د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۶

په ایران کې د مېشتو افغانانو د اندېښنو په اړه د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې لیکنه


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • لاس انجلس ټایمز

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې په یوه لیکنه کې په ایران کې د مېشتو افغانانو اندېښنو ته پاملرنه کړې.

ورځپاڼه لیکي، کله چې د اګسټ پر ۱۵مه طالبان واک ته ورسېدل، جمال پاپُلي د ګڼو نورو افغانانو پر خلاف چې په افغانستان کې و، د طالبانو د راتګ په اړه اندېښنه نه‌درلوده. ځکه چې جمال کلونه مخکې له افغانستان څخه وتلی او د ایران د پلازمېنې تهران څخه بهر یې د تیږو توږلو یو دکان جوړ کړی و.

خو د لیکنې د لیکوال په وینا اوس دا افغان کډوال چې د دوو بچیانو پلار دی وېره لري، ځکه نوموړی د هغو سلګونه زرو افغان کډوالو څخه دی چې ایران کې د اوسېدو قانوني اسناد نه‌لري او وېره‌یې له دې ده چې هسې نه بېرته خپل هېواد ته واستول شي هغه ځای چېرې یې چې د لیکنې په باور ناڅرګند برخلیک په تمه دی.

لاس انجلس ټایمز لیکي، جمال مخکې هم څو ځلې په ایران کې نیول شوی او په زور افغانستان ته اړول شوی، خو بېرته ایران ته په ستنېدو توانېدلی دی.

خو لیکنه وايي، افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو او د ایران سره د دې هېواد پر پولو د ایراني پوله‌ساتو له‌خوا د اقداماتو په زیاتېدو، که جمال دا ځل له ایران وایستل شي، بېرته ایران ته ستنېدل به ورته اسانه نه‌وي.

  • واشنګټن پوسټ

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکلي چې د امریکا سنا د ۷۶۸ میلیارده ډالرو په ارزښت دفاعي لایحه تصویب کړه چې په‌کې د افغانستان د جکړې د ارزونې او په پوځي عدلي چارو د اصلاحاتو راوستل هم شامل دي.

تمه کېږي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن به دا لایحه توشېح کړي.

د ورځپاڼې په وینا، د افغانستان د ۲۰ کلنې جګړې د مشروعیت او تېروتنو د معلومولو لپاره د یو خپلواک کمېسیون جوړېدل هم په دې لایحه کې د ثبت شویو غوښتنو یوه برخه ده.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه بله لیکنه د امریکا په متحده ایالاتو کې د څو افغان خویندو له‌خوا د درې افغاني رستورانتونو د سنبالښت په اړه خپره کړې ده.

د ورځپاڼې په باور دا نجونې د هغو افغان نجونو پر خلاف چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ژوند کوي، د خپلو کورنیو رستوارنتونو د چلولو مسؤلیت لري.

ورځپاڼه زیاتوي چې د دې نجونو مور صوفیه، په ۱۹۸۱ م کال کې چې لا کوچنۍ وه پر افغانستان د پخواني شوروي له یرغل څخه د امریکا متحده ایالاتو ته پناه وړې وه.

ورځپاڼې د دې افغان خویندو د پلار عمر له خولې وايي، خپلو لوڼو ته‌یې دا پیغام ورکړی چې یوه ښځه کولای شي سوداګري او کاروبار وکړي.

XS
SM
MD
LG