د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۰

ملګرو ملتونو له پاکستانه د بې‌اسناده افغان کډوالو د خوندیتوب غوښتنه وکړه


د کراچۍ پولیسو دا افغانان د اسنادو نه لرلو په تور نیولي او افغانستان ته یې ستنوي. November 2, 2023
د کراچۍ پولیسو دا افغانان د اسنادو نه لرلو په تور نیولي او افغانستان ته یې ستنوي. November 2, 2023

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ له پاکستانه په هغه هېواد کې د بې‌اسناده افغان کډوالو د خوندیتوب غوښتنه وکړه.

له پاکستانه د بې اسناده افغان کډوالو د اخراج د څرنګوالي په اړه د اندېښنو په دوام د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ یو وار بیا د دغو کډوالو پر خوندیتوب ټینګار وکړ.

د خوندیتوب په چارو کې د 'یو این ایچ سي آر' مرستیال کمشنرې جیلیان ټریګز پرون په خپله ایکس شبکه کې لیکلي، دوی بیا هم د هغو افغانانو د خوندیتوب لپاره خپل درخواست ته دوام ورکوي.

هغې ویلي، دغه کسان د جبري اخراج له کبله په افغانستان کې له قریب القوع خطر سره مخامخېږي.

د هغې په لیکنه، د دوی د نه ستنېدو لارښود، بې له دې چې د افغانانو وضعیت ته پام وشي، د دوی د جبري اخراج د ځنډ غوښتنه کوي.

د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې نن سبا ګڼ افغانان چې د اخراج له خطر سره مخامخ دي، د پاکستان د امنیتي ځواکونو له خوا د نیول کېدو له ډاره په پټه ګرځي.

په کراچې کې د اسناد نه لرلو په تور نیول شوي افغان کډوال. November 2, 2023
په کراچې کې د اسناد نه لرلو په تور نیول شوي افغان کډوال. November 2, 2023

صالح زاده چې د امنیتي دلایلو له مخې یې خپل لومړی نوم نه دی اخیستی، رویټرز اژانس ته ویلي، په بدخشان کې یې خپله کورنۍ تر شا پرېښې او کال مخکې له ویزې پرته پاکستان ته تللی، ځکه دی په خپل کلي کور کې نور د یوه سندرغاړي په توګه ژوند نه شي کولی.

هغه وویل: "زما ژوند کاملاً په خطر کې و، ځکه مې احساس کړل چې ټول خوبونه او هرڅه مې په اوبو لاهو شول. کورنۍ او دوستان مې په افغانستان کې پاتې دي. خپله دنده مې له لاسه ورکړه. له افغانستانه وتښتېدم."

د ده په څېر ګڼ افغانان دې‌ته سترګې په لاره دي چې له پاکستان نورو هېوادونو لکه د امریکا متحدو ایالتونو، کاناډا، جرمني یا نورو هغو ته ورسېږي.

یوې ۲۳ کلنې افغان مېرمنې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، رویټرز اژانس ته ویلي، دوی د پولیسو د نیول کېدو او افغانستان ته د شړل کېدو له ډاره نه خوب نه لري او نه هم ارام.

هغې وویل: "د پاکستان دولت چې اوس د کډوالو د اخراج پروسه پیل کړې، اوضاع یې دومره ډېره خرابه کړې چې موږ په خپلو کورونو کې قلف یو. له داخل څخه نه. په داسې شرایطو کې ژوند کوو، چې په کور کې دننه یو خو څراغ نه شو لګولی. دروازه له بهر قلف ده. په لوړ اواز خبرې هم نه شو کولی. د دې لپاره چې ګاونډی راباندې خبر نه شي."

له پاکستانه افغانستانه ته ستانه کړای شوي افغان کډوال.
له پاکستانه افغانستانه ته ستانه کړای شوي افغان کډوال.

پاکستان مخکې ویلي وو، په دغه هېواد کې د دېره افغان کډوالو شمېر څلورو ملیونو ته رسېږي چې له دې ډلې یو ملیون او ۷لکه یې بې اسناده دي.

دغه بې اسناده افغان کډوال داسې وخت اخراجېږي چې په پاکستان کې د ناامنیو پېښې زیاتې شوي او اسلام اباد په وار وار افغان وګړي په کې په لاس لرلو تورن کړي دي.

پاکستاني چارواکي وايي، پر افغانستان د طالبانو له بیاټینګولو وروسته په پاکستان کې د ناامنیو پېښې زیاتې شوې دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني روانه اوونۍ ویلي، تراوسه له پاکستانه تر ۳۰۰ زره زیات افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

ځینو افغانانو شکایت کړی چې د قانوني اسنادو له لرلو سره سره د پاکستاني پولیسو له خوا نیول شوي، ځورول شوي، پیسې ځنې اخیستل شوي او بیا افغانستان ته اړول شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG