د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۱

د چابهار پر پروژې د هند او چین د اړیکو اغېز


چابهار بندر
چابهار بندر

چابهار هغه بندر دی چې افغانستان له هند او هند له منځنۍ اسیا سره وصلوي.

هندي رسنیو په وروستیو کې د چابهار د بندر مسئلې ته پاملرنه زیاته کړې ده.

دې رسنیو تور پورې کړی دی چې ایران له دې پروژې څخه نوی ډیلی اړخ ته کړی دی.

د ایران د لارو او ښارجوړونې د وزارت مرستیال خیرالله خادمي وایي، د چابهار له پروژې د هند د څنګ ته کولو علت دا دی چې نوي ډیلي د دې پروژې د تامینولو چارې نژدې درې کاله ځنډولي دي.

تر دې مخکې د ایران د بندري چارو د سازمان مرستیال فرهاد منتصر ویلي و، ایران اصلا د چابهار بندر په برخه کې له هند سره کوم تړون نه دی کړی.

دا خبرې په داسې وخت کې شوې دي چې د راپورونو له مخې چین غواړي په ایران کې پانګونه وکړي او د هند او چین ترمنځ پر پوله د جګړې له امله د نوي ډیلي او پیکنګ اړیکې خړپړ شوې دي.

دا جګړه لومړی ځل دوې میاشتې مخکې پیل شوه او بیا د جون په میاشت کې سخته شوه چې هندي ځواکونو په کې د خپلو شلو سرتېرو د وژلو خبر ورکړ.

دا جګړه د دواړو هېوادو ترمنځ په تېرو څلورو لسیزو کې تر ټولو سخته بلل شوې ده.

سوال دا دی، که هند د چابهار له بندره څنګ ته شي د دې پروژې راتلونکې به څرنګه شي؟

په سینګاپور کې د (ار ایس ای ایس) په څېړنیز مرکز کې څیړونکې سومیتا نارایانان کوتي چې د هند او ایران ترمنځ د چابهار د بندر په اړه څېړنه کوي، وایي، هند د چابهار په ټوله پروژه کې برخه نه لري

هغه زیاتوي: "اجازه راکړئ چې له دې ځایه خبره راواخلم چې د اورګاډي د پټلۍ د جوړېدو موضوع د هند او د ایران د تړون برخه نه ده. په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې چې کله ایران او هند د چابهار په اړه جدي خبرې پیل کړې، تر ډېره یې د خبرو اصلي تمرکز په چابهار کې د شهید بهشتي د بندر په اړه وو، یعنې هند غوښتل چې دا بندر پراخ کړي او هلته پانګونه وکړي، د دې پروژې دوهمه برخه له چابهاره تر زاهدانه د اورګاډي د پټلۍ تېرېدل و چې له هغه ځایه افغانستان ته رسېږي، په دې مسیر کې لاره شته خو ریل پټلۍ نه شته، په دې ډول درې سره هېوادو د مالونو د لېږدولو په خاطر د اسانتیاوو په رامنځته کولو موافقه وکړه، د دې پروژې یوه برخه عملي شوې ده یعني هند له چابهار بندره استفاده کوي چې تر ډېره یې خوراکي مواد او غنم د هند له یوه غربي بندره چابهار او له هغه ځایه افغانستان ته انتقال کړې دي."

میرمن کوتي په دې اړه چې د چابهار پروژې ته اوس ولې هند اندیښمن دی، وایي: "دا په پېښه په داسې وخت کې شوې ده چې د چین او هند ترمنځ سیالي خورا په زیاتېدو ده، هند د نورو لارو د موندلو په هڅه کې دی څو په سیمه کې له چین سره یو توازن رامنځته شي او د چابهار پروژه یوه لاره وه، ایرانیان هم ښکاره ده چې خوشاله کېدل چې هند برخه په کې واخلي او له دې لارې افغانستان، منځنۍ اسیا او روسیې ته ایران لاره پیدا کوله خو دا باید زیاته کړم چې په وروستیو دوو میاشتو کې هند او چین پر پوله نښتې کړې دي چې دا په تېرو څلورو لسیزو کې تر ټولو بدې نښتې دي، په ورته وخت کې موږ د هند او ایران ترمنځ د تړون شاهدان یوو چې دا هرڅه په هند کې پر عمومي نظر اغېز کړی دی."

د ایران چابهار بندر
د ایران چابهار بندر

ایران د روان کال په پیل کې خبر ورکړ چې له چابهاره د افغانستان په لور د اورګاډي د پټلۍ د جوړېدو کارونه پیل شوې دي.

دا لاره شپږ سوه اته ویشت کیلومتره ده چې د زاهدان، بیرجند او مشهد له لارې له افغانستان سره وصلېږي.

د ایران د ښارجوړونې وزارت هغه وخت ویلي و چې دا په ایران کې د ریل تر ټولو اوږده کرښه ده چې د اقتصادي بندیزونو سربېره به د کال تر اخره د دې لارې یو سل او پنځوس کیلومتره جوړه شي.

افغان چارواکو د دې لارې د جوړېدو هرکلی وکړ.

د افغانستان د اورګاډي د ادارې د فني چارو مرستیال عبدالباري صدیقي هغه وخت ازادي راډیو ته ویلي و چې د چابهار پروژه یوازې سوداګرۍ ته مهمه نه ده دا پروژه سیمه سره تړي.

د ایران او هند اړیکې که چېرته خرابې شي ممکن د افغانانو پر هغو ګټو منفي اغېز وکړي چې له چابهار بندر څخه یې هند ته د صادراتو او وارداتو له لارې ترلاسه کوي، خو میرمن کوتي وایي، په دې بندر کې یوه ازاده تجارتي سیمه هم شته او هند هلته د پانګونې لپاره له ایراني لورې سره په خبرو دی.

XS
SM
MD
LG