د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۴

پاکستان مېشتو افغان کډوالو ته د عدالت غوښتنې دوام؛ رینا امیري: د کډوالو په اړه ژمنې او مکلفیتونه دې عملي شي


له پاکستانه خپل هېواد ته یو شمېر ستنیدونکي افغانان
له پاکستانه خپل هېواد ته یو شمېر ستنیدونکي افغانان

د افغان نجونو او ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې ریناامیري له ټولو هېوادونو، له هغې ډلې د افغانستان له ګاونډیانو غوښتي چې د کډوالو د حقونو د ساتنې په برخه کې پر خپلو ژمنو او مکلفیتونو عمل وکړي.

مېرمن امیري پرون (د نوامبر ۳مه) پر خپله اېکس پاڼه ولیکل چې د سیاسي پناه غوښتونکو حقونو ته باید درناوی وشي او دا خبره دې یقیني شي چې کډوال له جبري ایستلو څخه خوندي وي.

په عین حال کې د طالبانو د حکومت چارواکو د پاکستان پر دې پرېکړې سخت انتقاد کړی، ویلي یې دي چې دا اقدام به دوه اړخیز اړیکي زیانمن کړي.

د طالبانو لوی مشر ملاهیبت الله اخوندزاده په یوه غږیز پیغام کې چې پرون د ده په نوم پر ټولنیزو شبکو خپور شو، ویلي دي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو اوسنی وضعیت د زغملو نه دی.

نوموړي ته په منسوب غږ کې راغلي:

"دردوونکي خبرونه راځي، اورو یې. پر مهاجرو دا تکلیف دی، مهاجر نیول شوي دي، مهاجر بندیان دي. دا د زغم وړ او د برداشت نه دي."

د طالبانو د حکومت د دفاع سرپرست وزیر محمدیعقوب مجاهد بیا په جبري ډول د افغان کډوالو ایستل ظلم بللی دی.

هغه په یوه وینا کې چې پر ټولنیزو شبکو خپره شوې پاکستان ته خبرداری ورکړی چې د دې کار عواقب وسنجوي.

د طالبانو د حکومت دفاع وزیر: پاکستان دې هومره وکري چې رېبلی یې شي
د طالبانو د حکومت دفاع وزیر: پاکستان دې هومره وکري چې رېبلی یې شي

ملا یعقوب ویلي دي چې پاکستان دې هومره وکري چې د رېبلو توان یې ولري.

نړیوالې خیریه ټولنې وايي له پاکستانه هره ورځ له لس زرو ډېر پناه غوښتونکي افغانان چې قانوني اسناد نه لري ایستل کېږي.

اوس مهال د پاکستان په ځینو برخو کې کور په کور تلاشۍ روانې دي څو غیرقانوني افغان کډوال ونیسي او بیا یې له دې هېواده وباسي.

که څه هم ملګروملتونو، د بشري حقونو ډلو او لویدیځو هېوادونو غوښتنه کړې چې افغانان دې په جبري ډول نه ایستل کېږي، خو د پاکستان حکومت دې غوښتنو ته تراوسه پاملرنه نه ده کړې.

په پاکستان کې د دېره افغان کډوالو شمېر ۴ میلیونو ته رسېږي.

اټکل کېږي چې له دې ډلې شاوخوا یو میلیون کسان په دې هېواد کې د استوګنې قانوني اسناد نه لري، خو د اسلام آباد د شمېرنو له مخې د بې اسناده افغانانو شمېر له ۱،۷ میلیون څخه لوړ دی.

پاکستاني چارواکي وايي هره ورځ له لس زرو ډېر افغان کډوال باسي او په عین حال کې د پاکستان په بېلابېلو برخو کې د هغوی د کورونو نړول هم پیل شوي.

له پاکستان څخه خپل هېواد ته یوه ستنیدونکې افغانه کورنۍ
له پاکستان څخه خپل هېواد ته یوه ستنیدونکې افغانه کورنۍ

له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو پلان د روانې اکتوبر میاشتې په پیل کې د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بوګټي اعلان کړ.

هغه وویل چې یوشمېر افغانان په پاکستان کې په انتحاري حملو کې ښکېل دي.

بوګټي د نوامبر تر لومړۍ نېټې افغانانو ته مهلت وټاکه چې په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي.

د راپورونو له مخې، په تېرو څو ورځو کې شاوخوا ۱۶۵ زره افغانان له پاکستانه ایستل شوي دي.

داسې مهال چې په پاکستان کې سرپرست حکومت واکمن دی، د نړیوالو چارو یوشمېر کارپوهان وايي چې د پاکستان د اساسي قانون له مخې، سرپرست حکومت د دې ډول پرېکړو صلاحیت نه لري او دنده یې یوازې دا ده چې د عمومي انتخاباتو نېټه وټاکي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG