د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۵

باميان کې يو شمېر ځوانانو له زده‌کړو د بې‌برخو نجونو لپاره کتابتون جوړ کړی


د کاتب فرهنګي کتابتون په نوم دا کتابتون د دغه ولايت په يکاولنګ ولسوالۍ کې جوړ شوی
د کاتب فرهنګي کتابتون په نوم دا کتابتون د دغه ولايت په يکاولنګ ولسوالۍ کې جوړ شوی

يو شمېر ځوانانو او فرهنګيانو د باميانو ولايت په يکاولنګ کې ( کاتب فرهنګي کتابتون) جوړ کړی دی.

د دغه کتابتون مسوولين وايي، شاوخوا څلور مياشتې وړاندې دوی د ټولنيزو شبکو له لارې د کتابونو د راټولولو کمپاين پيل کړى و، چې په ترڅ کې یې د ادبياتو، فلسفې او د ماشومانو لپاره د ځانګړو کتابونو په ګډون دوه زره ټوکه کتابونه راټول کړل.

د دغه کتابتون یوې مسوولې نسیمې بېکزاد ازادي راډیو ته وویل: "د دې کتابتون په جوړولو کې کومې مرستندویه مؤسسې یا هم کوم بنسټ مرسته نه‌ده کړې، دا کتابونه چې موږ د کاتب کتابتون لپاره راټول کړی دي، د لوستو او روڼ انده خلکو ډالۍ ده، غوښتنه مو له خلکو، ټولنې او مرستندویه مؤسسو څخه دا ده چې د کتابونو او د ساتنې د ځای په برابرولو کې له موږ سره مرسته وکړي."

دا کتابونه چې موږ د کاتب کتابتون لپاره راټول کړی دي، د لوستو او روڼ انده خلکو ډالۍ ده

د دغه کتابتون يو بل مسوول عطاء محمد وايي، د ياد کتابتون له جوړولو د دوی موخه د هغو نجونو د پوهاوي کچه لوړول دي، چې له زده‌کړو بې برخې دي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "کاتب فرهنګي کتابتون ته د ډېر شمېر نجونو راتګ دا ښېي چې یاد کتابتون هغو نجونو ته د هیلو دريڅه ده، چې په هېواد کې د وروستي سیاسي بدلون له وجې له زده‌کړو پاتې دي، د دې کتابتون د جوړولو موخه د لوست او مطالعې د فرهنګ غښتلي کول دي په تېره د هغو نجونو پوهه لوړول غواړو چې ښوونځي یې پر مخ تړل شوي."

باميان کې کاتب فرهنګي کتابتون
باميان کې کاتب فرهنګي کتابتون

د باميانو ولايت د یکاولنګ ولسوالۍ اوسېدونکې کتايون حسين زاده چې هره ورځ دغه کتابتون ته د لوستلو لپاره ورځي وايي، په اوسنيو شرايطو کې د دا شان يو ځاى جوړول د نجونو لپاره ښه زېری دی.

اغلې حسين زاده وايي: "دا کتابتون زموږ لپاره ډېر ګټور دی، ځکه طالبانو زموږ پر مخ ټول تعلیمي مرکزونه تړلي، اوس ښوونځي او پوهنتونونه بند دي، یوازینی ځای چې موږ خپله وده او پرمختګ په‌کې وینو، هغه کتابتون دی او له همدې امله ډېره خوښه یم."

"دا کتابتون زموږ لپاره ډېر ګټور دی، ځکه طالبانو زموږ پر مخ ټول تعلیمي مرکزونه تړلي

د بامیان د یکاولنګ یوې بلې اوسېدونکې ګل‌چمن ازادي راډيو ته وویل، که څه هم په دغه کتابتون کې کتابونه کم دي، خو په خبره یې خوښه ده، چې د مطالعې لپاره یې ځای موندلی دی.

نوموړې وايي: "موږ د یکاولنګ خلک تعلیمي اسانتیاو ته لاس‌رسی نه‌لرو، د دې کتابتون جوړول زموږ لپاره ډېر ښه او ګټور کار دی، موږ د دې کتابتون له جوړېدو څخه ډېر خوښ یو، که څه هم ډېر کتابونه نه‌لري، خو ښايي په راتلونکي کې زیات شي."

د کاتب فرهنګي کتابتون مسوولین وايي، په دغه کتابتون کې نه یوازې نجونې او ښځې بلکې هلکان او ماشومان هم کولای شي چې کتابونه ولولي.

دې کتابتون ته ټول کتابونه د خلکو له‌خوا ډالۍ شوي دي چې اوس يې شمېر دوه زره ټوکه ته رسيږي.
دې کتابتون ته ټول کتابونه د خلکو له‌خوا ډالۍ شوي دي چې اوس يې شمېر دوه زره ټوکه ته رسيږي.

د ياد کتابتون د مسوولینو د معلوماتو له‌مخې، له دغه کتابتون له جوړېدو راهیسې چې د کب په څوارلسمه جوړ شوی دی، ۴۰۰ کسانو ورنه لیدنه کړې ده.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له‌خوا د نجونو پر زده‌کړو له بنديز وروسته، په کابل او یو شمېر ولایتونو کې د ښځو لپاره څو ځانګړي کتابتونونه جوړ شوي دي.

له دغو کتابتونونو څخه دوه په کابل او یو په بامیانو کې د کاج ښوونیزمرکز په بريد کې د قربانیانو په یاد جوړ شول، په هغه برېد کې چې د میزان میاشتې په اتمه نېټه وشو، ۵۳ کسان په‌کې وژل شول او ۱۱۰ نور ټپیان شول.

د کتابتونونو د جوړولو هڅې په ځانګړي ډول د ښځو لپاره په داسې حال کې زیاتې شوي، چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه واک ته له بیاځلي رسېدو وروسته د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځي وتړل او په ښځو او نجونو د محدودیتونو د لګولو په دوام یې دوی د ۲۰۲۲ کال د دسمبر په وروستیو کې پوهنتونونو ته له تګ هم راوګرځولې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG