د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۲

افغانستان

د افغان کډوالو د ایستلو پر مهال ناوړه چلند؛ د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون پرې نیوکه کړې

د پاکستان په کراچۍ کې نیول شوي افغان کډوال چې افغانستان ته د استولو لپاره نیول شوي
د پاکستان په کراچۍ کې نیول شوي افغان کډوال چې افغانستان ته د استولو لپاره نیول شوي

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو پر مهال د چارواکو پر ناوړه چلند انتقاد کړی دی.

دې کمېسیون نن پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې په پلازمېنه اسلام آباد او په سند، خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د چارواکو د ناوړه چلند په نتیجه کې اووه ماشومان له خپلو کورنیو جلا شوي او افغانستان ته استول شوي.

کمېسیون زیاتوي چې پاکستان د مدني ټولنو او د کډوالو د نړیوالو ټولنو له نیوکو سره سره خپلو دې اقداماتو ته چې له نړیوالو اصولو او قوانینو سرغړونه ده دوام ورکوي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون پر حکومت غږ کړی چې له افغانانو سره باعزته چلند وکړي او ماشومان په هېڅ صورت له خپلو کورنیو جلا نه کړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

طالبانو په مشهد کې افغان جنرال قونسل له کاره لیرې او کابل ته ورغوښتی

د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت
د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت

طالبان وايي، په مشهد چې د افغانستان جنرال قونسل تر پنځه کلن ماموریت وروسته له کاره لیرې او کابل ته غوښتل شوی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د عبدالجابر انصار د دندې ختمېدل په ډیپلوماټیکو او قونسلي چارو کې د ویانا د کنوانسیونونو مطابق عمل دی.

په اعلامیه کې د اسنادو او شواهدو له وړاندې کولو پرته، انصار په خپلو کارونو کې د شفافیت په نه شتون او د قونسلګرۍ د عوایدو په ټولولو او خلکو ته د قونسلي خدماتو پر وړاندې کولو کې په غیرمسوولانه دخالت تورن شوی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند تېره پنجشنبه ویلي وو، تهران د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو تمه لري چې په مشهد کې د افغان قونسلګرۍ د کارکوونکو هر ډول بدلون او تبدیلي د منل شویو نړیوالو میتودونو پر اساس وکړي.

په راپورونو کې ویل شوي وو چې په مشهد کې د افغانستان د پخواني حکومت جنرال قونسل عبدالجابر انصار د طالبانو له خوا له دندې ګوښه شوی او پرځای یې بل کس ټاکل شوی دی.

سره میاشت: د افغانستان لوېدیځ کې د سترګو په سلګونه ناروغان معاینه شوي

ارشیف: په افغانستان کې یو ډاکتر د سترګو د یوه ناروغ د معاینې پر مهال
ارشیف: په افغانستان کې یو ډاکتر د سترګو د یوه ناروغ د معاینې پر مهال

د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، د څو هېوادونو ډاکترانو د افغانستان په لوېدیځ زون کې د سترګو په سلګونو ناروغان معاینه کړي دي.

په لوېدیځ کې د سرې میاشتې ټولنې عملیاتي مشر مولوي محمد اصف صدیقي پرون رسنیو ته ویلي چې پرون او وړمه ورځ د سترګو شاوخوا ۲۰۰۰ ناروغان معاینه او ۴۵ نور عملیات شوي دي.

هغه ۱۸ ډاکتران چې د سعودي عربستان او پاکستان دي، په وروستیو کې د افغانستان لوېدیځ ته تللي او د سرې میاشتې ټولنې په مرسته د سترګو د ناروغانو په درملنه کې همکاري کوي.

دغه ناروغان د هرات، فراه، نیمروز او بادغیس ولایتونو وو، چې د روغتیايي خدماتو ترلاسه کولو لپاره دغو ډاکترانو ته ورغلي وو.

د سرې میاشتې ټولنې چارواکي وايي، د ملک سلمان د بنسټ په مالي ملاتړ په پام کې لري چې د سترګو ۴۰۰۰ ناروغان تداوي او ۴۰۰ نور عملیات کړي.

په افغانستان کې اکثر مهال د سترګو ناروغان د درملنې لپاره ګاونډیو هېوادونو ته ځي یا هم په افغانستان کې دننه د ځینو خیریه بنسټونو په مرسته تداوي کېږي.

طالبانو د جام څلي په شاوخوا کې د استحکاماتو د کار د پیل خبر ورکړ

په غور کې د جام څلی
په غور کې د جام څلی

په غور ولایت کې د طالبانو چارواکو د جام تاریخي څلي په شاوخوا کې د استحکاماتو د کار د پیل خبر ورکړ.

په دغه ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست پرون ویلي چې د دوی یوه هئیت د دغه څلي، چې په وروستیو کې یې سېلابونو شاوخوا نیولې وه، وضعیت ارزولی دی.

په وروستیو اوونیو کې تر سختو اورښتونو له کبله بهېدلو سېلانو د غور ولایت تر څنګ د افغانستان په لوېدیځ، شمال او شمال ختیځ کې ګڼ ولایتونه وځپل.

د طالبانو په اعلامیه کې نه دي ویل شوي چې د جام څلي په شاوخوا کې د استحکاماتو کار به دقیقاً کله بشپړېږي.

دغه ۶۵ متره دنګ څلی چې څه باندې ۸۰۰ کلن دی، د اسلامي هېوادونو د تعلیمي، ساینسي او فرهنګي چارو بنسټ ایسیسکو (ISESCO) په فهرست کې شامل دی.

کرکټ نړیوال جام؛ سادات: افغان لوبډلې دې سیالیو ته خپل بشپړ چمتووالی نیولی

افغان کرکټ ملي لوبډله
افغان کرکټ ملي لوبډله

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د کرکټ ملي لوبډلې د نړیوال جام د راروانو سیالیو لپاره پوره چمتووالی لري.

د دغه بورډ په وینا، د کرکټ ملي لوبډلې خپل تمرینات کړي، نړیوال جام ته تر روانېدو مخکې ځینو لوبغاړو د هند په غوره لیګ او ځینو نورو په کابل کې د قوش‌تېپې ملي شل اووره جام کې لوبې وکړې او تجربې ترلاسه کړې.

د کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات پرون ازادي راډیو ته وویل، د کرکټ ملي لوبډلې وېسټ انډیز ته هم له رسېدو سره سم خپل تمرینات وکړل.

سادات وايي: "افغان لوبډلې خپل بشپړ چمتووالی نیولی او انشاالله راتلونکي نړیوال جام کې به د افغانستان په ګټه ښې سیالۍ وکړي."

د سږ کال د شلو اوورونو په نړیوال جام کې به د افغانستان لومړۍ رسمي مسابقه راروانه سې شنبه د یوګانډا په وړاندې وي.

د معترضو مېرمنو ځينو ډلو د دوحې په غونډه کې د طالبانو له ګډون سره مخالفت وکړ

ارشیف: د معترضو مېرمنو د اعتراضیه غونډې انځور
ارشیف: د معترضو مېرمنو د اعتراضیه غونډې انځور

د افغان معترضو مېرمنو یو شمېر ډلو د ملګرو ملتونو په کوربتوب د دوحې په راروانه غونډه کې د طالبانو د استازیو له ګډون سره مخالفت څرګند کړی دی.

دغو ډلو پرون په جلا جلا اعلامیو کې ویلي چې طالبان په افغانستان کې په سیستماتیک ډول د ښځو او نجونو له حقونو څخه سرغړونو ته دوام ورکوي، نو د دوی مخه باید په نړیوالو غونډو کې ونیول شي.

ارغواني شنبې غورځنګ، د ښځو د هیلې د کړکۍ په نوم غورځنګ او یو شمېر نورو ښځینه فعالانو د دوحې په درېیمه غونډه کې د طالبانو د ګډون مخالفت کړی دی.

ملګرو ملتونو ویلي چې د روانې جون میاشتې په دېرشمه به د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش په مشرۍ د افغانستان لپاره د قطر په پلازمېنه دوحه کې دوه ورځنۍ غونډه جوړه شي.

ملګرو ملتونو طالبانو ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

طالبانو ویلي چې ښایي د دې غونډې په اصلي بحثونو کې برخه واخلي.

د آزادۍ جبهې په کابل کې د دوو طالبانو د وژلو او درېیو نورو د ټپي کولو ادعا کړې

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کابل ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د کابل ولایت موقعیت

د آزادۍ جبهې په نوم د طالبانو د حکومت مخالفه ډله ادعا کوي چې تېره شپه یې په کابل کې د طالبانو پر یوه موټر برید کړی، دوه طالبان یې وژلي او درې تنه نور یې ټپیان کړي دي.

دې ډلې پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دا مرګ‌ژوبله یې د کابل په خیرخانه مېنه کې د پولیسو پر یوه موټر د برید پرمهال طالبانو ته اړولې، خو په بیان کې د برید د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویل شوي.

آزادي راډیو دا ادعا په خپلواک ډول نه شي تاییدولای.

په افغانستان کې د روانې جګړې پر مهال وسله‌والې ډلې سیالو ډلو ته د مرګ‌ژوبلې اړولو ادعاګانې کوي، خو تایید یې حقایقو ته د لاسرسي پر وړاندې د خنډونو له وجې ګران کار دی.

قرغزستان او تاجکستان د افغانستان له لارې پاکستان ته برښنا صادروي

ارشیف
ارشیف

د راپورونو له مخې د قرغزستان د انرژۍ وزارت هغه پلان چمتو کړی چې له مخې یې دا هېواد او تاجکستان په راروان ۲۰۲۵م میلادي کال کې د افغانستان له لارې پاکستان ته برښنا صادروي.

د منځنۍ آسیا ټایمز ویبپاڼې د راپور له مخې دا پلان تر ۲۰۳۵م کاله د قرغزستان د انرژۍ د ملي پروګرام یوه برخه ده.

قرغزستان اټکل کوي چې د راروان کال په دوبي کې به د کاسا زر پروژې له لارې پاکستان ته ۱،۲۵ میلیارد کیلوواټه برښنا صادر کړي.

کاسازر د افغانستان له لارې جنوبي آسیا ته د منځنۍ آسیا د برښنا د لېږد پروژه ده.

د روان کال په پیل کې قرغزستان له پاکستان او تاجکستان سره د دې پروژې د رغونې د بیاپیل په اړه یوه ګډه اعلامیه لاسلیک کړه.

"آی‌او‌ایم" په ننګرهار کې د یو روغتیايي کلینیک د جوړېدو خبر ورکړ

ارشیف
ارشیف

د مهاجرت نړیوال سازمان یا "آی‌او‌ایم" په ننګرهار ولایت کې د یو روغتیايي کلینیک د جوړېدو خبر ورکوي.

"آی‌او‌ایم" پرون پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې ویلي دي چې دا کلینیک د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ جوړ شوی او له پاکستانه په دې وروستیو کې د راستنو شوي کډوالو په ګډون د غازي کلي ۶ زره کورنۍ به ګټه ترې پورته کړي.

بیان زیاتوي چې د همدې کلینیک په زړه ودانۍ کې به د ورځې د ۴۰ او ۵۰ ترمنځ ناروغانو درملنه کېدله، خو د نوې ودانۍ له جوړېدو وروسته دې کلینیک ته شاوخوا ۱۵۰ ناروغان مراجعه کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان یا "ډبلیوایچ‌او" ویلي چې سږ کال به د افغانستان د روغتیايي سیستم لپاره له ننګونو ډک کال وي.

د دغه سازمان په وینا، اقتصادي ستونزې او د روغتیا په سکټور کې د پانګونې کموالی د افغانستان د روغتیايي سیسټم پر وړاندې تر ټولو لویې ننګونې دي.

شل اوریز نړیوال جام؛ افغانستان په تمریناتي سیالۍ کې سکاټلنډ ته ماتې ورکړه

افغان کرکټ ملي لوبډله
افغان کرکټ ملي لوبډله

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شل اوریز نړیوال جام په دویمې تمریناتي سیالۍ کې د سکاټلنډ ملي لوبډې ته د ۵۵ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

دغه سیالي د جمعې په ورځ د مې په ۳۱مه نېټه د کابل پر وخت ماښام ۶:۳۰ مې بجې پیل شوې وه چې افغان لوري د پچې تر ګټلو وروسته توپوهنه غوره کړه.

په دې تمریناتي سیالۍ کې د افغان لوبډلې د توپوهنې پیل رحمن الله ګربز او ګلبدین نایب وکړ.

ګربز تر ۸ منډو جوړولو وروسته وسوځېد او نایب بیا د ۶ شپږیزو او ۵ څلوریزو پر مټ ۶۹ منډې جوړې کړې.

دغه راز عظمت الله عمرزی بل لوبغاړو چې ۴۸ منډې یې جوړې کړې او محمدنبي او راشدخان بیا په ترتیب سره ۱۶ او ۱۵ منډې وکړې.

د سکاټلنډ لپاره په توپ اچونه کې کرېس سول ۳ افغان لوبغاړي وسوځول.

د یادې لوبډلې توپوهونکي د ۲۰ اورونو په لوبولو بریالي شول، خو یوازې ۱۲۳ منډې یې وکړې او ۹ لوبغاړي یې وسوځېدل.

مارک ویټ یې مخکښ منډه جوړونکی و چې ۳۴ منډې یې وکړې.

په افغان توپ اچونکو کې کریم جنت او مجیب الرحمن ۲ـ۲ او نورو ټولو توپ اچونکو یوه یوه وېکټ ترلاسه کړه.

ګلبدین نایب د لوبې د غوره لوبغاړي په توګه نومول شوی دی.

دا په شل اوریز نړیوال جام کې د افغان لوبډلې وروستۍ تمریناتي سیالي وه چې لومړۍ یې د عمان پر وړاندې د ورښت له امله بې پایلې تمامه شوې وه.

افعانستان به خپله لومړۍ رسمي سیالي د یوګاندا د لوبډلې پر وړاندې د جون میاشتې په ۴مه نېټه د کربین د ګایانا په ټاپو کې ولوبوي.

شل اوریز نړیوال جام؛ افغانستان او سکاټلنډ د چمتووالي سیالي پیلوي

افغان کرکټ ملي لوبډله
افغان کرکټ ملي لوبډله

د افغانستان او سکاټلنډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ تر شل اوریز نړیوال جام دمخه د چمتووالي سیالي په څو شېبو کې پیلېږي.

دغه سیالي چې د کربین د ټرینېډاډ او ټوباکو په ټاپو کې ترسره کېږي، پچه یې افغان لوبډلمشر ګټلې او توپوهنه یې غوره کړې ده.

تر دې وړاندې افغان لوبډلې له عمان سره هم د چمتووالي یوه سیالي لرله، خو ورښت پایلې ته پرې‌نه‌ښوده.

د ویلو ده چې افغانستان به خپله لومړنۍ رسمي سیالي د جون په ۴مه نېټه له یوګاندا هېواد سره ترسره کړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG