د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۶

طالبانو او ایراني چارواکو ۱۰ میلیارد ډالرو ته د راکړې ورکړې پر زیاتوالي خبرې کړي


ارشیف: د افغانستان او ایران ترمنځ د سرحدي پولې یوه څنډه
ارشیف: د افغانستان او ایران ترمنځ د سرحدي پولې یوه څنډه

ایران وايي، له طالب چارواکو سره یې د اقتصادي، ټرانسپورټي او ټرانزیټي همکاریو پر زیاتېدو خبرې کړي دي.

طالب او ایراني چارواکو په خپل منځ کې په کال کې ۱۰ میلیارد ډالرو ته د سوداګري راکړو ورکړو د زیاتولو په اړه خبرې وکړې.

د ایراني رسنیو د راپور له مخې، د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي محمد مهدي جوانمرد قصاب او د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت سرپرست وزیر نورالدین عزیزي پرون له یو بل سره په کتنه کې وویل، د دوو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ اوسنۍ اندازه د قناعت وړ نه ده او باید زیاته شي.

د دوی په وینا، دواړه خواوې باید لازم اقدامات وکړي چې د دوو خواوو ترمنځ راکړه ورکړه په کال کې ۱۰ میلیارد ډالرو ته لوړه شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونو د مشرتابه پلاوي غړی او د اقتصادي چارو متخصص اذرخش حافظي وايي، سره له دې چې حاضردمه افغانستان تر بل هر هېواد له ایران سره زیاته راکړه ورکړه لري، خو د دوو خواوو ترمنځ د سوداګرۍ ظرفیت دومره نه دی چې لس میلیارد ډالرو ته ورسېږي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونو د مشرتابه پلاوي غړی او د اقتصادي چارو متخصص اذرخش حافظي
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونو د مشرتابه پلاوي غړی او د اقتصادي چارو متخصص اذرخش حافظي

اذرخش وویل: "له ایرانه زموږ واردات ډېر دي خو صادرات مو لږ دي. دا چې وايي له ایران سره راکړه ورکړه په کال کې ۱۰ میلیارد ډالرو ته رسوي، په لنډ مهال کې دا ممکنه نه ده ځکه چې اوس له ټولې دنیا سره د افغانستان تجارت ۷ میلیارد ډالره دی، خو که د افغانستان له کانونو او نورو ظرفیتونو کار واخیستل شي بیا امکان شته البته په لنډ مهال کې نه بلکې په اوږد مهال کې."

عزیزي وویل، کانونه، کرنه او ټرانزیټ هغه برخې دي چې د دواړو هېوادونو د همکاریو د زیاتېدو امکانات په کې زیات دي.

ده وویل چې افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې زیاتې طبیعي سرچینې لري.

له بلې خوا د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد پرون پر خپله ایکسپاڼه ولیکل چې د دوی د حکومت د ريیس الوزرا د اقتصادي مرستیال په مشرۍ پلاوي له ایراني چارواکو سره د چاه بهار بندر له لارې د افغاني مالونو د صادراتو او وارداتو د زیاتېدو او په صادراتو او وارداتو کې د اسانتیاوو پر ډېرېدو خبرې کړي دي.

سره له دې چې ایران او په افغانستان کې واکمن طالبان د هلمند د اوبو پر سر ستونزې لري، خو داسې ښکاري چې د پاکستان له لوري افغان سوداګرو ته په ټرانزیټ کې نویو محدودیتونو طالب چارواکي اړ ایستلي چې ایران ته مخ واړوي.

ذبیح الله مجاهد ویلي، دواړو خواوو د افغانستان له لارې ایران له ازبکستان سره په نښلولو او تر واخان دهلېز یا کوریډور پورې د ریللارې په غځولو هم سلا کړې ده.

د طالبانو د حکومت ویاند وایي، طالب او ایراني چارواکو د واخان له لارې له چین سره د ایران په نښلولو او د دې لارې په جوړولو کې د دوو خواوو پر همکارۍ ټینګار کړی دی.

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره په کتنه کې ویلي چې هېواد یې غواړي چې د افغانستان له لارې چین سره و صل شي.

د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر
د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر

د ذبیح الله مجاهد په وینا، د ملابرادر په مشرۍ د طالبانو پلاوي د تهران د سفر په لړ کې له ایراني چارواکو سره تر کندهاره د ریللارې پر جوړېدو هم موافقه کړې ده.

ایران له خپلې پولې تر هرات ښاره د ریللارې پر غځولو له څو کلونو راهیسي کار کوي.

ټاکل شوې ده چې دا پټلۍ ژر د هرات تر هوايي ډګره پورې ورسول شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG