د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۹

ایرو اېشیا رېویو: چابهار بندر د دواړو هند او چین د سیالۍ یو ډګر دی


بهرنۍ ورځپاڼې
بهرنۍ ورځپاڼې
  • ایرو اېشیا رېویو

ایرو اېشیا رېویو خپرونې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو او پر دې هېواد د چین د نفوذ احتمالي زیاتوالي ته په یوه مطلب کې کتنه کړې ده.

د مطلب لیکوال له طالبانو سره د امریکا د سولې د تړون او له مخې یې له دې هېواده د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه له یو لړ څرګندونو وروسته د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ هغه خبرداري ته چې ویلي و که بیا له افغانستانه ورته ګواښ متوجې شي، د تندر په څېر به داسې حمله وکړي چې ساری یې نه‌دی لیدل شوی، اشاره کوي او لیکي، دا چې که دا ډول حمله کېږي، اغېز به‌یې څه وي دا به هغه وخت ښکاره شي، خو دا واضح ده، د قدرت هغه خلا چې په افغانستان کې د امریکا له وتلو وروسته رامنځته کېږي، هغه به چین ډکوي.

د لیکوال په باور دې ته په پام چې چین به د افغانستان له طبیعي زېرمو چې تر درې ټریلیون ډالرو پورې اټکل شوي، ګټه پورته کوي، ښایي دا ډول یوه حمله هم تر یوه حده پر خپل ځان حمله وبولي.

ایرو اېشیا رېویو خپرونه په دې برخه کې په ایران کې د چین له ګټو د دفاع په اړه د چین د جګپوړي پوځي چارواکي د څو کلونو مخکې خبرداري ته اشاره کوي او لیکي، په ایران کې دېره څېړونکو په ۲۰۱۲ کال کې د چین د خلکو د ازادي بخښونکي پوځ د مشر د دغه خبرداري چې ویلي و چین به د ایران په ساتنه کې که هغه درېیمه نړیواله جګړه هم وي، زړه نا زړه نه‌شي، مسئله راپورته کړې وه.

ایرو اېشیا رېویو خپرونه په سیمه کې د چین او هند د نفوذ د زیاتوالي هڅو ته په تېره بیا له ایران سره د چین د ستراتېژیکو همکاریو د تړون په رڼا کې کتنه کړې او د چابهار بندر یې د دواړو هند او چین د سیالۍ یو ډګر یاد کړی دی.

هغه بندر چې افغانستان‌یې له خپل نږدې متحد هند سره د ځمکې او اوبو له لارې د سوداګرۍ اړیکو د پراختیا لپاره چې پر پاکستان د افغانستان اتکا راکموي، ډېر مهم بولي.

د خپرونې په لیکنه، په ایران او افغانستان کې د چین د نفوذ د زیاتوالي یو هدف هم د هند د ګټو په نښه کول دي. چین غواړي منځنۍ اسیا، منځني ختیځ او د هند سمندر ته د رسېدو لپاره له افغانستان او ایران څخه د ستراتېژیکو لارو په توګه کار واخلي او هم په دې توګه په اسیا کې د خپل سیال هند چې د امریکا متحد دی، د نفوذ مخه ډب کړي.

  • واشنګټن ټایمز

واشنګټن ټایمز ورځپاڼې د افغانستان په مسئله کې د سیمې د بلې مهمې لوبغاړې روسیې په اړه یوه لیکنه خپره کړې او لیکي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چې نوی یې د خلکو ملاتړ خپل کړی او تر ۲۰۳۶ کال پورې به په قدرت کې وي، یوه داسې ستراتېژي مخ ته کړې چې هدف‌یې په نړیواله کچه د متحده ایالاتو د رول کمزوري کول دي.

واشنګټن ټایمز لیکي، پوتین دغه ستراتېژي د دې لپاره مخ ته وړي چې له متحده ایالاتو غچ واخلي.

د خپرونې په لیکنه، پوتین په ۱۹۹۱ کال د پخواني شوروي اتحاد پاشل کېدل د پېړۍ تر ټولو ستر جیوپولیتیکي ناورین یاد کړی او هڅه کوي چې هغه توجیه کړي.

واشنګټن ټایمز، په سوریه کې مداخله، د امریکا د ۲۰۱۶ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې مداخله، په افغانستان کې د امریکایي او د متحدینو د پوځیانو د وژلو لپاره طالبانو ته د پیسو ورکولو ادعا او ځیني نور د پوتین د دغو هڅو د څو بېلګو په توګه یاد کړي دي.

واشنګټن ټایمز لیکي، داسې ښکاري چې د پوتین ستراتېژي پر دې متمرکزه ده چې له چین سره چې له امریکا سره‌یې په اړیکو کې ترینګلتیا زیاته شوې، خپلې اړیکې ښې کړي. پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد پوځي ماته جبران کړي او هم غواړي دا مسئله یقیني کړي چې متحده ایالات هم په افغانستان کې ډېر زیان وګالي.

XS
SM
MD
LG