د پښتو ژبې نومیالی لیکوال، څېړونکی او فلکوریست ولي محمد سیال کاکړ تر څو کلنې ناروغۍ وروسته نن د ۷۸ کالو په عمر ومړ.
پوهاند ولي محمد سیال کاکړ چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د سید جمال الدین افغان عالي دولتي مډال ورکړی و نن د ۷۸ کالو په عمر د کويټې په یو روغتون کې ومړ.
د طالبانو په مشرۍ د افغانستان د علومو اکاډمۍ د هغه په مړینه خواشیني ښودلې په یوه اعلامیه کې يې ویلي دي، چې هغه د پښتو ژبې اړوند ډېرې څېړنې کړي او بېلابېل اثار يې لیکلي دي.
ګڼو افغان لیکوالو او څېړونکو د ښاغلي سیال مړینه د پښتو ادب لپاره لویه ضایع بللې ده.
د افغانستان د علومو اکاډمۍ پخوانی او د سیمه ییزو مطالعاتو اوسنی رییس ظاهر شکیب وايي، ښاغلي سیال کاکړ د خپل عمر په وروستیو کې خپل ټول قلمي اثار او بشپړ کتابتون چې زرګونه مهم او تاریخي اثار په کې وو د افغانستان علومو اکاډمۍ ته ډالۍ کړل، چې دلته ترې ګټه اخیستل کېږي.
هغه وویل: "ده خپل ډېری اثار د افغانستان کې علومو اکاډمۍ ته ډالۍ کړي چې په دې کې ۱۳۳ قلمي نسخې، او څه دپاسه ۴۵۰۰ عنوانه کتابونه دي، قلمي نسخې په ارګ کې خوندي دي او کتابتون اوس په علومو اکاډمۍ کې خوندي دی، او افغانان ترې ګټه اخلي."
افغان لیکوال او څېړونکی داوود عربزی وايي، سیال کاکړ د پښتو د فلکور او دغه شان تاریخ پوهنې په برخه کې یو بې ساری متخصص و چې ښايي بیا تکرار نه شي.
هغه وویل: "سیال کاکړ په خپل دې اوږد عمر کې پښتو ژبې ته بې سارې خدمتونه وکړل، په ځانګړي ډول د فلکور او قلمي نسخو د راټولولو په برخه کې، دې د عمر تر پایه له ادب سره تړلی پاتې شو، او د ژبې او ادب د پاللو هڅې يې وکړې."
پوهاند ولي محمد سیال کاکړ په ۱۹۳۵ میلادي کال د پاکستان د پښین په سیمه کې زېږدلی و، لومړنۍ زده کړې يې همدغلته په خپل کلي کې کړې وې، خو وروسته د کویټې، پېښور او پنجاب پوهنتونونو ته د نورو زده کړو لپاره تللی و.
نوموړي په پښتو، درې او اردو ادبیاتو کې درې ماسټریانې کړې وې.
نوموړی په ۱۹۶۴ میلادي کال په بلوچستان پوهنتون کې دنده پیل کړه او په دغه پوهنتون کې د نوموړي په هڅو د پښتو ژبې او ادب څانګه جوړه شوه چې تر ۲۰۰۰ میلادي کال پورې په کې هغه د استادۍ دنده درلوده.
ښاغلي سیال کاکړ تر څلویښتو ډېر کتابونه لیکلي، چې ډېری يې خپاره شوي دي.
نوموړي تر ډېره د ولسي ادب په برخه کې څېړنې کړې وې.
هغه شاعري هم کوله او د شعرونو څو ټولګې يې خپرې شوي دي.
نوموړی د پښتو تر څنګ په اردو، فارسي، بلوچي، پنجابي، براهوي او انګلیسي ژبو روانې خبرې کولای شوې.
د پښتو ترڅنګ يې د "گنجينه ادب" او "خزينه دانش" په نوم په فارسي ژبې هم دوه کتابونه لیکلي او خپاره کړي دي.