د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۰

له پاکستانه په جبري ډول د افغان مذهبي لږکیو پر ایستلو اندېښنه وښودل شوه


له پاکستانه کندهار ته ستانه کړای شوي افغان کډوال
له پاکستانه کندهار ته ستانه کړای شوي افغان کډوال

د مذهبي ازادۍ په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو نړیوال کمېسیون له پاکستانه د افغان کډوالو په ایستلو اندېښنه ښودلې ده.

داسې مهال چې له پاکستانه د بې‌اسناده افغان کډوالو د ویستو لړۍ روانه ده، د مذهبي ازادۍ په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو نړیوال کمېسیون په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیونې، له دوی سره د تاوتریخوالي او پر وړاندې یې د ګواښونو د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

دې کمېسیون په یوه خبرپاڼه کې چې پرون یې خپره کړې لیکلي، دوی له دې امله ځانګړې اندېښنه لري چې د پاکستان حکومت ممکن په زوره افغانستان ته هغه مذهبي اقلیتونه بېرته ستانه کړي چې له ځورونې تښتېدلي دي.

په اعلامیه کې د مذهبي ازادۍ په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو نړیوال کمېسیون د کمېشنر ډیویډ کري له قوله لیکل شوي: "په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال عیسویان، شیعه‌ګان، احمدیان او سکهان نه‌شي کولای په ازاده توګه خپلې مذهبي عقیدې عملي کړي."

خو د طالبانو حکومت بیا تل ادعا کړې چې په افغانستان کې د هر وګړي مذهبي او نورې ازادۍ خوندي دي، داسې مهال یو شمېر مذهبي لږکي بیا د خپلو عقایدو د پیروۍ او د خپلو ځانګړو مراسمو د نمانځنې پر مهال د طالبانو له محدودیتونو او چلند شکایت کوي.

له همدې امله د مذهبي ازادۍ په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو نړیوال کمېسیون له خپل حکومت غوښتي چې له پاکستاني چارواکو سره خبرو ته دوام ورکړي، څو دوی په خپلې پالیسۍ او د افغان کډوالو د ستنېدو په پرېکړې له سره غور وکړي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د ناروې د کډوالو شورا د عدالت غوښتنې مسووله بیکي روبي ازادي راډیو ته رالېږلي پیغام کې افغانستان ته له پاکستانه د راستنېدونکو کډوالو د وضعیت په اړه اندېښنه ښيي او زیاتوي، دوی خورا په بدو شرایطو کې افغانستان ته راستنېږي.

هغه د کډوالو د دې ډول راستنېدنې له امله د افغانستان وضعیت ماتېدونکی بولي او له نړیوالو غواړي چې د یو نوي بحران د جوړېدو مخنیوي وکړي.

بیکي روبي ویلي:

"ډېری راستانه شوي په افغانستان کې ډېر نه‌دي پاتې شوي او له خپلو اصلي مېنو سره بلد نه‌دي. ځینې یې په پاکستان پیدا شوي او په ژبه نه پوهېږي. همدا ډول هغه کسان چې تېرو له لس تر څلوېښت کلونو کې یې خپل وطن پرېښی دی، له دوی د ډېرو کورونه په جګړو کې له منځه‌ تللي دي."

په همدې حال کې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد ویلي، له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنولو بهیر د طالبانو له حکومت او 'یو این ایچ سي آر' سره له مشورې پرته پیل شوی او پاکستان دا حق نه‌لري چې د یوې مناسبې تګلارې پرته افغان کډوال ستانه کړي.

هغه تېره شپه په خپله ایکسپاڼه لیکلي، افغان کډوالو په زور له خپلو کورونو شړل کېږي او شخصي ملکیتونه یې ضبطېږي.

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخوانی استازی زلمي خلیلزاد
د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخوانی استازی زلمي خلیلزاد

خلیلزاد غوښتنه کړې چې نړیوال سازمانونه باید د افغان کډوالو د ملکیتونو د ظبط راپورونه وڅېړي.

هغه له شړل شویو افغان کډوالو سره د بېړني ملاتړ غوښتنه کړې.

د طالبانو حکومت وايي، نږدې ۳ سوه زره افغان کډوال له پاکستانه راشړل شوي او لا هم دا بهیر روان دی.

خو دا راستنېدنه له بېلابېلو ستونزو او کړاوونو ډکه ده.

عبدالمتین چې د تورخم په لاره افغانستان ته راستون شوی، د خپل بد وضعیت په اړه وايي: "دې‌خوا چې راغلوو، زرګونه کسان دي، هېڅ کار مو نه کېده، په نهره ناست و، باران هم وشو، ټول کور او سامان مو ګډ وډ شو."

دا شاید د هغو زرګونو کورنیو له ډلې د یوه کیسه وي چې اوسمهال په تورخم او سپین بولدک کې له بې‌برخلیکه وضعیت سره مخ دي.

خو د طالبانو حکومت د بېرته راستانه شویو افغانانو لپاره د موقتې مېشتېدنې کمېټې غړي فضل‌الباري فضلي وايي، دوی هڅه کوي چې د کډوالو هر ډول ستونزې حل کړي.

له پاکستانه افغانستان ته ستانه کړای شوي افغان کډوال. November 2, 2023
له پاکستانه افغانستان ته ستانه کړای شوي افغان کډوال. November 2, 2023

هغه په یوه ویډیو کې چې د طالبانو حکومت د رسنیو مرکز خپره کړې وايي: "زموږ فعالیتونه د مهاجرنیو لپاره د سرپناه جوړول دي. د هغوی لپاره د تشنابونو د ضرورت رفع کول او دوی ته د صحي اوبو رسول دي. موږ په دې فعالیتونو زموږ تمرکز دی او ډېر فعالیت مو هم کړی دی."

د پاکستان حکومت د نومبر له لومړۍ نېټې وروسته، د بې‌اسناده افغان کډوالو د ایستلو لپاره عملیات پیل کړل، خو له دې وړاندې هم د افغان کډوالو د زنداني کولو، ځورونې او افغانستان ته د ستنولو راپورونه ازادي راډیو خپاره کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG