د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۸

ځینې بنسټونه: د تېر نظام ګڼ څارنوالان، وکیلان او قاضیان په بد وضعیت کې دي


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

ځینې خپلواک بنسټونه وايي، د افغانستان هغه مدافع وکیلان، څارنوالان او قاضیان چې په تېر حکومت یې کار کړی دی، له ډول ډول ستونزو سره مخامخ دي.

د افغانستان د عدالت غوښتونکو شورا عمومي مشر وايي، په تېرو څه کم دوو کلونو کې چې پر افغانستان بیا طالبانو کله ټینګه کړې ګڼ قاضیان، مدافع وکیلان او څارنوالان له دندو شړل شوي دي.

جمعه خان عمرخېل له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، دغو کسانو په افغانستان کې د عدالت د تامین لپاره کار کاوه.

عمرخېل وویل: "په تېر حکومت کې مدافع وکیلان، قاضیان او نور بنسټونه وو چې د عدالت د تامین په برخه کې یې کار کاوه. د حقوقو په برخو کې یې د خلکو وکالت کاوه. له بده مرغه د اسلامي امارت په راتګ سره دوی اوس په کورونو ناست دي او اکثریت قاضیان بې دندو شوې دي. د هېواد شتمني ورباندې لګول شوي، دوی باید د هېواد په درد وخوري. ژر تر ژره باید دوی ته د کار زمینه برابره شي."

د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان ستره محکمه
د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان ستره محکمه

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې ډلې د جنورۍ میاشتې پر ۲۰مه په یوه اعلامیه کې ویلي وو، چې په افغانستان کې مدافع وکیلان، قاضیان، څارنوالان او نور کسان چې له حقوقي نظام سره سر و کار لري، له جدي خطر سره مخامخ دي، په ځانګړي ډول د دې طبقې ښځینه قشر.

د ملګرو ملتونو دغو کارپوهانو ویلي، چې د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته څارنوالان، قاضیان او مدافع وکیلان له زیاتو خنډونو سره مخامخ دي.

دغو کارپوهانو تر ډېره د ښځینه قاضیانو، مدافع وکیلانو او څارنوالانو په وړاندې د طالبانو چلند تبعیضانه بللی او وايي، تر اوسه ۲۵۰ ښځینه قاضیانې چې د افغانستان د قاضیانو لس فیصده برخه یې جوړوله، له دندو شړل شوي او په دې موده کې په سلګونو څارنوالان او مدافع وکیلان هم وزګاره شوي دي.

خو د وکیلانو نړیواله اتحادیه د مې میاشتې پر ۲۳مه ویلي، په افغانستان کې شاوخوا ۲۰۰۰ ښځینه مدافع وکیلانې دا مهال بې دندو شوې دي.

بلخوا په اروپا کې د افغان حقوقپوهانو د ټولنې مشر میر عبدالواحد سادات ازادي راډیو ته وویل، ګڼ مدافع وکیلان، څارنوالان او قاضیان ګاونډیو هېوادونو ته کډه شوي، چې په بد وضعیت کې دي.

هغه وویل: "په ایران او پاکستان کې د قاضیانو، څارنوالانو او مدافع وکیلانو وضعه ډېره خرابه ده. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنرۍ او هغو هېوادونو چې پناه غوښتونکي مني، د افغانانو د دې برخې د برخلیک په باب چندان پام نه دی کړی. ځکه نو د افغان حقوقپوهانو ټولنې تل هڅه کړې، چې ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو ته د دغو کسانو د ناوړه وضعیت په باب معلومات ورکړي."

په افغانستان کې ځینو ښځینه مدافع وکیلانو ویلي، چې طالبان یې کاري جواز نه تمدید کوي او داسې شرایط یې وضع کړي، ښځینه مدافع وکیلانې خپل کاري جوازونه تمدید نه کړای شي.

په دې اړه مو د طالبانو د عدلیې وزارت له ویاند نه د وضاحت غوښتنه وکړه، خو نوموړي په دې اړه زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.

تر تېرې جنورۍ میاشتې په افغانستان کې د دوولسو څارنوالانو د وژل کېدو خبر هم ورکړل شوی، چې ځینې څارنوالان د کورونو د تالاشۍ پر مهال نیول شوي دي.

ویل شوي، پر افغانستان د طالبانو د ولکې ټینګولو پر مهال له زندانونو د زرګونو بندیانو تر تېښتې وروسته هم ځینې مدافع وکیلان، قاضیان او څارنوالان د غچ اخیستونکو حملو پر مهال وژل شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG