د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۵

د طالبانو ګواښونه؛ کابل کې د ښځو لپاره اووه مياشتې مخکې پرانيستل شوی کتابتون بېرته وتړل شو


کابل کې د «زن» کتابتون
کابل کې د «زن» کتابتون

د "زن کتابتون" نږدې ۷ میاشتې مخکې د ۲۰۰۰ ټوکه کتابونو په درلودلو سره د کابل په پل سرخ سیمه کې پرانیستل شو.

دا کتابتون چې د یو شمېر متعرضو مېرمنو له‌خوا جوړ شوی و، مسولان یې ادعا کوي چې، د طالبانو د ګواښونو او مالي ستونزو له امله یې د دوشنبې په ورځ کتابتون وتړلو.

د دې کتابتون یوې بنسټګرې ژولیا پارسي ازادي راډيو ته وویل، طالبانو اجازه نه ورکوله چې ښځې په دې کتابتون کې راټولې شي.

"طالبانو تل مزاحمت کاوه، راتلل او ویل به یې چې نجونې دلته ولې راټوليږي؟

نوموړې وايي: "طالبانو تل مزاحمت کاوه، راتلل او ویل به یې چې نجونې دلته ولې راټوليږي؟ تاسې چا ته کار کوئ؟ دا ځای نور موږ ته امن نه و او ګواښونه ورځ تر بلې ډېرېدل. اقتصاد مو هم ضعیف شو، نور مو نه شوای کولای چې کرایه ورکړو. چا چې مو ملاتړ کاوه، هغوی هم ځواب راکړ او ویل یې چې بل ملاتړی پيدا کړئ، ځکه مو کتابتون وتړلو."

د دې کتابتون یوه بله بنسټګره لیلا بسیم هم ادعا کوي، چې د "زن کتابتون" څو ځله د طالبانو له‌خوا وتړل شو او د فعاليت اجازه نه ورکول کېده.

کابل کې د زن کتابتون
کابل کې د زن کتابتون

هغې ازادي راډيو ته وویل، د امنیتي ګواښونو له وېرې یې په وروستیو ۲ میاشتو کې په کتابتون کې فعاليت نه درلود.

اغلې بسيم وايي: "سخت ګواښ راته و، دوه ځله مو کتابتون د طالبانو له لوري وتړل شو. له یوې خوا طالبانو د هغو ښځو لپاره چې کتابتون ته راتللې، محدوديتونه وضع کول، له بلې خوا اقتصادي ستونزې وې چې هم مو فعاليت نه کاوه او هم په کتابتون کرایه راتله، مجبور شو چې ويې تړو."

"سخت ګواښ راته و، دوه ځله مو کتابتون د طالبانو له لوري وتړل شو.

وحیده محرمي هغه مېرمن ده چې، زن کتابتون ته د مطالعې لپاره ورتله، نوموړې وايي، د دې کتابتون له پرانیستلو وروسته ډېرې نجونې او ښځې هڅول شوې وې چې مطالعه وکړي.

دا مېرمن وايي: "زموږ د ټولنې په ځانګړې توګه د ښځو لپاره ډېره د اندېښنې خبره ده چې نه‌شو کولای حتی د مطالعې لپاره هم یو وړوکی ځای ولرو. زه چې مطالعه کوم، په ځلونو د زن کتابتون ته ورغلې وم، خو کله چې دا کتابتون وتړل شو، زه ډېره ناهیلې شوم او ګورم چې زموږ ټولنه له هر څه وروسته پاتې کېږي."

د دې کتابتون د مسولانو د ادعاو په اړه مو د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه هم وپوښتل، خو ویاند یې عبدالمتین قانع د دې کتابتون له تړلو بې خبرې وښوده.

نوموړي وويل: "موږ له دې موضوع بیخي خبر نه یو او دا ښه خبره هم نه ده، ولې باید وتړل شي؟ ان شاالله زه یې تعقیبوم او هڅه کوم چې موضوع حل شي."

د زن کتابتون د مسولانو په وینا، په وروستیو کې د دې کتابتون د کتابونو شمېر ۵۰۰۰ ټوکو ته رسېدلی و او ۴۰۰ مېرمنې د کتابتون غړې وې.

طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ښوونځي وتړل او په وروستیو کې یې پوهنتون ته هم له تګ څخه منع کړې، خو له دې بندیزونو سره هم ګڼو بنسټونو په دې موده کې هڅه کړې چې نجونو او ښځو ته د زده‌کړو او لوست فرصتونه برابر کړي.

تازه په بامیان ولایت کې هم یو شمېر ځوانانو له زده‌کړو محرومو نجونو ته یو کتابتون جوړ کړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG