د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۳

د امریکا کېس لرونکو ته د خوندیتوب برېښنالیکونه؛ د پاکستان له ځورولو به وژغورل شي؟


پاکستان کې د نورو هېوادونو د پنا ورکولو په تمه مېشت افغان کډوال
پاکستان کې د نورو هېوادونو د پنا ورکولو په تمه مېشت افغان کډوال

په داسې حال کې چې له پاکستانه په زور د افغان کډوالو د ویستلو لړۍ چټکه شوې، د امریکا متحدو ایالتونو په دې هیواد کې مېشتو د SIV،P2 اوP1 کیس لرونکو ته د خوندیتوب لپاره د برېښنالیکونو له لارې لیکونه استولي دي.

په دې لیکونو کې چې په اسلام اباد کې د امریکا د سفارت له لوري استول شوي پناه غوښتونکو ته لارښونه شوې چې د پاکستاني پولیسو د پلټنې پر مهال دې له نورو اسنادو سره یو ځای دا لیک هم پولیسو ته وښيي.

په لیک کې د پاکستان له حکومت غوښتنه شوې چې د دغه لیکونو درلودونکي کسان له متحده ایالاتو سره د پناه غوښتنې بېلابیل کیسونه لري او باید له دې هیواده ونه ویستل شي.

په پاکستان کې میشتو یو شمېر کډوالو چې د پي ټو کیسونه لري ازادي راډيو تایید کړې چې دغه مکتوبونه یې ترلاسه کړي دي.

په اسلام اباد کې مېشت یو افغان کډوال چې نه غواړي نوم یې په دې راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وویل:

"دا مکتوب د دې لپاره لیکل شوې چې د دې ځای حکومت ته دا په ډاکه کوي چې دغه شخص د متحده ایالاتو سره د پي ټو کیس لري، او کله چې له دوی نه د کډوالو د ویستلو او نیولو په مسله کې پلټنه کیږي دوی کولای شي چې خپل دغه مکتوب له نورو اسنادو لکه ویزې او پاسپورت سره یو ځای پولیسو ته وښيي تر څو پولیس ورسره مرسته وکړي او د ویستلو له مسلې معافیت ترلاسه کړي."

پاکستان له دغه هېواده د سلګونه زره افغان کډوالو د اېستو اعلان کړی
پاکستان له دغه هېواده د سلګونه زره افغان کډوالو د اېستو اعلان کړی

د پاکستان په همدې ښار کې یوې افغانې خبریالې خاطره نوري چې دا هم د پی ټو کیس لري ازادي راډيو ته وویل چې دغه لیک یې ترلاسه کړی، خو اندېښنه یې وښوده چې ښايي د دوی د خوندیتوب لپاره دا شان ډول لیکونه بسنه ونه کړي.

نوموړې وایي:

"دا د پی ټو کلیس لرونکو د ویستلو په برخه کې هیله بښونکی خبر دی خو څومره معلومات چې موږ لرو د اسلام اباد په ځینو سیمو کې پولیسو همدغه مکتوبونه هم افغان کډالو ته څیري کړي او دوی یې بندیان کړي دي، یانې دا چې دا مکتوبونه د پي ټو کیس لرونکو د ساتنې او امنیت په برخه کې هم ډېر د باور وړ سند نه دی."

د امریکا حکومت په رسمي ډول د دغه لیکونو په اړه څه نه دي ویلي، خو تازه تېره ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د کډوالو د لېږد د دوسیو د ژر بشپړېدو پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي دي چې پاکستان په دې برخه کې له مهاجر مننونکو هېوادونو سره په خبرو بوخت دی.

د یو شمېر پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز بلوچ تېره ورځ په خپله اونیزه غونډه کې وویل پاکستان په دوه اړخيزو خبرو کې د دغو هېوادونو له لوري ورکړل شوي لېستونه څېړي.

مېرمن بلوچ ویلي: "د دغه قضیو څېړل ژر تر ژر اړین دي چې له مخې یې افغانان له ځنډ پرته درېیم هېواد ته ولیږدول شي."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې دغه شان ویلي چې هېواد به یې په پاکستان د مېشتو افغان خبریالانو، هنرمندانو او مدني فعالانو د کډوالۍ دوسیي په ډېر حساسیت سره وڅيړي.

د بې پولې خبریالانو ټولنې افغانستان ته د خطرځپلو خبریالانو په ستنولو اندېښنه ښودلې
د بې پولې خبریالانو ټولنې افغانستان ته د خطرځپلو خبریالانو په ستنولو اندېښنه ښودلې

دا په داسې حال کې ده چې د بې‌پولي خبریالانو ټولنې ویلي چې په پاکستان کې نږدې ۲۰۰ افغان خبریالانو ته له دې هېواده د شړلو ګواښ شوی دی.

دې ټولنې په یوه اعلامیه چې پرون ناوخته یې خپره کړې لیکلي، دا خبریالان د پاکستاني پولیسو له‌خوا د ځورونې، وهلو، خپل‌سرې نیولو او د کورونو د مالکانو له‌خوا له کوره د ویستو سره مخ شوي دي.

د بې‌پولي خبریالانو ټولنې په زوره د هغو افغان خبریالانو بېرته ستنول چې پاکستان ته د امنیتي ګواښونو له امله تللي، د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بلل شوې او زیاتوي، دا عمل په بشپړه توګه د منلو وړ نه‌دی.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو یو شمېر ادارو یو ځل بیا په پاکستان غږ کړی چې د بې‌اسناده افغان کډوالو د ویستو پر مهال د هغو ماشومانو او کورنیو خوندیتوب ته پام وکړي چې له امنیتي پلوه تر ګواښ لاندې دي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت نړیوال سازمان او یونیسف په یوه ګډه اعلامیه کې چې د جمعې په ورځ یې خپره کړې لیکلي:

" دوی د اغېزمنو ماشومانو او هغو کورنیو لپاره چې د خوندیتوب په لټه کې ژوره اندېښنه لري او تر خوا یې له پاکستانه د دوی د ویستو د احتمالي پایلو په اړه هم اندېښمن دي. "

دغه شان د بښنې نړیوال سازمان هیومن رایټ واچ ویلي چې له پاکستانه په بې حمانه ډول د ناقانونه افغان کډوالو د ویستلو بهیرروان دی.

دغه سازمان نن په خپل اېکس پاڼه په یو بیان کې لیکلي دي هغه هیوادونه چې له ګواس سره د مخ افغانانو د ویستلو ژمنه یې کړې باید په پاکستان فشار راوړي ترڅو له دې هیواده د کډوالو د ویستلو بهیر ودروي.

به بېړه او زوره له پاکستانه دافغان کډوالو اېستل په نړیواله کچه توندو غبرګونونو سره مخ شوی
به بېړه او زوره له پاکستانه دافغان کډوالو اېستل په نړیواله کچه توندو غبرګونونو سره مخ شوی

برېتانیې څو ورځې وړاندې له پاکستانه د هغه افغان پناه غوښتونکو د ویستلو لړۍ پیل کړه چې دغه هیواد ورسره د ویزو ژمنه کړې وه.

د جرمني د خبري اژانس د راپور له مخې، په لومړۍ چارتر الوتکه کې له اسلام اباده ۲ سوه هغه افغان کډوال بریتانیا ته انتقال شوي دي.

د برېتانیا حکومت په پام کې لري چې په څو الوتنو په شرایطو برابر شاوخوا ۳۲۵۰ افغانان چې اوس مهال د پاکستان د پلازمېنې اسلام اباد په هوټلونو او مېلمستونونو کې اوسي د ډسمبر تر پایه بریتانیا ته ولېږدوي.

د روانې نومبر میاشتې په لومړۍ نېټه له پاکستانه په زور د ناقانونه افغان کډوالو د ویستلواو نیولو لړۍ پیل شوې ده .

د پاکستان حکومت ویلي، له هغه وخت راهیسې چې دغه هېواد د ۱.۷ میلیونو غیر قانوني کډوالو ته د ایستلو اعلان کړی، له ۱۶۵۰۰۰ څخه زیات افغانان له پاکستانه وتلي دي.

که څه هم د طالبانو حکومت تېره ورځ یو وار بیا له پاکستانه وغوښتل چې په دې هېواد کې مېشتو افغان کډوالو ته د وتلو لپاره وخت ورکړی خو د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګتي تېره ورځ یو شمېر رسنیو سره په خبرو کې د افغان کډوالو اېستل خپله کورنۍ مسله بللې او ویلي یې دي طالبانو له دوی څخه په رسمي ډول د کډوالو د نه اېستلو غوښتنه نه ده کړې.

پاکستان اعلان کړی چې په دې هېواد کې مېشت ۱ عشاریه ۷ میلیونه ناقانونه کډوال چې ډیری یې افغانان دي له دې هیواده وباسي.

د پاکستان دا پرېکړه که څه هم په پراخه کچه غندل شوې او دا د کډوالو د حقونو نه سرغړونه بلل شوې ده، خو دغه هېواد تر دې دمه په دې برخه کې نرمښت نه دی ښودلی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG