"کله چې موږ عامه کتابتونو ته لاړ شو د مرکز په شمول، يوازې هغه د تاريخ برخې تر ډېره پورې پيدا کولی شو او يا مثلاً ديني علوم، نور ډېر په سختۍ باندې موندل کېږي."
دا د اجمل نظري خبرې دي . هغه، تازه د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتو څانګې د ماسټرۍ دورې درسونه پای ته رسولي او اوس د تېزس په ليکلو په بوخت دی.
نوموړی وايي، په نږدې وخت کې بیا- بیا د کابل عامه کتابتون ته ورغلی، خو په خبره یې هلته يوازې د ټولنيزو علومو پخواني کتابونه وو، خو د طب، ساينس او نورو علومو برخه کې هېڅ کتاب نه و موجود.
ښاغلي نظري ازادي راډيو ته د عامه کتابتونو ستونزې داسې کتار کړې:
"که چېرې تاسو هلته وګورئ، مثلاً د طب د برخې اثار، د انجينرۍ د برخې اثار، کمپيوټر ساينس، کله چې پروژې اخيستل کېږي په دې برخه کې اثار يې يعنې په نشت حساب دي هلته. بل مشکل ځينې تحقيقات، لکه مونوګرافونه، تېزسونه، ډيزرټېشنونه يا ځينې مهمې سروې ګانې شوي دي، هغه نه پيدا کېږي هلته."
اجمل نظري وايي، عامه کتابتونونه په اوسني عصر کې چې ټکنالوژۍ وده کړې، هېڅ ډېټابېس نهلري او چې کوم کتاب ترې وغواړې، د کتابتون مسؤلين يې په سختۍ درته پيدا کوي.
نور کمال ارشاد، چې د کابل پوهنتون بل محصل دی هم له ورته ستونزې يادونه کوي، خو وايي په تېرو انقلابونو کې ډېری عامه کتابتونونه د خلکو لهخوا چور شول.
نوموړي ازادي راډيو ته وويل: "په عامه کتابتون کې ته انټرنټ ته لاسرسی نهلرې، هغه څه ته لاسرسی نهلرې چې ستا اړتيا وي. که چېرې ته منابع ونهلرې نو ته نهشې کولی دا چاره په سمه توګه پر مخ يوسې، متاسفانه افغانستان د هغو هېوادونو په کتار کې دی چې منابعو ته پهکې لاسرسی ډېر کم دی، خصوصاً اکثره کتابتونونو کې چې د عامه کتابتونونو نوم ورکول شوی دی، اکثريت پهکې پخواني کتابونه دي."
د پوهنتون یو شمېر استادان هم وايي، د عامه کتابتونونو امکانات ډېر کم دي.
په کابل کې د هېواد خصوصي پوهنتون استاد ذبيحالله فضلي وایي:
"عامه کتابتونونه د مطالعې لپاره تشويقي برنامې نهلري، چې ځوانان دې ته وهڅوي چې مطالعه وکړي، همدارنګه عامه کتابتونونه تازه منابع نهلري، ټول هغه پخواني کتابونه دي. چې محصلانو لپاره کله موږ کورنۍ دنده ورکوو، دوی چې دغه عامه کتابتونونو ته مراجعه کوي، هلته تازه کتابونه يا نوې منابع چې نړۍ کې ورنه استفاده کېږي، خصوصاً د ټکنالوژۍ په برخه کې په دې عامه کتابتونونو کې شتون نهلري."
په دې اړه مو د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مطبوعاتو د امر عبدالواحد ريان نظر وپوښت، خو د دې راپور تر خپرېدو هغه زموږ پوښتنې ځواب نهکړې.
خو د تېر ۱۴۰۱ کال په لړم مياشت کې د کابل د عامه کتابتون عمومي رئيس قاري عبيدالله حنيف د طالبانو تر کنترول لاندې باختر اژانس ته ويلي وو، چې دوی د يو کال په موده کې لس زره ټوکه بېلابېل کتابونه راټول کړي دي او د عامه کتابتون د ډيجيټل کولو بهير به ژر پيل شي.
د معلوماتو پر بنسټ په کابل کې د عامه کتابتون په ګډون په ټول افغانستان کې ۸۳ عامه کتابتونونه شته، چې د نويو منابع د نهشتون، انټرنټ او ټکنالوژۍ نه لرلو او دغه شان ځوانانو ته د هڅوونکو او پام اړونکو پروګرامو د نه جوړولو له امله ترې کمه ګټه اخیستل کېږي.