د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۷

افغانستان

د طالبانو حکومت: ایران ته د سلګونه زره ډالرو او یورو قاچاقبر نیول شوی

تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د طالبانو د حکومت کورنیو چارو وزارت وایي، هغه کس یې نیولی چې ایران ته یې سلګونه زره ډالر او یورو په قاچاقي ډول لېږدول.

دغه وزارت نن ( د لړم ۱۵مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نیول شوي کس څلور نیم لکه یورو او یو لک او پنځوس زره ډالر په یوه ترانزیتي ټیکسي کې ځای پر ځای کړي وو.

د اعلامیې له مخې، موټر کې یو نیم میلیون سعودي ریال هم و خو دا معلومات نشته چې قاچاق وړونکی څوک او دا پیسې یې څنګه ترلاسه کړې وې.

تر دې وړاندې د افغانستان د صرافانو ټولنې ازادي راډیو ته تایید کړې وه چې ایران او پاکستان ته د افغانستان له خوا ډالر په قاچاقي ډول وړل کیږي او همدې چارې د افغانیو پر ثبات هم منفي اغېز کړی و.

معلومه نه ده چې دغه قاچاق وړونکي څوک دي، خو د کابل په بازاراونو کې په وروستیو میاشتو کې د افغانیو ارزښت ښه شوی او یو ډالر چې پخوا تر نوي افغانیو پورې تبادله کېده، اوس په شاوخوا ۷۲ افغانیو تبادله کیږي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

آی‌اوایم: زمونږ ټیمونه افغان سېلاب ځپلو ته د اضطراري مرستو په رسولو بوخت دي

په بغلان کې د سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یوه څنډه
په بغلان کې د سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یوه څنډه

د کډوالۍ نړیوال سازمان یا "آی‌اوایم" وايي، د دوی ټیمونه په افغانستان کې سېلاب ځپلو ته د اضطراري مرستو رسولو لپاره په نه ستړې کېدونکو هڅو بوخت دي.

د دې ادارې د افغانستان څانګې تېره شپه پر خپله ایکس­پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې د دوی د مرستو په بستو کې اضطراري پناه‌ځایونه، غیرخوراکي اساسي توکي او وسایل، کالي او د ویجاړو شویو جونګړو د جوړولو لپاره سامان الات شامل دي.

د جمعې ناوخته د بغلان په څو ولسوالیو کې سختو سېلابونو تر ۳۰۰ زیات کسان مړه کړي او تر ۱۶۰۰ زیات نور ژوبل کړي، خو ګومان کېږي واقعي شمېر ښايي زیات وي.

د مقاومت جبهې په کابل کې د درېیو طالبانو د وژلو او درېیو د ټپي کولو ادعا کړې

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کابل ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د کابل ولایت موقعیت

د طالبانو یوه مخالفه ډله، د ملي مقاومت جبهه ادعا کوي چې په دوو حملو کې یې درې طالبان وژلي او درې نور ټپیان کړي دي.

دغې جبهې پر خپله ایکس­پاڼه لیکلي چې لومړۍ حمله تېره شپه د کابل په نساجي سیمه کې د طالبانو د ګزمې پر موټر وشوه چې په نتیجه کې یې یو طالب وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

دغې ډلې ویلي، تر دې مخکې یې د کابل په کارته سخي کې په بله حمله کې د طالبانو پوسته په نښه کړې چې دوه طالبان یې هلته وژلي او یو تن ټپي کړی دی.

طالبانو په دې باب تبصره نه ده کړې او ازادي راډیو هم په بې پرې ډول دغه ډول ادعاګانې نه شي تاییدولی.

ایرانیو شرکتونو د افغانستان د کانونو بازار ته د داخلېدو لپاره لېوالتیا ښودلې

ارشیف: د افغانستان د یوه کان څنډه
ارشیف: د افغانستان د یوه کان څنډه

د ایران یوه چارواکي وویل، د دغه هېواد د کانونو د شرکتونو یوه کنسورشیم د افغانستان د کانونو بازار ته د داخلېدو لپاره لېوالتیا ښودلې ده.

د ایران د سوداګرۍ خونې مرستیال مشر قدیر قیافه د ایران له ایلنا خبري اژانس سره په هغه مرکه کې چې پرون یکشنبه خپره شوه ویلي، په تېرو کلونو کې د افغانستان او ایران ترمنځ په دې باب مذاکرې شوې دي.

د ده په وینا، پر ایران لګېدلي بندیزونه د ایران او افغانستان ترمنځ پر همکارۍ اغېز کوي او ایران د هغو ضمانت‌پاڼو په وړاندې کولو کې له ستونزو سره مخامخوي چې په نړیواله صحنه کې ورته اړتیا ده.

د ایران د سوداګرۍ خونې مرستیال ویلي، د افغانستان له تېر حکومت سره د کانونو په برخه کې ځینې تفاهم‌لیکونه لاسلیک شوي وو، خو د طالبانو له واکمنېدو سره تعقیب نه شول.

د ده په وینا، د افغانستان کانونو ته د داخلېدو لپاره د ایران د کانونو څو شرکتونه یو شوي او د فولادو یو لوی شرکت هم غواړي د افغانستان د کانونو بازار ته داخل شي.

سېف د چلډرن: له سېلابونو وروسته افغان ماشومان بې‌کوره شوي، وېرېدلي او مرستو ته اړتیا لري

په بغلان کې یو شمېر سېلاب ځپلې کورنۍ
په بغلان کې یو شمېر سېلاب ځپلې کورنۍ

د ماشومانو د ساتنې بنسټ یا "سېف د چلډرن" وايي، په افغانستان کې له تازه سېلابونو وروسته ماشومان بې‌کوره شوي، وېرېدلي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د دې ادارې د رسنیو نړیوالې څانګې پرون پر خپله ایکس¬پاڼه لیکلي، چې په بغلان کې د جمعې له ناوخته سېلابونو ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

سیف د چلډرن وايي، د دوی د اضطراري مرستو په ټیمونو کې ګرځنده کلنیکونه، د ماشومانو د روغتیا او خوندیتوب متخصصان شامل دي.

د ماشومانو د ساتنې بنسټ تېره شنبه ویلي وو، په بغلان کې د وروستیو سېلابونو له امله ۶۰۰زره کسان اغېزمن شوي، چې له دې شمېر ۳لکه ۱۰ زره یې ماشومان دي.

طالبانو په کابل کې د درېیو غلو د وژلو ادعا کړې

د کابل یوه څنډه کې طالب وسله وال
د کابل یوه څنډه کې طالب وسله وال

د کابل لپاره د طالبانو امنیه قومانداني وايي چې په پنځمه امنیتي حوزه کې د دوی له پوځیانو سره د ډزو په تبادله کې درې غله وژل شوي دي.

د دې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ تېره شپه پر خپله ایکس‌پاڼه ادعا کړې چې دغو غلو غوښتل له افشار سیمې د ۸۰۰زره افغانیو په ارزښت سره زر غلا کړي.

د ځدراڼ په وینا، د طالبانو وسلوالو غله تعقیب کړل، وروسته نښته وشوه چې په نتیجه کې یې درې غله ووژل شول او یو په ټپي حالت کې ونیول شو.

د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند د دغو کسانو د هویت په باب څه نه دي ویلي، خو خپلواکو سرچینو هم دا موضوع تایید کړې نه ده چې وژل شوي کسان دې واقعاً غله وي.

ملګرو ملتونو له افغان سېلاب ځپلو سره د اړینو مرستو ژمنه وکړه

په بغلان کې د یوې کورنۍ غړي له سېلاب وروسته د خپل کور د پاکولو پر مهال
په بغلان کې د یوې کورنۍ غړي له سېلاب وروسته د خپل کور د پاکولو پر مهال

ملګرو ملتونو ژمنه کړې چې له افغان سېلاب ځپلو سره به اړینې مرستې وکړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند فرحان حق د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "ملګري ملتونه افغانستان کې له واکمنو چارواکو سره په تماس کې دي څو د وروستیو سېلابونو په تړاو اړینې مرستې ورسوي. سرمنشي د افغانستان له خلکو سره خپله خواخوږي ښودلې او په شمال ختیځ کې یې د سېلابونو له کبله د څه باندې درې سوو کسانو د وژل کېدو په تړاو د ملګرو ملتونو د پیوستون ډاډ ورکړی."

د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، په بغلان ولایت کې د جمعې د ورځې د سيلابونو له کبله ۳۱۵ تنه مړه شوي دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي د سېلابونو له کبله ۳۱۵ تنه مړه شوي، ۱۶۳۰ تنه ټپیان شوي او ۲ زره ۶۶۵ کورونه بشپړ ویجاړ شوي دي.

طالبان: الله‌ګل مجاهد به د پلټنو تر بشپړېدو په بند کې وي

د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی غړی
د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی غړی

په کابل کې د طالبانو امنیه قومانداني وايي، د ولسي جرګې پخوانی غړی‌ الله‌ګل مجاهد به تر هغو په توقیف کې وي چې د ده د تور په اړه پلټنې بشپړېږي.

د کابل امنیه قوماندانۍ ویندوی خالد ځدراڼ نن پر ایکسپاڼه لیکلي چې مجاهد د تېر کال په حوت میاشت کې د سعیدالله په نوم د یوه کس د وژل کېدو د قضیې په تړاو نیول شوی دی.

ده نه دي ویلي چې نوموړی کله نیول شوی او یا کله به یې د تورونو په اړه څېړنې بشپړې شي.

برېتانیا د افغانستان په سېلابونو خواشیني وښوده

د بغلان یوه سېلاب ځپلې سیمه
د بغلان یوه سېلاب ځپلې سیمه

د افغانستان لپاره د برېتانیا شارژدافېر وايي په افغانستان کې د سېلونو له کبله د انساني مرګ ژوبلو خبر ډېر خواشینوونکی دی.

ده پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې برېتانیا په افغانستان کې د طبیعي پېښو په شمول په بېلابېلو برخو کې د بشري مرستو لوی مرسته وال هېواد دی.

ده په دې اړه څه نه دي ویلي چې له سېل ځپلیو سره به یې هېواد څومره مرسته وکړي.

د وروستیو درېیو ورځو سېلونو په بغلان، غور، بدخشان، فاریاب او او تخار ولایتونو کې ډېر تاوانونه اړولي دي.

تر ټولو ډېر کسان په بغلان کې مړه شوي دي.

آی او ایم: افغان سېلاب ځپلو ته د مرستو رسولو په چمتووالي بوخت یوو

د بغلان یوه سېلاب ځپلې سیمه
د بغلان یوه سېلاب ځپلې سیمه

د مهاجرت نړیوال سازمان یا آی او ایم وايي، له خپلو شریکو موسسو سره په افغانستان کې د سیل ځپلیو لپاره د ژغورونکو مرستو په چمتو کولو بوخت دی.

د ملګرو ملتونو دې ادارې نن پر خپله ایکسپاڼه د مرستو رسولو په اړه د خپلو هلو ځلو خبر ورکړی دی.

آی ایم او وايي، اټکل کوي چې د سیلونو په نتیجه کې د مرګ ژوبلو شمېر زیات شي.

د ملګرو ملتونو له شمېرو سره سم، د ښځو او ماشومانو په شمول تر ۳۰۰ ډېر کسان د جمعې د ورځې د سیل له کبله په بغلان ولایت کې مړه شوي او تر دوه زره ډېر کورونه نړېدلي دي.

د طالبانو حکومت: ۲ کورنیو شرکتونو سره مو د کانونو تړونونه لاسلیک کړل

د سروبي د جګدلک د یاقوتو کان - ارشیف
د سروبي د جګدلک د یاقوتو کان - ارشیف

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت له دوو کورنیو شرکتونو سره په څه باندې ۳۳ میلیون ډالره د دوو کانونو د استخراج قراردادونه لاسلیک کړل.

دغه وزارت پرون (شنبې) وویل چې د کانونو او پیترولیم سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور د اریانا هایلنډ او وحدت نیازي شرکتونو له مسوولانو سره د کابل ولایت د سروبي ولسوالي د جګدلک د یاقوتو او د هرات ولایت د باریت کان قراردادونه لاسلیک کړل.

ښاغلي دلاور ویلي چې د لاسلیک شویو قرادادونو پر اساس د دواړو کانونو استخراج کېدونکې تیږې به په هېواد کې دننه پروسیس کېږي او بیا به په بهر کې پلورل کېږي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG