د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۴

کاکړ: له پاکستانه افغانستان ته د ستانه کړای شویو ماشومانو شمېر ډېر دی


له پاکستانه افغانستان ته ستانه کړای شوي افغان کډوال
له پاکستانه افغانستان ته ستانه کړای شوي افغان کډوال

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغان کډوالو یوه مدافع وکیله منیزه کاکړ وايي، افغانستان ته د بې کورنیو ستنو کړل شویو افغان ماشومانو شمېر تر هغې ډېر دی چې د پاکستان د بشر د حقونو کمېسیون یې په اړه ویلي دي.

د پاکستان د بشر د حقونو کمېسیون له دې بیان وروسته، چې د پاکستاني چارواکو د ناوړه چلند په نتیجه کې اووه ماشومان له خپلو کورنیو جلا شوي او افغانستان ته استول شوي دي، اوس په کراچۍ ښار کې د افغان کډوالو یوه مدافع وکیله وايي، د دې ماشومانو شمېر له اوو کسانو زیات دی.

منیزې کاکړ د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "دا اووه خو هغه کسان دي دا کوم، چې دوی یاد کړي دي چې ډیپورت شوي دي. ډېر داسې کسان هم دي، چې مدرسو کې وو، د هغوی مور او پلار به پرې خبر نه وي، چې دوی یې وړي دي. له مدرسو نه یې ماشومان راپورته کړي، له ښوونځیو یې راپورته کړي، کوم چې دلته په ښوونځیو او مدرسو کې اوسېدل."

خو اغلې کاکړ د دوی د دقیق شمېر په اړه څه ونه ویل.

د پاکستان د بشر د حقونو کمېسیون پرون له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو پرمهال د چارواکو پر ناوړه چلند انتقاد وکړ.

دې کمېسیون په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې په پلازمېنه اسلام آباد، سند، خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د چارواکو د ناوړه چلند په نتیجه کې اوه ماشومان له خپلو کورنیو جلا شوي او افغانستان ته استول شوي.

په کراچۍ کې یو شمېر نیول شوي افغان کډوال. November 1, 2023
په کراچۍ کې یو شمېر نیول شوي افغان کډوال. November 1, 2023

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغان کډوالو یوه مدافع وکیله منیزه کاکړ وايي، افغانستان ته په ستنو کړل شویو ماشومانو کې یو پاکستانی ماشوم هم شامل دی.

نوموړې د دغه ماشوم د پلار ویډیو هم ازادي راډیو سره شریکه کړې چې هغه په کې وايي، محمد روف یې نوم دی او د وزیرستان اوسېدونکی دی.

نوموړی په دغه ویډیو کې ادعا کوي چې زوی یې په ټیلفون ورسره خبرې کړي او افغانستان ته ستون کړل شوی دی.

محمد روف په دغه ویډیو کې د پاکستان له حکومت غوښتي چې زوی یې ورته راستون کړي.

هغه وايي: "پوليسو هغه وهلی هم دی او له جیب څخه يې ٥زره ٦ زره روپۍ هم اخیستي، له هغه سره زما د هویت کارټ عکس هم و، خو پوليسو ويلي موږ هېڅ هم نه منو."

منیزه کاکړ وايي، دا مهال د کراچۍ په زندانونو کې هم تر اتیاوو پورې افغان ماشومان بندیان دي چې په خبره یې تر نهو کلونو پورې ماشومان هم په کې دي.

په ورته وخت کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې د افغانستان کونسلګرۍ سرپرست وايي، پولیسو له لسو ډېر داسې ماشومان هم نیولي او زندان ته یې اچولي چې کورنۍ یې په افغانستان کې دي او دوی د زده کړو لپاره پاکستان ته راغلي وو.

عبدالجبار تخاري د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "یو دولس ماشومان داسې و چې عمرونه یې لس کلن، یولس کلن او دولس کلن وه، دوی افغانستان نه د زده کړو لپاره راغلي وو، له خپل یو سرپرست سره، دوی یې نیولي او بندیان کړي. مونږ د وکیل له لارې هڅه وکړه، د هغوی کېس اوس خلاص شوی، تراوسه نه دي استول شوي، خو یو څو ورځو کې یې لېږو."

د ماشومانو د حقونو د نړیوال کنوانسیون له مخې، یو انسان د زېږون له ورځې تر اتلس کلنی پورې ماشوم ګڼل کېږي.

د پاکستان د بشر د حقونو کمېسیون په خپل حکومت غږ کړی چې له افغانانو سره باعزته چلند وکړي او ماشومان په هېڅ صورت له خپلو کورنیو جلا نه کړي.

د پاکستان سرپرست حکومت د اکټوبر په دوهمه نېټه له دغه هېواد د بې اسنادو افغان کډوالو جبري ایستل پیل کړي چې د طالبانو حکومت د معلوماتو پر بنسټ هره ورځ په سلګونه او زرګونه افغانان د تورخم او سپین بولدک له لارې افغانستان ته اوړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG