د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۷

د طالبانو خبرداری به د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان دریځ بدل کړي؟


له پاکستان یو شمېر اېستل شوي افغان کډوال
له پاکستان یو شمېر اېستل شوي افغان کډوال

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي پاکستان ته خبرداری ورکړ چې د افغان کډوالو پر وړاندې خپل چلند بدل کړي، کنه دوی به یې پر وړاندې سخت غبرګون وښیي.

ښاغلي ستانکزي دا خبرداری نن په کابل کې "د افغانستان راتلونکې اقتصادي پراختیا نړیوال کنفرانس" ته په خپلو څرګندونو کې وکړې او له پاکستانه د افغان کډوالو د په زوره ایستلو په اړه یې د پاکستان د حکومت پریکړه یواړخیزه او ظالمانه وبلله.

له ستانکزي مخکې د طالبانو د حکومت یوشمېرنورو جګپوړو چارواکو هم د پاکستان پردغه اقدام سختې نیوکې کړې او غوښتنه یې کړه چې خپله دغه پریکړه بیرته واخلي، خوداسې برېښي چې پاکستاني چارواکو د دوی دغو څرګندونو او غوښتنو ته تراوسه پام نه دی کړی.

نوریاس نوري په دې اړه د سیاسي چارو له شنونکي اسحق اتمرسره مرکه کړې او لومړی یې ترې پوښتنه کړې چې ا یا د ښاغلي ستانکزي دغه خبرداری به له پاکستانه د افغان کډوالو د په زوره ایستلو په اړه د پاکستان د حکومت پردریځ کوم اغېز وکړي؟

د دغې مرکې د اوریدو لپاره لاندې لېنک پرانیزئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:41 0:00
XS
SM
MD
LG