د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۷

افغان محصلانو ته د پاکستان د تعلیمي بورسونو اعلان؛ غبرګونونه څه دي؟


د پاکستان د یوه پوهنتون تصویر - ارشیف
د پاکستان د یوه پوهنتون تصویر - ارشیف

يو شمېر محصلانو او د پوهنتون استادانو د پاکستان له‌خوا افغان محصلانو ته د لوړو زده‌کړو برخه کې پر تازه اعلان شويو بورسونو غبرګون ښودلی.

دوی ازادي راډيو سره خبرو کې وويل، پاکستان له یوې خوا پر افغانانو بده ورځ جوړه کړې او هره ورځ سلګونه او زرګونه افغانان په بد وضعيت له خپل هېواده باسي او بل پلو بيا افغانانو ته بورسونه اعلانوي.

نورکمال ارشاد چې تازه يې کابل پوهنتون کې ماسټري بشپړه کړې او د نورو زده کړو د بشپړولو لپاره بهرنيو هېوادونو ته د بورسيو په لټه کې دی وايي، پاکستان په ايستل شويو کډوالو کې ډېری هغه افغان محصلان هم راشړلي چې د دغه هېواد په پوهنتونو کې يې زده‌کړې کولې.

نوموړي ازادي راډيو ته وويل:

" پاکستان چې اوس کوم بورسونه اعلان کړي دي دا خپله د دوه مخيتوب نښه ده، چې له يوې خوا افغان کډوال په بې‌عزتۍ راباسي، دې کې هغه محصلان هم شامل دي او په زوره يې ايستلي دي چې هلته يې درسونه ويل، نو پاکستان په کومو سترګو بېرته موږ ته بورسونه اعلانوي؟. "

د ننګرهار ولايت اوسېدونکی روح‌الله وايي، د پاکستان حکومت ته په کار ده چې د بورسونو د اعلان پر ځای د هغو محصلانو ملاتړ وکړي چې د دغه هېواد په بېلابېلو پوهنتونو کې پر زده‌کړو بوخت دي.

هغه وايي:

" پاکستان په‌دې وروستيو کې افغانانو لپاره ۴۵۰۰بورسونه په نظر کې نيولي دي، خو د دې برعکس هغه افغان کډوال چې هېواد ته راستنيږي ډېری هلته د لېسانس، ماسټرۍ او دکتورا پر زده‌کړو بوخت دي، دغه محصلان له هغه هېواده را ايستل کېږي او زده‌کړې يې ټکنۍ شوي دي. پاکستان دې د دې بورسونو پر ځای د هغوی لاس‌نيوی وکړي چې زده‌کړې يې نيم‌ګړې نه‌شي. "

پاکستان د افغان محصلانو په ګډون زرګونه کډوال په زوره اېستي او دا لړۍ لا روانه ده
پاکستان د افغان محصلانو په ګډون زرګونه کډوال په زوره اېستي او دا لړۍ لا روانه ده

د پوهنتون استاد ذبيح‌الله فضلي هم په پاکستان کې هغو افغان محصلانو ته چې اوس‌مهال هلته پر زده‌کړو بوخت دي، د یاد هیواد د پاملرنې غوښتنه کوي.

هغه زیاتوي:

" دوی اوس هم هغه محصلان چې هلته د پاکستان په پوهنتونو کې پر زده‌کړو بوخت وو، هغوی يې هم له خپل هېواده را و ايستل. دوی چې افغان ولس ته بورسيې ورکوي نو د دې پر ځای دې هغه افغان ځوانانو ته چې يو کال، دوه کاله يې د پاکستان په پوهنتونو کې خپل درسونه مخته وړي، هغوی ته د زده‌کړو زمينه برابره کړي. "

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت تېره پنجشنبه پر خپله اېکس‌پاڼه افغانانو ته د علامه اقبال په نوم د ۴۵۰۰ بورسونو اعلان خپور کړ.

ياد وزارت دا هم ليکلي، چې دا د افغانانو لپاره د علامه محمد اقبال سکالرشيپ پروګرام درېيم پړاو دی چې په‌کې به د پاکستان په معتبرو پوهنتونو کې د درې کلونو په موده کې ۴۵۰۰ افغانان زده‌کړې وکړي.

خو په دې اړه ډیر جزیات نه دي ورکړل شوي.

په ورته وخت کې هغه محصلان چې تازه له له پاکستان څخه راستانه شوي دي د خپلو زده‌کړو او بې‌برخليکه حالت په اړه اندېښمن دي.

د دوی له ډلې عبدالمالک چې تازه راستون شوی ازادي راډيو ته وويل:

" اوس موږ دلته داسې اندېښنه او فکرونو کې يو چې زموږ زده‌کړې به څنګه شي، زموږ چې کومې سمېسترې پاتې دي، په‌دې برخه کې به موږ سره د افغانستان د حکومت له‌خوا کومه مرسته کېږي که نه."

له پاکستان څخه د افغان کډوالو په زوره اېستل له پراخو مخالفتونو سره مخ شوی
له پاکستان څخه د افغان کډوالو په زوره اېستل له پراخو مخالفتونو سره مخ شوی

دا چې د پاکستان له‌خوا تازه اعلان شويو بورسونو ته به افغان محصلان په څه ډول جذبيږي او بل پلو تازه راستانه شويو محصلانو ته د طالبانو حکومت څه چمتووالی نيولی دی، وموغوښتل په‌دې اړه د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت نظر ولرو، خو وياند يې ضياء هاشمي د دې راپور تر خپرېدو پورې د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

تېره دوشنبه د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت علمي معين لطف‌الله خيرخواه پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي، هغه افغان محصلان چې پاکستان هېواد يې راستنوي، دوی به يې تحصيلي اسنادو ته په کتو په اړونده څانګو کې شموليت ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې له پاکستان څخه اوس هم د افغان کډوالو د ايستلو لړۍ دوام لري او راستانه شويو افغانانو ازادي راډيو سره په خبرو کې د نورو ستونزو ترڅنګ د زده‌کړو په اړه اندېښنې ښودلې دي.

XS
SM
MD
LG