د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۵۴

نشنل انټرسټ: هندوستان په ایران کې د خپل حضور د پیاوړي کولو هڅه کوي

یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • نشنل انټرسټ

نشنل انټرسټ خپرونې د چین او ایران د پراخېدونکې اړیکو په اړه یو لیکنه کړې.

په لیکنه کې د ایران په چابهار بندر کې د هندوستان پر پانګونې د دې اړیکو د اغېزو او په دې برخه کې د نورو ستونزو یادونه شوې.

هندوستان غواړي د ایران د چابهار بندر له لارې له افغانستان او منځنۍ اسیا سره سوداګریزه راکړه ورکړه پراخه کړي.

خپرونه د چین او هندوستان ترمنځ ترینګلو اړیکو ته اشاره کوي او وايي، هندوستان له لسیزو راهیسې په ایران کې د خپل حضور د پیاوړي کولو هڅه کوي.

نشنل انټرسټ د ایران په چابهار بندر کې د هند د پانګونې یادونه کوي او وايي، هندوستان په وروستیو کلونو کې، د ایران چابهار بندر کې د عصري تأسیساتو د ودانولو موافقه وکړه چې په دې لړ کې له چابهار څخه تر افغان پولې پورې د اورګاډي د پټلۍ غځول هم شامل و.

د لیکوال په وینا دا هغه څه دي چې په وچه کې ایسار افغانستان له سمندر سره وصلوي او د دې هېواد سوداګري او ځپلی اقتصاد پیاوړی کولای شي.

د نشنل انټرسټ په وینا د هندوستان لپاره چابهار یوازې د تېلو د وارداتو اسانتیا او افغانستان او منځنۍ اسیا سره د تړاو لاره نه‌ده، بلکې ورته نږدې د چین په ملاتړ د پاکستان د ګوادر بندر په وړاندې هم د سیالۍ یو فرصت برابروي.

د لیکوال په وینا په ۲۰۱۸ م کال کې چې کله ولسمشر ټرمپ له ایران سره له نړیوال اټمي تړون ووت او امریکا پر ایران بېرته بندیزونه ولګول، په چابهار بندر کې یې د هند پانګونه هم اغېزمنه کړې.

د نشنل انټرسټ خپرونې په وینا د ایران چابهار بندر د افغانستان په بیا رغونه کې د احتمالي رول له کبله له دې بندیزونو مستثنی وګڼل شو، خو بیا هم هند ونه‌توانېده چې د چابهار چلولو لپار خصوصي کمپنۍ ومومي.

خپرونه زیاتوي، دا هم ثابته شوه چې هند ته د دې بندر د فعالولو لپاره اړینه ماشینري برابرول هم ناممکن شول.

لیکوال د تېر اوړي هغو راپورونو ته هم اشاره کړې چې وايي، هندوستان تر اوسه د هغې بودجې څخه چې ۲۰۱۷ م کال کې یې چابهار بندر ته بېله کړې وه، تقریباً هېڅ پیسې نه‌دي لګولي.

نشنل انټرسټ زیاتوي، له دې بندر څخه اوس سوداګري ډېره کمه ده او په وینا یې د چابهار بندر د کلني ظرفیت تر ۱۰ سلنه کمه راکړه ورکړه ترې کېږي. د لیکوال په وینا هند د اورګاډي د پټلۍ په برخه کې هم څه پرمختګ ونه‌کړ او پر ځای یې ایران اړ شو چې خپله لاس په کار شي.

افغانستان چې د پاکستان د بندرونو له لارې په سوداګرۍ کې وخت په وخت ستونزې لري، د چابهار بندر ته د هند او نورې نړۍ سره د راکړې ورکړې لپاره د یو ښه بدیل په سترګه ګوري.

  • مېل انلاین

مېل انلاین بیا په افغانستان کې د داعش شبکې د یو مشر اسدالله اورکزي د وژل کېدو په اړه راپور خپور کړی دی. د ورځپانې په وینا اورکزی په افغانستان کې پر پوځي او ولسي اهدافو په څو خونړیو بریدونو کې په لاس لرلو مشکوک دی.

مېل انلاین د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو وروستي راپور ته اشاره کړې چې په‌کې ویل شوي، افغانستان کې د ۲۰۲۰ م کال په لومړیو شپږ میاشتو کې د داعش وسله‌والې ډلې له‌خوا ۱۷ بریدونه ثبت شوي چې په‌کې ولسي خلکو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

مېل انلاین په کابل کې تېرې مارچ میاشت کې د سېکهـ افغانانو پر یو عبادتځای د داعش د وسله‌والې ډلې برید هم یاد کړی چې لږ تر لږ ۲۵ تنه په‌کې وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي وو.

This item is part of
XS
SM
MD
LG