د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۹

د ملګرو ملتونو یو کمېشنر: له پاکستانه ایستل شوي افغانان له ناخوالو سره مخامخ دي


له پاکستانه ننګرهار ته د ستانه کړای شویو افغان کډوالو د پنډغالي یوه څنډه
له پاکستانه ننګرهار ته د ستانه کړای شویو افغان کډوالو د پنډغالي یوه څنډه

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لوی کمېشنر ویلي چې له پاکستانه په جبري ډول ایستل شوي افغانان له ډېرو ناخوالو سره مخامخ دي.

له پاکستانه د څو لکه افغانانو د جبري ایستلو په اله‌ګوله کې د ملګرو ملتونو د کډوالو لوی کمېشنر فلیپو ګراندې ویلي، د افغان کډوالو لوی شمېر چې له پاکستانه په زور ایستل کېږي، له لویو سختیو او ګواښونو سره مخامخ دي.

له پاکستانه ښاغلي ګراندې پرون پر خپله ایکسپاڼه په یوه پیغام کې لیکلي چې افغانستان د یوه بشري بحران په منګولو کې دی او بل خوا ژمی پرې راروان دی.

ګراندې پر پاکستان غږ کړی چې زیانګالو افغانانو ته د خوندي ژوند د برابرولو پخواني دود ته دوام ورکړي.

له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ستنولو بهیر د روانې نومبر میاشتې په لومړۍ نېټه وروسته له هغه پیل شو چې د پاکستان له خوا افغانانو ته ورکړل شوی مهلت پای ته ورسېد.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني په یوه ویدیو کې چې پرون د طالبانو تر ادارې لاندې باختر اژنس خپره کړه اټکل کوي چې د تورخم او سپین بولدک له دروازو له ۳۰۰ زرو زیات خلک افغانستان ته ستانه شوي دي.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني
د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني

همداراز د طالبانو د حکومت د رسنیو مرکز خبر ورکړی چې د سپټمبر له ۱۷مې نېټې څخه تر پرونۍ ورځې پورې یوازې د تورخم له لارې شاوخوا ۲۰۰ زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د بې‌وزلي افغانستان لپاره چې خلک یې له ګڼو اقتصادي ستونزو مخامخ دي په یوځل د دومره ډېرو کډوالو ځای پرځای کول اسانه کار نه دی.

دې کډوالو چې په موقتي کمپونو کې ځای پرځای شوي په تېرو څو ورځو کې بدې ورځې ولیدلې.

نصرالله، چې تازه له خپلې کورنۍ سره راستون شوی او اوس په تورخم کې په یوه لنډمهاله کمپ کې اوسي ازادي راډیو ته وویل: "په دې ځای کې چې موږ اوسو، تشناب نه شته، خړې خاورې دي او موږ یو. د پښو په څوکو ناست یو، ماشومان راسره دي. له عوامو څخه چې پښتانه دي، ډېر خوشاله یو، زموږ یې ښه قدر او عزت وکړ، د ډوډۍ او اوبو بندوبست یې هم موږ ته کړی دی، خو د حکومت له خوا دلته هېڅ راز سهولت نه شته. بس خړې خاورې دي او موږ په کې ناست یو سره له ښځو او ماشومانو."

له پاکستانه افغانستان ته تلونکي افغان کډوال. November 3, 2023
له پاکستانه افغانستان ته تلونکي افغان کډوال. November 3, 2023

له پاکستانه د بې اسناده افغانانو د جبري ایستلو لپاره د پاکستان د حکومت عملیات لا هم په جدیت سره روان دي. د پاکستان تریبیون ورځپاڼې پرون راپور ورکړ چې د خیبرپښتونخوا د مرکز پېښور چارواکو د سیمې خلکو ته خبرداری ورکړی چې بې اسناده افغانانو ته دې کورونه او دوکانونه په کرایه نه ورکوي.

د راپور له مخې د معاملاتو د لارښوونې دفترونو ته ویل شوي چې بې اسناده افغان کډوالو ته دې کورونه په کرایه نه ورکوي.

راپور زیاتوي چې چارواکو دوی ته خبرداری ورکړی چې که سرغړونه وکړي نو سزا به ورکړل شي.

لوېدیځو دولتونو او د بشري حقونو نړیوالو ټولنو په وار وار پر اسلام اباد غږ کړی چې د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه بدله کړي ځکه دوی د هغو افغان کډوالو د امنیت لپاره اندېښنه لري چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له هېواده وتلي، خو پاکستان دا غوښتنې له پامه غورځولې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG