د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۱

د بحران نړیواله ډله: له پاکستانه د افغان کډوالو ډله‌ییز ایستل په سیمه کې بې‌ثباتي راولي


له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو له بهیره یو انځور
له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو له بهیره یو انځور

د بحران نړیواله ډله وايي، له پاکستانه د افغان کډوالو ډله ییز ایستل په سیمه کې بې ثباتي راولي.

په داسې حال کې چې له پاکستانه د لکونه بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ روانه ده د بحران نړیواله ډله وايي، د افغان کډوالو ډله ییز ایستل په سیمه کې بې ثباتي راولي.

نوموړې ډله چې په نړۍ کې د روانو بحرانونو په اړه څېړنې کوي په خپل تازه راپور کې چې بېګا خپور شو لیکي چې پاکستان بحران ځپلي افغانستان ته د میلیونونه افغان کډوالو د ستنولو بهیر پیل کړی دی.

دې ټولنې هغو علتونو ته هم کتنه کړې ده چې له مخې یې اسلام آباد د افغانانو د ایستلو پرېکړه کړې.

افغان کډوال چې له پاکستانه ایستل کېږي. November 12, 2023
افغان کډوال چې له پاکستانه ایستل کېږي. November 12, 2023

د نړیوال بحران ډله په پاکستان کې وروستۍ ناامنۍ او په تېره د پاکستاني طالبانو حملې د دې یو لوی علت بولي او ترڅنګ یې د سرپرست صدراعظم انوارالحق کاکړ هغې ادعا ته اشاره کوي چې ویلي یې دي په وروستیو تروریستي حملو کې ډېرو افغانانو لاس درلوده.

پاکستان د طالبانو پر حکومت تور لګولی د پاکستاني طالبانو د ځپلو په چاره کې یې همکاري نه ده کړې.

اسلام آباد دا هم ویلي دي چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري.

پاکستاني چارواکو وايي، د افغان طالبانو له واکمنېدو وروسته په پاکستان کې په تروریستي حملو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی، خو د طالبانو حکومت د دوی دا ادعاوې رد کړې دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر ایکس شبکې په یوه تازه بیان کې ویلي چې دوی په پاکستان کې د امنیت د ټینګولو مسوولیت نه لري.

په راپور کې د بحران د نړیوالې ډلې د کارپوه ابراهیم بحیث له قوله راغلي چې نوموړی وايي، دا پالیسي به په داسې حال کې چې اسلام آباد غواړي په امنیتي برخه کې خپل اقدامات توجیه کړي په سیمه کې بحران لا پراخ کړي.

د بحران نړیوالې ډلې د امریکا په ګډون له هغو هېوادونو چې پر پاکستان نفوذ لري غوښتي چې اسلام آباد له دې پلان څخه لاس اخیستلو ته وهڅوي.

دا ټولنه وايي، که نړیوال دا کار نه کوي نو لږترلږه د پاکستان له سرپرست حکومت څخه دې وغواړي چې اوسنی غیرعملي پلان وځنډوي او پرځای دې یې له افغانستان او پاکستان دواړو څخه وغواړي چې په تدریجي ډول د افغان کډوالو د ایستلو په برخه کې موافقه سره وکړي؛ هغه هم په داسې یوه طریقه چې له حقوقي او بشري اصولو او معیارونو څخه سرغړونه په کې ونه شي.

همدې اصولو ته د پاملرنې غوښتنه د چارو شنونکي هم کوي.

د بشري حقونو فعالې نظیفې جلالي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "هرڅه ځانته اصول لري. د نړیوالو میکانیزمونو مطابق مهاجرت او په بل هېواد کې ژوند کول حق او حقوق لري. یو له دې حقوقو څخه دا دی چې کله مهاجرین بېرته خپلو هېوادونو ته ستنېږي، باید امکانات ورته برابر شي. په افغانستان کې له بده مرغه سربېره پر دې چې اقتصادي ستونزې دي او خلک به له اقتصادي فقر سره مخامخ شي ځکه په افغانستان کې د ځوان نسل لپاره د کار او بوختیا مناسب فرصتونه نه شته."

د بحران نړیوالې ډلې له نړیوالو مرستندویانو هم غوښتي دي چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ په مرسته د افغان کډوالو مالي او تخنیکي ملاتړ وکړي.

دې ټولنې له امریکا، د اروپايي ټولنې له غړو، کاناډا او نورو لویدیځو هېوادونو، چې د کډوالو د منلو پروګرامونه لري غوښتي دي چې د افغان کډوالو د منلو پروګرامونه چټک کړي او له هغو خلکو یې پیل کړي چې افغانستان ته د ستنېدو په صورت کې یې ژوند په خطر کې دی او ملګرو ملتونو مخکې مشخص کړي دي.

له پاکستانه افغانستان ته ستانه کړای شويو د افغان کډوالو خیمې. November 12, 2023
له پاکستانه افغانستان ته ستانه کړای شويو د افغان کډوالو خیمې. November 12, 2023

په عین حال کې د پاکستان په سنا کې د بېلابېلو ګوندونو استازو هم پر حکومت غږ کړی چې د افغان کډوالو د ایستلو پلان وځنډوي.

د جماعت اسلامي ګوند استازي مشتاق احمدخان پرون وویل، ده سترې محکمې ته لیکلي چې د قانون له مخې موقت حکومت ورځنۍ چارې سمبالوي او د کډوالو د ایستلو د پرېکړې صلاحیت نه لري او دا پرېکړه باید راتلونکي منتخب حکومت ته پرېښودل شي.

نوموړي زیاته کړه چې پاکستان له افغان کډوالو څخه پخوا د روسیې پر وړاندې د ډال په توګه کار اخیست، خو اوس یې په جبر سره باسي.

د افغان کډوالو د ایستلو د پرېکړې په خاطر د پاکستان حکومت نه یوازې په کور دننه له نیوکو سره مخامخ دی بلکې لوېدیځو دولتونو او د بشري حقونو ډلو هم دا اقدام غندلی دی.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ یا 'یو این ایچ سي آر' پخوانۍ سفیرې او فلمي ستورې انجېلېنا جولي هم پرون له دې کبله اندېښنه وښوده او دا یې د افغانانو د کړاوه ډک تاریخ یوه نوې تراژیدي وبلله چې د دې په وینا له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې یې له جګړو او بېځایه کېدو پرته بل څه نه‌دي تجربه کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG