د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۱

د کونړ سېند د مهارولو ولسي کمپاین؛ ستانکزی: د اوبو مهارولو ته ژمن یوو


د کونړ سېند یوه څنډه
د کونړ سېند یوه څنډه

په ټولنیزو شبکو کې ځینو فعالانو چې د طالبانو پلویان هم په کې دي، د کونړ سېند د اوبو مهارولو په خاطر کمپاین پیل کړی.

دا کمپاین وروسته له هغه پیلېږي چې د پاکستان سرپرست حکومت له دې هېواده د بې اسنادو افغان کډوالو د اېستلو لړۍ پیل کړې ده.

دا فعالان وايي، د دې پرېکړې په ځواب کې دې د کونړ سېند اوبه چې پاکستان ته روانې دي، را وګرځول شي.

د دې انلاین کمپاین یوه ګډونوال عطاالله خوږياڼي ازادي راډيو ته وویل، خلک غواړي چې اوبه مهار شي او په دې خاطر مرستې ته هم تیار دي.

خوږياڼی زیاتوي:

"ولسونه لېواله دي چې له هرې لارې کېږي د دې بند په اړه اقدام وشي، ډېرو ویلي دي چې مالي مرسته کوي او ځینو ژمنه کړې چې په وړیا ډول به کار په کې وکړي، نو یوه اراده په کار ده او حکومت باید مسولیت واخلي او اقدام وکړي."

عطاالله خوږیاڼی - د ټولنیزو رسنیو فعال
عطاالله خوږیاڼی - د ټولنیزو رسنیو فعال

د طالبانو په حکومت کې د کابل امنیه قومندانۍ مخکېنی ویاند, د ټولنیزو شبکو فعال او د دغه کمپاين يو بل ګډونوال محمد مبین خان چې په جنرال مبین مشهور دی، هم وايي د افغانانو لپاره پر پاکستان د فشار زیاتولو یوازېنۍ وسیله د کونړ سېند اوبه دي، چې باید ترې را وګرځول شي.

نوموړی ژمنه کوي چې د دې اوبو د مهارولو په خاطر هر ‌ډول مرستې ته تیار دی.

هغه ازادي راډىو ته وويل:

"که د سر په قیمت مې هم شي د کونړ په سېند درېږم. که چېرته اړتیا شي، په کور کې مې د مور، خور او مېرمنې طلا شته چې د دې بند لپاره یې خرڅه کړم. که نور مې هېڅ وس و نه رسېږي او دې ته اړتیا هم نه پیدا کېږي، خو که اړتیا وي د کور سره زر مو چې دوه یا درې لکه افغانۍ کېږي، هغه به هم ورته خرڅ کړم او لاړ به شم په بند کې به هم یوه تیږه کېږدم."

نوموړی د طالبانو په حکومت هم غږ کوي چې د کونړ په سېند د بند جوړولو په خاطر اقدام وکړي.

خو دا چې ایا د طالبانو حکومت پلان لري چې د کونړ پر سیند بند جوړ او اوبه یې مهار کړي؟ د طالبانو حکومت د اوبو او برېښنا وزارت ویاند قاري مطیع الله عابد د دې راپور تر خپرېدو پورې د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي نن د افغانستان راتلونکي اقتصادي پراختیا په کنفرانس کې وويل، دوی ژمن دي چې د افغانستان اوبه به مهاروي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، شېر محمد عباس ستانکزی
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، شېر محمد عباس ستانکزی

نوموړی وایي:

"زموږ اوبه دومره وخت سمې نه مدیریت کېدلې، ګاونډیو هېوادونو ته به بهېدلې، خو زموږ ګاونډیان بیا هم خوشاله نه دي او یوه مننه هم نه کوي. اوس د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی چې خپلې اوبه مهار کړي."

ستانکزي زیاته کړه، هغه وخت چې د افغانستان اوبه اضافه شي، ګاونډیانو ته به یې هم ورکړې.

د افغانستان د اوبو مهارولو غوښتنه او ژمنه داسې مهال یو ځل بیا کېږي چې په وروستیو کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د بې اسناده کډوالو د ایستلو، اوبو او ځینو نورو سیاسي مسایلو له امله اړیکې خرابې شوې دي.

په دې لړ کې پاکستان له خپلې خاورې د څه باندې یو نیم میلیون افغان کډوالو د جبري ایستلو پرېکړه کړې چې د طالبانو حکومت او نورو نړۍوالو بنسټونو له غوښتنو سره هم د پاکستان حکومت دا لړۍ تر اوسه نه ده درولې او د پاکستاني چارواکو په وینا هره ورځ تر ۱۰ زرو افغان کډوال خپلې خاورې ته اړوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG