د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۵

سلګونه افغان محصلان د هند حکومت ته: هیله ده موږ ته په چټکۍ ویزې راکړئ


ارشیف: په کابل کې د هند پوهنتونونو د هغو افغان محصلانو د اعتراضیه غونډې انځور چې د طالبانو په بیا واکمنېدو سره یې د محصلۍ ویزې لغوه شوې.
ارشیف: په کابل کې د هند پوهنتونونو د هغو افغان محصلانو د اعتراضیه غونډې انځور چې د طالبانو په بیا واکمنېدو سره یې د محصلۍ ویزې لغوه شوې.

د هند د پوهنتونونو سلګونه افغان محصلان چې لا هم په افغانستان کې پاتې دي په یوه انلاین غوښتنلیک کې ټینګار کړی چې دوی ته باید ویزې ورکړل شي.

د هند له حکومته د افغان محصلانو لپاره د ویزو د ورکړې انلاین غوښتنلیک یا پټیشن تر دې دمه څه باندې دوه نیمو زرو کسانو لاسلیک کړی دی.

دا غوښتنلیک دوه اوونۍ مخکې په هند کې د بدلون یا چینج بنسټ له‌خوا خپور شوی.

په کابل کې محصلانو څو ځله د اعتراضیه غونډو له لارې د هند صدراعظم نریندرا مودي څخه غوښتنه کړې چې د ویزو ورکړه کې دې نرمښت راولي.
په کابل کې محصلانو څو ځله د اعتراضیه غونډو له لارې د هند صدراعظم نریندرا مودي څخه غوښتنه کړې چې د ویزو ورکړه کې دې نرمښت راولي.

په دې انلاین غوښتنلیک کې د هند حکومت ته په خطاب ویل شوي: "هیله ده افغان محصلان یوازې مه پرېږدئ. هیله ده موږ ته په چټکۍ ویزې راکړئ."

د افغان محصلانو لپاره د ویزو د ورکړې په تړاو د انلاین غوښتنلیک یو فعالوونکی او د ځوانانو استازی عنیب دادګر دی.

هغه په خپل ټوېټر لیکلي: "محصلان بې پرې دي په سیاسي چارو کې ښکېل نه‌دي او د هند حکومت باید په افغانستان کې د نظام په بدلېدو سره د دغو محصلانو درسونه اغېزمن نه‌کړي."

د دغو محصلانو شمېر چې د راپورونو له مخې دوه نیمو زرو ته رسېږي په ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کلونو کې د کوېډ۱۹ د خپرېدو په سبب افغانستان ته تللي وو او له هغه ځایه یې انلاین درسونه ویل.

دوی وایي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو په بیا واکمنېدو هند ته په تګ بریالي نه‌شول او چا ویزې ورنه کړې.

له دې ډلې یوې افغانې محصلې چې خپل نوم یې نه‌دی اخیستی اسوشېټېډپرېس ته ویلي: "موږ هیله‌من وو چې هند به افغانانو په تېره بیا محصلانو ته ویزې ورکړي خو هغوی دا کار ونه‌کړ. موږ څو ځله هڅه وکړه. دلته مو له څو سیاسي مشرانو ډاکتر عبدالله او حامدکرزي سره هم ولیدل. دلته خو طالبانو ټول پوهنتونونه تړلي او خلک غواړي چې په هند کې درس ووايي، خو متاسفانه د ویزې د ستونزو لپاره داخلې نه‌شي اخیستلی."

د هند حکومت د طالبانو په بیا واکمنېدو د راپورونو له مخې یوازې د افغانستان سېکهانو او هندوانو ته ویزې ورکړي او له افغانستانه یې ایستلي دي.

دا افغان محصلان وایي چې پوهنتونونه یې نور دوی ته انلاین درسونه نه ورکوي او دلیل راوړي چې فاکولتي په حضوري شکل په بشپړ ډول پرانیستي دي او یوازې دوی ته انلاین تدریس نه‌شي کولای.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG