستې اېنګور او لمسیانو سره یې ووېستمه


له پاکستانه یو شمېر اېستل شوي افغان کډوال - تصویر سمبولیک دی
له پاکستانه یو شمېر اېستل شوي افغان کډوال - تصویر سمبولیک دی

د کډوالۍ کړاوونه یې له وړایه په څېره کې لیدل کېږي.

۷۰کلنه پلوشه هغه افغان کډواله ده چې تازه پاکستان څخه ايستل شوې.

هغه له پاکستان څخه د اېستل کیدو په اړه خپل احساس داسې بیانوي:

"که خفه شو څه به وکړو، که خوشاله شو څه به وکړو؟"

پلوشې له تورخم دروازې د راتېرېدلو پر مهال ازادي راډيو ته وويل، که څه هم خپل وطن ته ستنېږي خو بیا هم خوشحاله نه ده.

دا چې ولې، پلوشې وویل:

"افغانستان کې هم حالات کډ وډ دي، هيڅ نه‌لرم، دا ماښام ته که باران راښکته شي، هيڅ سرپناه نه‌لرم، دا کوچني کوچني ماشومان دي، موږ ټول په بيابان ناست يو."

ماشومان د پلوشې په خبره د دې لمسیان دي، چې پلاریې د پاکستاني پولیسو له خوا نیول شوی او زندان ته اچول شوی دی او اوس مېرمن او درې ماشومان یې دې له ځانه سره راوستل.

نوموړې وايي:

"ښه وخت مو تېر نه‌کړ، هر وخت ټپ و ټوپ وو، يو زوی مې درلود هغه هم ونيول شو او لاهور کې يو زندان کې بندي شو، زوی مې زندان ته ولاړو، اولادونه يې ماته پاتې شول."

پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل پر مهال د پلوشې د مېړه تر وژل کېدو ورسته یې په خبره، زوی یوازېنی سرپرست او د لاس امسا وه.

پلوشې ونه ویل، چې زوی یې ولې بندي شوی، خو پاکستان کې په دې ورستیو کې په سلګونه افغانان د قانوني اسنادو د نه شتون له امله د پاکستاني پولیسو له خوا نیول شوي او زندانونو ته اچول شوي.

د پاکستان په یوه زندان کې بندي افغان کډوال
د پاکستان په یوه زندان کې بندي افغان کډوال

ازادي راډیو د دغو بندیانو د وضعیت په اړه هم وخت په وخت راپورونه جوړ کړي دي.

پلوشه وايي، کلونه وړاندې له بد وضعيت څخه کډه پر سر پاکستان ته کډواله شوه خو په خبره یې عمر يې تېر شو، ښاده ورځ يې ونه ليده.

هغه زیاتوي:

"نور به څه ووايم، ښه وخت مې پيدا نه‌کړ، چې تللو هم له زاره چاودۍ او بدې ورځې ولاړو، هلته مو هم بدې ورځې تېرې کړې او بېرته راغلو، په هماغه بد وضعيت کې راغلو. "

دا عمرخوړلې مېرمن د هغو زرګونه افغان کډوال په ډله کې افغانستان ته را واښته چې د پاکستان سرپرست حکومت مياشت وړاندې ورته د اکتوبر تر وروستۍ نېټې له دغه هېواد څخه د وتلو مهلت ورکړی و.

تازه راستانه شوي افغان کډوال وايي د سرپناه د نه‌شتون، بې‌کارۍ او د خپلو اولادونو د زده کړو په اړه اندېښمن دي.

د پاکستان حکومت ویلي، له هغه وخت راهیسې چې دغه هېواد د ۱.۷ میلیونو غیر قانوني کډوالو ته د اېستلو اعلان کړی، له ۱۶۵۰۰۰ څخه زیات افغانان له پاکستانه وتلي دي.

نړيوالو سازمانونو له پاکستان څخه د افغانانو د راشړلو موضوع يو بحران بللی او پر پاکستاني حکومت يې نيوکه کړې چې پر دې پرېکړه دې له سره غور وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG