د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۱

له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو دوام؛ داوړ: پاکستان د بشر ضد جنایت ترسره کوي


له پاکستانه افغانستان ته د تلونکو افغان کډوالو د کډو کاروانونه. November 01, 2023
له پاکستانه افغانستان ته د تلونکو افغان کډوالو د کډو کاروانونه. November 01, 2023

بېلابېلو سیاستوالو او د بشري حقونو فعالانو له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو پر څرنګوالي نیوکې کړي دي.

له پاکستانه د افغان کډوالو راایستل دوام لري او دغه لړۍ ورځ تر بلې د سیاستوالو او بشري حقونو د فعالانو له بېلابېلو غبرګونونو سره مخامخېږي.

د پاکستان د پارلمان غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مخکښ محسن داوړ ویلي: "پاکستان د هغو افغان کډوالو په شړلو سره چې نسلونه یې هلته وخت تېر کړی، د بشر ضد جنایت ترسره کوي."

د پاکستان د پارلمان غړی او د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مخکښ محسن داوړ
د پاکستان د پارلمان غړی او د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مخکښ محسن داوړ

داوړ تور پورې کړی چې پاکستان اوس د افغان کډوالو په پلمه د پاکستان پښتانه هم خپل هدف ګرځوي، خو نوموړي په دې اړه پر خپله ایکسپاڼه خپاره شوي بیان کې نور جزییات نه دي ورکړي.

پاکستان د نومبر په دویمه نېټه له هغه هېواده د څه باندې یو اعشاریه ۷ میلیونه افغان کډوالو د ایستلو لړۍ رسماً پيل کړه او د راپورونو له مخې له تېرو څو اوونیو راهیسې شاوخوا دوه لکه افغان کډال بېرته افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

که څه هم پاکستان یوازې بې اسناده افغان کډوالو ته د اخراج خبرداری ورکړی، خو د ننګرهار د خوګیاڼو ولسوالۍ دغه اوسېدونکی چې خبرې یې ټولنیزو شبکو کې خپرې شوي ادعا کوي چې د اوسېدو له کارت سره سره راستون کړای شوی.

هغه وویل: "هلته داسې نه ده چې څوک کارت لري او که یې نه لري. هغوی پوښتنه کوي چې څوک پیسې لري او څوک مالداره دي. څوک چې پیسې لري او کارونه یې برابر دي هغه که اسناد لري هم نه، هغه ملک کې موجود دي. په لکونو ډالره سرمایه ګذاري لري هغه ملک کې. کوم کسان چې غریبي او دیاړي کوي هغه هلته ځای نه لري، که کارت لري او که نه. اول زه درته وایم دغه کارت مې کمره کې ښکاري، دا د 'اې سي سي' کارت دی، همدوی مونږ ته راکړی، ولې دا کارت نه دی؟ دا اسناد نه دي؟"

په کراچۍ کې د پولیسو له لوري د افغان کډوالو د نیونې یو انځور. November 2, 2023
په کراچۍ کې د پولیسو له لوري د افغان کډوالو د نیونې یو انځور. November 2, 2023

په پاکستان کې د طالبانو د حکومت ډيپلوماتانو او د کډوالو د حقونو فعالې منیزې کاکړ هم تایید کړې چې یو شمېر اسناد لرونکي کسان پاکستان اخراج کړي دي.

منیزې کاکړ له ازادي راډیو سره په خبرو کې د کډوالو په حواله ویلي چې پاکستاني پولیس پیسې هم ورڅخه اخلي.

منیزه کاکړ؛ په کراچۍ کې د افغان کډوالو غږ
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:13 0:00

د بخښنې نړیوال سازمان پخوانۍ څېړونکې او د ښځو د حقونو فعالې حوریې مصدق هم د یکشنبې په ورځ پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې هره ورځ سلګونه او زرګونه افغان کډوال په 'ظلم او غیرانساني ډول' له پاکستانه ایستل کېږي.

مېرمن مصدق ویلي، په پاکستان کې د کډوالو کورنۍ په بیړه د کور او تجارت توکي په کمه بیه پلوري او په خبره یې لا هم اجازه نه لري چې له پنځوس زرو کلدارو ډېرې له ځان سره افغانستان ته راوړي.

په نړیواله کچه بیا د کاتولیکو عیسویانو مشر پاپ فرانسس د یکشنبې په ورځ په واتیکان کې د راستنول کېدونکو افغان کډوالو پر وضعیت اندېښنه ښودلې ده.

په نړیواله کچه بیا د کاتولیکو عیسویانو مشر پاپ فرانسس
په نړیواله کچه بیا د کاتولیکو عیسویانو مشر پاپ فرانسس

پاپ فرانسس زیاته کړې، افغان کډوالو په پاکستان کې پنا اخیستې وه، خو اوس د بېرته تګ لپاره هېڅ ځای نه لري.

د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بوګتي په پاکستان کې د افغان کډوالو شمېر له ۳ میلیونه زیاته ښودلې او ویلي یې دي چې په درې پړاوونو کې به افغانستان ته واستول شي.

د طالبانو حکومت، د بشري حقونو بېلابېلو سازمانونو او د ملګرو ملتونو ادارو له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه غندلې ده.

که څه هم د طالبانو حکومت د راستنېدونکو کسانو لپاره یو عالي کمېسیون جوړ کړی دی، خو د چارو کتونکي د طالبانو د حکومت کم امکانات، یخه هوا او په کافي شمېر کې د کورونو او یاهم سرپناوو نشتوالی د دې بهیر پر وړاندې لویې ستونزې یادوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG