د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۴

اروپايي اتحادیې افغان زلزله ځپلو او کډوالو ملاتړ لپاره د ۶۰ میلیون یورو مرسته اعلان کړه


له پاکستانه افغانستان ته ستانه کړای شوي افغان کډوال
له پاکستانه افغانستان ته ستانه کړای شوي افغان کډوال

اروپايي اتحادیې په افغانستان کې د زلزله ځپلو او له پاکستان څخه د راایستل شویو کډوالو د ملاتړ لپاره د ۶۰ میلیون یورو مرسته اعلان کړه.

اروپايي اتحادیې پرون اعلان وکړ، په داسې حال کې چې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه جدي اندېښنه دوام لري، افغانستان ته ۶۱ میلیون یورو مرسته ورکوي چې له پاکستان څخه د راایستل شویو افغان کډوالو او نورو افغانانو اړتیاوې پرې پوره شي.

د اروپايي اتحادیې د افغانستان د پلاوي مطبوعاتي دفتر ویلي چې په دې پیسو کې به ۶۰ میلیونه د بشري مرستو سازمانونو ته، چې په افغانستان کې کار کوي، ورکړي، او یو میلیون نورې به هغو ته وسپاري چې په پاکستان کې کار کوي.

دا نوې مرسته به په افغانستان کې په ځانګړي ډول د اکټوبر د میاشتې د هرات د زلزله ځپلو په شان خلکو د خوراکي موادو د کموالي د بحران له کمېدو سره مرسته وکړي او همداراز به د سرپناه، روغتیا، تغذیې او اوبو په شان اړتیاوې پرې برابرې شي.

د افغانستان نیمايي وګړي په نس ماړه نه دي.

د اروپايي اتحادیې د افغانستان د پلاوي پر اساس، د دې پیسو یوه برخه به د هغو افغان کډوالو پر ملاتړ ولګول شي چې له پاکستانه خپل هیواد ته ستنېږي.

له پاکستان څخه اکثره ایستل شوي افغان کډوال وايي چې شتمنۍ او کار وبار ورڅخه پاتې شوی او په افغانستان کې نه کور لري او نه د کاروبار امکانات شته.

له پاکستانه د کندهار سپین بولدک ته ستانه کړای شوي افغان کډوال
له پاکستانه د کندهار سپین بولدک ته ستانه کړای شوي افغان کډوال

څو تنو راستنو شویو د خپلو ستونزو په اړه ازادي راډیو سره خبرې کړې دي.

یوه وویل: "نوم مې عزیزالله دی، ۶ ورځې کېږي چې راغلی یم، نه ځای لرم، نه سرپناه لرم، هېڅ شی نه لرم او نه چا راسره مرسته کړې ده، له حکومته غواړم چې د سرپناه لپاره یو ځای رامعلوم کړي."

یو بل راستون شوي افغان وویل: "زما نوم شرف الدین دی، له کراچۍ راغلی یم، همالته زېږېدلی یم. کارت مې درلود، راڅیري یې کړ، دلته هیڅ شی نه لرم. د غوایانو کاروبار مې کاوه غوایان مې پاتې شول، کور او ځای مې پاتې شول، هر څه پاتې شول."

پاکستان د تېر اکټوبر په لومړیو کې اعلان وکړ چې له خپلې خاورې یو میلیون او ۷۰۰ زره بې اسناده بهرني کډوال باسي.

پاکستان دغو کډوالو ته، چې کابو ټول یې افغانان دي، یوه میاشت مهلت ورکړ چې د دغه هېواد له خاورې ووځي کنې وبه نیول شي او په زوره به وایستل شي.

اروپايي اتحادیې پر دې سربېره سږ کال افغانستان ته ۹۴میلیون یورو مرسته ځانګړې کړې وه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG