د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۵

په سړو سیمو کې د ښوونځیو د کلنۍ ازموېنې پیل؛ لېمه: ورور چې مې یوازې ځي، زه نه شم تلای، ډېره نهیلې کېږم


تصویر له ارشیفه، له زده کړو یوه منع شوې نجلۍ ژاړي
تصویر له ارشیفه، له زده کړو یوه منع شوې نجلۍ ژاړي

" دا چې هلکان وينو ښوونځيو ته د ازموېنو لپاره ځي او موږ نه‌شو تللی، ډېرې نهيلې کېږو."

دا د کابل اوسېدونکې لېمه ده چې نن يې ورور د ښوونځي د کلنۍ ازموېنې لپاره کتابونه په لاس له کوره ووت، خو دا ورسره يوازې تر دروازې ولاړه او بېرته نهيلې ستنه شوه.

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، د هېواد په سړو ولایتونو کې د ۱۴۰۲کال د لېسو او منځنیو ښوونځيو کلنۍ ازموینې به د قوس په لومړۍ نېټه پیل او د همدې میاشتې په ۱۵مه به پای ته ورسېږي.

د لېمې ورور امان‌الله وايي، د طالبانو له بياځلي واکمنۍ مخکې به یې خپلې خور سره يو ځای درسونه ویل، ازموېنو ته به یې چمتووالی نیوه او ښوونځي ته تلل.

هغه ازادي راډيو ته وويل:

" نن زموږ کلنۍ ازموېنې پيل شوې، نن چې له کوره ازموېنې ته روان شوم، خور مې راته وويل کاش زه هم درسره تللی شوای او ازموېنه کې مې ګډون کولی شوای. زه هيله لرم چې نوي تعليمي کال ته د طالبانو حکومت زموږ د خويندو ښوونځي هم پرانيزي."

لېمه چې د طالبانو له بياځلي واکمنۍ سره سم ترې په نهم ټولګي کې زده‌کړې پاتې شوې وايي، تر ننه هره شپه په‌دې هيله رڼوي چې سبا به د طالبانو د حکومت له لوري د نجونو د ښوونځيو د پرانيستلو زېری واوري او راتلونکي ته به يې هيلې وغوړيږي.

نوموړې زیاتوي، که د ښوونځي دروازه یې نه وه تړل شوې، سږ کال به يې د يوولسم ټولګي کلنۍ ازموېنه کې ګډون کړی وای.

دوه نیم کاله کیږي چې طالبان له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زده کړو اجازه نه ورکوي، خو اکثره نجونې په کورونو کې زده کړو ته دوام ورکوي
دوه نیم کاله کیږي چې طالبان له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زده کړو اجازه نه ورکوي، خو اکثره نجونې په کورونو کې زده کړو ته دوام ورکوي

لیمې ازادي راډيو ته وويل:

"د طالبانو حکومت دې ښوونځي خلاص کړي، ځکه زموږ وخت ضايع شو او د وخت ضايع په اړه د اسلام مقدس دين کې هم منع راغلې ده. حکومت چې موږ ته هر ډول شرايط وړاندې کوي، که حجاب وي، که چادري وي، که بل څه وي موږ تيار يو چې ويې منو، خو ښوونځي دې بېرته پرانيزي."

دا یوازې د لیمې هیله نه ده، ډېری افغان نجونې دا غوښتنه لري او په دې تړاو یې تل خپل غږ پورته کړی دی.

د بلخ ولایت اوسېدونکې او د نهم ټولګي زده‌کوونکې هاديه وایي:

" تر اوسه زموږ برخه‌ليک نه‌دی معلوم، موږ له خپلو حقونو برخمنې نه‌يو. افغانستان کې هيڅ نجلۍ حق نه‌لري چې درس ووايي."

دا چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي به کله پرانيستل شي، په‌دې اړه مو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وپوښت، خو د دې راپور تر خپرېدو پورې یې ځواب رانه کړ.

د طالبانو د حکومت له تېرو شاوخوا دوه‌نيمو کلونو راهیسې په ښوونځیو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کړې بندې کړي او د تېر کال له دسمبر میاشتې راهیسې یې پوهنتونونو کې له لوړو زده کړو هم راګرځولې دي.

په دې اړه د پراخو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره -سره دوی خپله پرېکړه نه ده بدله کړې.

XS
SM
MD
LG