د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۳

ایا هند له چابهاره وایستل شو؟ 


چابهار
چابهار

په داسې حال کې چې د ایران او چین اړیکې په پراخېدو دي، راپورونه وايي چې ایران د چابهار – زاهدان د ريللارې یا پټلۍ پروژه چین ته سپارلې.

ځینې کتونکي د ایران دا پرېکړه له چابهاره د هند د ایستلو په معنا ګڼي خو ځینې نور بیا وايي چې هند لا هم د چابهار بندر د پراختیا په پروژه کې دخیل دی.

ایران وايي چې هندیانو په خپل وخت د چابهار – زاهدان پر پټلۍ، چې ټاکل شوې ده د افغانستان تر زرنج پورې وغځېږي، کار ونه کړ او ځینې هندیان وايي چې د امریکا بندیزونه سبب شول چې دوی په دې پروژې کار وځنډوي.

ایران پرېکړه کړې چې د چابهار د رېللارې پروژه، چې ټاکل شوې وه هند یې جوړه کړي، د هند له مرستې پرته په خپله جوړوي.

ظاهراً ایران وايي، دا پرېکړه یې په دې خاطر کړې چې د هند له لوري د دې پروژې لپاره د پیسو برابرول ځنډېدلي.

خو دا انکشاف په داسې وخت کې شوی چې چین له ایران سره د ۲۵ کلن ستراتیژیک مشارکت تړون ته نژدې شوی دی.

د هندي رسنیو د راپور له مخې، د چابهار پر پټلۍ ۴۰۰ میلیون ډالره لګښت راځي او له دې پروژې څخه د هند ایستل د دغه هېواد لپاره یو ګوزار ګنل کېدای شي ځکه چې چاه بهار سي پک یا د چین – پاکستان اقتصادي دهلېز ته د هند ځواب و.

په سینګاپور کې د آر ایس آی ایس د څېړنیز مرکز څېړونکې سومیتا نارایانان، چې د چابهار پروژې په شمول د ایران او هند د همکاریو په اړه څېړنې کوي، وايي: "اجازه راکړئ چې له دې ځایه یې پیل کړم چې هو، مشخصاً د پټلۍ جوړولو کار د هند او ایران د لوی قرارداد برخه نه و، کله چې په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې ایران او هند د دې پروژې په اړه جدي خبرې پیل کړې، د دوی د بحث اصلي برخه په چابهار کې په موجود بندر، شهید بهشتي بندر باندې و، یعنې دا چې هند پانګونه وکړي چې دا بندر پراخ او نوی شي، دوهمه برخه یې له چابهاره تر زاهدان او له هغه ځایه تر افغانستان پورې رېللاره وه ځکه چې اوس هلته سړک دی."

سومیتا نارایانان وايي چې اوس ایران چې په خپله بودجه دا رېللار جوړوي او دا کار یې د چابهار بندر د پراختیا په لومړي پړاو کې هم وکړ.

د ایراني رسنیو د راپور له مخې، د دغه هېواد د ټرانسپورت او ښاري پراختیا وزیر محمد اسلامي په وروستیو ورځو کې د چابهار – زاهدان د رېللارې د جوړولو چارې پرانیستې.

د ایران د ټرانسپورت او ښاري پراختیا وزیر محمد اسلامي
د ایران د ټرانسپورت او ښاري پراختیا وزیر محمد اسلامي

دا پټلۍ به وروسته د افغانستان د نیمروز ولایت تر مرکز زرنج پورې وغځول شي.

ایران غواړي چې دا پروژه د ۲۰۲۲ تر مارچ پورې بشپړه شي.

هندي رسنۍ وايي، هند د امریکا د بندیزونو له کبله پر دې پروژې کار ژر پیل نه کړ.

هند ته د وسایلو او شریکانو موندل ګران و او هند له وړاندې لا د امریکا د بندیزونو په خاطر له ایرانه د تېلو واردات صفر ته رسولي و.

خو د ایران د ټرانسپورت او ښارجوړولو مرستیال وزیر خیرالله خادمي د چابهار د پټلۍ په پروژې کې د هند د څنګ ته پرېښودو دلیل دا بولي چې دغه هېواد دا پروژه ۳ کاله وځنډوله.

تر دې مخکې یوه بل ایراني چارواکي فرهاد منتصر ویلي و چې اصلاً له هند سره د رېللارې کومه موافقه نه وه شوې.

خو د سیمه ییزو چارو شنونکی او ژورنالیست سمیع یوسفزی بیا متفاوت نظر لري.

سمیع یوسفزی
سمیع یوسفزی

هغه زیاتوي: "اصلاً د هند او امریکا تجارتي اړیکې په پراخېدو دي، له دې امله هند نه غواړي په ایران کې پانګونه وکړي او له دې امله د چابهار له پروژې نه هغوی وتل غواړي، بل خوا ته هند غواړي چې له امریکا سره یې تجارتي اړیکې په خطر کې ونه لوېږي نو له دې امله د جابهار له پروژې نه شا ته شوي دي او په عین حال کې چین چې د امریکا یو تجارتي سیال دی غواړي چې دا خلا پوره کړي او چین عموماً په هغو هېوادونو کې پانګونه کوي چې سیاسي ثبات نه وي یا امنیتي ستونزې وي ځکه چې دوی فکر کوي هلته دوی خپل شرایط پر اړوندو هېوادونو په اسانه منلی شي."

ښاغلی یوسفزی همداراز باور لري، هر څومره چې د امریکا او ایران اړیکې خرابېږي په هماغه اندازه د ایران او چین اړیکې نژدې کېږي.

هند له افغانستان او منځنۍ اسیا سره د سوداګري راکړو ورکړو د پراختیا لپاره په درې اړخیزه موافقه کې د دې پروژې جوړېدا په غاړه اخیستې وه.

دا پروژه په ۲۰۱۶ میلادي کال د افغانستان، هند او ایران د ولسمشرانو له لوري له درې اړخیزې موافقې وروسته د ایران او هند د رېللارو وزیرانو لاسلیک کړه.

د چارو کتونکي وايي چې ایران غواړي دا پروژه چین ته وسپاري.

د سولې او شخړو د انستیتیوت مرستیال حکمت اعظمي د چابهار – زاهدان د رېللارې په پروژه کې د چین پانګونه د سیمې پر حالاتو بې اغېزې نه بولي او په ځانګړي ډول د چین او پاکستان پر سیال هند باندې د اغېز یادونه کوي.

اعظمي زیاتوي: "په افغانستان باندې به یې هم حتماً اغېز وي که څه هم د افغانانو استدلال دا و چې چین په افغانستان کې او چایهار کې باید د یوه همکار په صفت راشي او له افغانستان، هند او ایران سره په ګډه کار وکړي، دا یوه پېچلې مسئله ده، په دې کې شک نسته چې په دې مسئله کې اقتصادي ګټې تقابل کوي."

حکمت اعظمي
حکمت اعظمي

ښاغلی اعظمي فکر کوي چې په ایران کې د چین بوختیا ښايي د سعودي عربستان له مخالفت سره مخامخ شي او د پاکستان او سعودي عربستان اړیکې هم اغېزمنې کړي.

انند ساهای، چې کلونه یې په افغانستان کې تېر کړي او د افغانستان او سیمې پر حالاتو یې ګڼې لیکنې کړي، د هند او ایران اړیکې تاریخي او ژورې بولي او فکر کوي چې د چین له لوري د چابهار – زاهدان د رېللارې جوړېدا د هغې لویې پروژې یوه کوچنۍ برخه ده چې هند او ایران پرې سلا کړې ده.

دی په عین حال کې وايي: "د چین ډېرې پیسې یا دا ژمنه چې ایران ته به یې ورکړي، ممکن پر ایران اغېز ولري خو بشپړ اغېز یې ناممکن دی خو که حتی دا هم ومنو چې د چین پیسې به په ایران کې د دغه هېواد د اغېز سبب شي، فکر کوم دا به تر وخت مخکې خبره وي چې ووایو د هند او ایران اړیکې به بدلې کړي."

ښاغلی ساهای د دې خبرې دلیل دا یادوي چې هند لا هم په چابهار کې دخیل دی چې د ده په نظر د هند او ایران د اړیکو لپاره زیات اهمیت لري.

که هند له دې پروژې ایستل شوی نه وي، ولې دا موضوع په همدې ډول رسنیو منعکس کړې او په ځانګړي ډول دا خبرونه په داسې وخت کې خپرېږي چې چین له ایران سره د یوې لویې موافقې په درشل کې دی.

د دې پوښتنې ځواب په سینګاپور کې د آر ایس آی ایس د څېړنیز مرکز څېړونکې اغلې نارایانان ورکوي او وايي: "د دې لپاره چې په داسې وخت کې پېښېږي چې د چین او هند ترمنځ سیالي په شدید ډول د زیاتېدو په حال کې ده، هند په خپل ګاونډ کې د چین د زیاتېدونکي حضور په وړاندې د انډول لپاره د ټاکنو د موندلو په لټه کې دی، او د چابهار پروژه یو شونی انتخاب و او ایرانیان هم یقیناً خوشالېدل چې که هند ونډه اخیستې وای نو له دې لارې یې افغانستان، منځنۍ اسیا او روسیې ته لار موندله."

چابهار بندر د افغانستان لپاره ځانګړی اهمیت لري ځکه چې افغان سوداګر شکایت کوي، هرکله چې د پاکستان زړه وغواړي خپلې لارې بندوي او ځینې افغان چارواکي وايي چې پاکستان له خپلو ترانزیتي لارو پر افغانستان د فشار په توګه کار اخلي. خو د چابهار بندر د پاکستان پر لارو د افغانستان اتکا تر ډېره کموي.

د امریکا د جورج ټاون پوهنتون د بهرنیو خدماتو او د امنیتي مطالعاتو د پروګرام استاده پروفیسره کریستاین فېر هم دې ته ورته نظر لري.

دې د هرات د امنیتي ډیالوګ په اوومه غونډه کې وویل چې پاکستان پر افغانستان د خپلو غوښتنو د منلو لپاره له کراچۍ بندره استفاده کوي.

دې همدې ټکي ته په پام د افغانستان لپاره د چابهار بندر د اهمیت په اړه وویل: "څه چې چابهار ډېر مهم کوي، که چابهار یو دوامدار بندر وي بیا نو افغانستان له پاکستانه پرته یو بل انتخاب هم لري او همدا علت دی چې پاکستان د چابهار په اړه ډېره اندېښنه لري، ښايي د زرنج – دلارام پر لویه لاره د حملو د ډېروالي دلیل همدا وي."

د پروفیسرې فېر په باور په پیل کې پر ایران د امریکا د بندیزونو له کبله هند په چابهار کې فعالیت ودراوه.

د دې په نظر که هند په چابهار کې خپل فعالیت دروي، چینایان رامخکې کېږي.

چابهار بندر
چابهار بندر

چین له ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۱۸ پورې په ایران کې ۲۷ ملیارد ډالره پانګونه کړې خو په وروستیو کې داسې ناتائید شوی راپورونه هم خپاره شول چې ګواکې چین په ایران کې د ۴۰۰ میلیارد ډالرو پانګونه کوي.

د امریکن انټرپرایز انستیتیوت پراساس په داسې یوه هېواد کې چې بندیزونه پرې لګول شوي وي، د دومره پانګونې امکان نشته.

په ۲۰۱۶ میلادي کال چین په ایران کې ۳ میلیارده پانګونه کړې وه خو په ۲۰۱۸ کې یې ۲ میلیارد ډالره وکړه.

حال دا چې په ورته موده کې چین په متحده عربي اماراتو کې د ۸ میلیارد ډالرو پانګونه کړې ده.

د اغلې فېر په نظر چابهار د سیمې د ګڼو هېوادونو لپاره مهم دی، افغانستان ته له دې کبله اهمیت لري چې د پاکستان پر بندرونو له اتکا یې خلاصوي، د هند لپاره په دې خاطر مهم دی چې پاکستان اجازه نه ورکوي چې له خاورې یې خپل سوداګري مالونه افغانستان او منځنۍ اسیا ته صادر کړي او د روسیې او منځنۍ اسیا لپاره د شمال او جنوب ترمنځ د راکړو ورکړو اسانتیا برابروي.

XS
SM
MD
LG