د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۳

ډبلیو ایف پي: له پاکستانه د راستنېدونکو افغانانو لپاره د بودیجې دوام به ساده نه وي


له پاکستانه افغانستان ته ستانه کړای شوي افغان کډوالو کمپ. دغه کمپ تورخم دروازې ته نږدې د نړیوالو مرستندویانو په مرسته جوړ شوی دی.
له پاکستانه افغانستان ته ستانه کړای شوي افغان کډوالو کمپ. دغه کمپ تورخم دروازې ته نږدې د نړیوالو مرستندویانو په مرسته جوړ شوی دی.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو ایف پي' مشره سېنډي مک کېن وايي، په داسې حال کې چې افغانان بې رحمه زلزلو ځپلي او ژمي ته تیاری نیسي، د راستنېدونکو لپاره د بودیجې داوم به ساده نه وي.

نوموړې تېره شپه ناوخته پر خپله ایکسپاڼه لیکلي دي چې د ورځې زرګونه افغانان مجبورېږي چې له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شي.

مک کېن زیاتوي، د خوړو نړیوال پروګرام دا مهال ۶۰ زره راستنو شویو کډوالو ته خواړه برابروي او د یو میلیون نورو راستنېدونکو د ملاتړ لپاره تیاری نیسي.

په ورته وخت کې افغانستان ته تازه راستانه شوي هم اوسنیو ستونزو او بې سرپناه ژوند ته اندېښمن دي.

رحمت ګل، چې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر څخه افغانستان ته راستون شوی، وايي چې پاکستاني حکومت په داسې حال کې خپل وطن ته راولېږه چې ژمی هم راروان دی او دی هېڅ نه لري.

هغه زیاتوي: "په دومره وخت کې یې خفه نه کړو، خو اوس ترې خفه یوو، ځکه وخت یې رانه کړ، دې سور ژمي ته یې راولېږلو، نه مو هم ځمکه شته، نه مو جایداد معلوم دی، مور او پلار مې هم مړه دي."

له پاکستانه افغانستان ته راستانه کړای شوي افغان کډوال. November 4, 2023
له پاکستانه افغانستان ته راستانه کړای شوي افغان کډوال. November 4, 2023

یو بل تازه راستون شوی چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، بیا د خوړو له کمښته شکایت کوي.

هغه ازادي راډيو ته وویل: "مخکۍ یې ډوډۍ راکړې وه، خو نن څه نه شته، دوی وايي چې موږ بندوبست کوو او ټوکن درته جوړو. تر اوسه خو څه نه شته، وروسته به پته ولګېږي."

افغانستان ته له پاکستان څخه تازه راستانه شوي داسې مهال له شته ستونزو شکایت کوي چې تر دې مخکې د ژغورنې نړیوالې کمېټې او د ناروې او ډنمارک د کډوالو شوراګانو هم په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي وو، هغه افغانان چې له پاکستان څخه ایستل کېږي، په افغانستان کې د استوګنې لپاره داسې ځای نه لري چې ورشي.

دې درېیو سازمانونو د دې ترڅنګ چې په چټکۍ یې د را ستنېدونکو کډوالو د شمېر زیاتېدو خبرداری ورکړی و، له نړیوالو مرستندویانو څخه یې له دوی سره د مرستې غوښته هم کړې وه.

په داسې حال کې چې ګڼو نړیوالو سازمانو له پاکستان څخه غوښتي وو چې د ژمي د رانږدې کېدو له امله دې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ودروي، خو د پاکستان د سرپرست حکومت صدراعظم انوارالحق کاکړ پرون په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، دوی په سلګونو زره افغان کډوال ځکه له پاکستان څخه باسي چې افغانستان د هغو پاکستاني سختدریځو په مخنیوي کې پاتې راغلي چې د افغان خاورې په کارولو سره په پاکستان کې عملیات مخ‌ته وړي.

خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله بیا د دې ادعا په ځواب کې ویلي چې دوی په پاکستان کې هم امن غواړي، خو د دې هېواد د امنیت ساتلو مسوول نه دي.

د پاکستان سرپرست حکومت د اکټوبر په درېیمه نېټه ټولو بې اسناده کډوالو ته وخت ورکړ چې د نومبر تر لومړۍ نېټې مخکې له پاکستان څخه ووځي، که‌نه دوی به یې په زور وباسي.

له هغه وروسته چې د پاکستان حکومت له خپلې خاورې د بې اسناده کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې، په زرګونو افغانان په وروستیو اوونیو کې افغانستان ته راستانه شوي دي چې ډېر یې په هغو موقتي کمپونو کې دېره دي چې په تورخم او سپین بولدک کې د دوی لپاره جوړ شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG