د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۱

له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل او هلته د مېشتو افغان خبریالانو برخلیک په تړاو اندېښنې


له پاکستانه د اېستل شویو افغانانو یو مېشت غالی
له پاکستانه د اېستل شویو افغانانو یو مېشت غالی

د رسنیو د څار یوې ادارې د پاکستان له حکومته غوښتي چې شاوخوا دوه سوه افغان خبریالان چې په دغه هېواد کې مېشت دي، ونه باسي.

دا خبره د اسوشیټیډ پریس په هغه راپور کې شوې چې میل انلاین برېتانیوي ورځپاڼه خپور کړی دی.

په مطلب کې راغلي چې دغه خبريالان واک ته د طالبانو له راستنیدو او له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته پاکستان ته تللي دي.

وړاندې لولو، چې د بې پولې خبریالان سازمان دا غوښتنه په داسې حال کې کوي چې اسلام اباد په دې وروستیو کې له یوه میاشتني ضرب الاجل وروسته د ۱.۷ میلیونه افغان کډوالو په ګډون د بې اسناده کډوالو د اېستلو بهیر پیل کړی دی.

د دغه سازمان د اعلامیې له مخې چې مرکزي دفتر یې په پاریس کې دی، یو شمېر دغه خبریالان د پاکستاني پولیسو له خوا ځورول کېږي، بډې ترې اخیستل کېږي، بې دلیله نیول کېږي او د خپلو کورونو د خاوندانو تر فشار لاندې دي.

د میل انلاین په مطلب کې راغلي، په تېرو څو ورځو کې شاوخوا ۲۷۰ زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي، چې په دوی کې داسې کسان هم شته چې له څلورو لسیزو راهیسې يې په پاکستان کې ژوند کاوه.

ځینو دغو کډوالو ویلي چې دوی د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ سره ځکه نوم لیکنه نه ده کړې چې دوی فکر نه کاوه په دومره لنډ وخت کې له پاکستانه د وتلو امر به ورته وشي.

ډیپلوماټ مجلې د یوې مقالې په سرلیک کې لیکي، لویدیځ کولای شي د منځنۍ اسیا له لارې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي.

خپرونه وړاندې لیکي، تېره میاشت او لږ مخکې له دې چې په افغانستان کې سخت ژمي له پیل شي، د دې هېواد لوېدیځ څو بې سارې وژونکې زلزلې ولړزوله چې له امله یې تر دوه زرو ډېر کسان ووژل شول.

دې پیښې د دغه هېواد په اوږو یو بل بار اضافه جوړ کړ، چیرې چې ۸۵سلنه خلک په فقر کې ژوند کوي.

د مجلې په ټکو، اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو په چټکۍ سره عمل وکړ او د دغو زلزله ځپلو سره یې لازمې مرستې وکړې، خو افغانستان اوږدمهاله مرستو ته اړتیا لري.

ډیپلوماټ لیکي، د افغانستان له ثبات سره د لېوالتیا سربېره له دغه هېواد سره بشري مرستې مخ په کمېدو دي.

سخت بندیزونه هغه بشري ناورین لا پسې زیاتوي چې د افغانستان خلک ورسره مخ دي او هغوی مرستې ته اړتیا لري.

مجله وړاندې لیکي، اکثره لویدیځو حکومتونو چې له افغانستانه په زرګونو کیلومتره لرې پراته دي، دا مهمه مسله چې څنګه د طالبانو له حکومت سره تعامل ولري ځنډولې ده، خو د افغانستان ګاونډي هېوادونه لکه: ازبکستان او ترکمنستان چې د دې هیواد له پېښو په مستقيم اغېزمن دي، د همدې حقيقت پر بنسټ يې له طالبانو سره دوه اړخيزې اړيکې ټينګې کړې دي.

د ډیپلومات په وینا، دا د ګاونډیو او لویدیځو په ګټه ده چې د افغانستان له اوسنیو واکمنانو سره د تاوتریخوالي د خپریدو او د مخدره موادو د قاچاق د مخنیوي، له پولې ورهاخوا د ترورېزم د مخنیوي او د بنسټیزو ستونزو د هواري او د بشري حقونو د هغې ډلې د ښځو او نجونو د حقونو په اړه خبرې وکړي.

خو په تېرو دوو کلونو کې چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل، د نړۍ هېڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، د ښځو او نجونو په ګډون د بشری حقونو رعایت او همدارنګه د ټول شموله جوړښت رامنځته کول له طالبانو څخه د نړیوالې ټولنې له مهمو غوښتنو څخه دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG