د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۶

۲ ښوونکي او ۴۰۰ زده کوونکي؛ د هلمند په نهرسراج کې د یوه وړیا ښوونیز مرکز کیسه!


د "پاڅون کلیوال وړیا ښوونځي" یوه څنډه
د "پاڅون کلیوال وړیا ښوونځي" یوه څنډه

په داسې حال کې چې په افغانستان کې، نجونو ته د زده کړو زمینه نه ده برابره او یو شمېر هلکان هم د ښوونځيو د لرې واټن له امله، زده کړې نه شي کولای، یو افغان ځوان د هلمند ولایت په یوې لرې پرتې سیمه کې وړیا ښوونیز مرکز جوړ کړی.

عبدالقدیر پاڅون شاوخوا دوه کاله وړاندې، د هلمند ولایت د نهر سراج ولسوالۍ په ترمې کلي کې، له زده کړو څخه بې برخې ماشومانو لپاره د "پاڅون کلیوال وړیا ښوونځي" په نوم یو ښوونیز مرکز جوړ کړ چې دی او ورور یې وکیل پښتون، دواړه په وړیا ډول په کې تدریس کوي.

عبدالقدیر پاڅون د دې ښوونیز مرکز د جوړولو د انګېزې په اړه ازادي راډيو ته وویل:

" دا چې په هغو سیمو کې چې جګړې وې، خلک له سختو ستونزو او کړاوونو سره مخ وو، په همدې خاطر ځوانان او ماشومان ټول په بشپړ ډول بې تعلیمه وو او له زده کړو څخه بې برخې و، همدا انګیزه وه چې ماشومانو ته مې وړیا ښوونځی جوړ کړی دی."

د یاد شوي ښوونیز مرکز یو شمېر نور زده کوونکي
د یاد شوي ښوونیز مرکز یو شمېر نور زده کوونکي

ښاغلي پاڅون وايي، په دې سیمه کې بل هیڅ ښوونځی نشته او دا یواځينی ښوونیز مرکز دی.

په دې ښوونیز مرکز کې څه باندې ۴۰۰ ماشومان چې شاوخوا ۱۰۰ یې نجونې دي تر شنه اسمان لاندې په خلاصه فضا کې زده کړې کوي.

۴۰۰ زده کوونکي او یواځې دوه ښوونکي، دا چې دوی یې څنګه تنظیموي، عبدالقدیر پاڅون وايي:

"دا چې د ماشومانو تعداد له ۴۰۰ زیات دی، او یواځې دوه کسه دلته په افتخاري او وړیا ډول کار کوو، نو له همدې امله موږ هر ټولګي ته یو نیم ساعت وخت ورکوو او هر ښوونکی د ورځې ۵ شیفټه کار کوو."

ښاغلی پاڅون وايي، له دې امله چې کورنۍ بې وزلې دي او د کتابونو او درسي موادو د اخیستلو توان نه لري، دوی کوم ځانګړی نصاب نه لري او یواځې د لیک لوست کار کوي.

د دې ښوونیز مرکز یوه زده کوونکې، شبانه وايي چې دې ښوونیز مرکز ته له تلو مخکې یې لیکل او لوستل نه شول کولای.

دا وړیا ښوونیز مرکز په ډېرو لږوامکاناتو فعالیت کوي
دا وړیا ښوونیز مرکز په ډېرو لږوامکاناتو فعالیت کوي

هغې ازادي راډیو ته وویل:

" یو نیم کال کیږي چې دې ښوونځي ته راځم، خط لیکلی شم، خپل نوم لیکلی شم، حساب مې زده کړی، لمونځ مې زده کړی."

د دې کلي اوسیدونکي هم د دې ښوونیز مرکز په جوړیدو خوشحاله دي.

یو له دوی، سید محمد ازادي راډيو ته وویل:

"دا ۴۰ ۵۰ کلونه کیږي چې موږ دلته نه ښوونځی درلود نه مو مدرسه لرله، نو اوس ښه دی ښوونکي، دا ښوونځی جوړ کړی، اوس زموږ له کلې ۳۰۰ تر ۴۰۰زده کوونکې لري. لمونځونه یې زده کړي دي، خطونه یې زده کړي دي. زموږ غوښتنه دا ده چې دې معلم صیب ته یوه زمینه برابره شي یو ځای برابر شي دې ښوونځي لپاره."

د تدریس یوه څنډه
د تدریس یوه څنډه

عبدالقدیر پاڅون وايي، د دې ښوونیز مرکز د چارو پر مخ بیولو لپاره کوم مالي ملاتړ نه لري، او ټول لګښتونه یې خپله پرې کوي.

خو د ټولګيو د نه لرلو له امله د ژمې په رارسیدو سره دی او زده کوونکي یې له ډېرو ستونزه سره مخ کیږي نو له همدې امله، زده کوونکو ته ژمنۍ رخصتي ورکوي.

د ماشومانو د لیک لوست لپاره دا هڅې داسې مهال دي، چې د طالبانو حکومت په افغانستان له بیاځلي واکمنېدو ورسته د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځي تړل دي او په دې اړه په کور دننه او نړیوال کچه تر له غبرګونونو سره سره طالبانو په دې اړه خپله پرېکړه نه ده بدله کړې.

د راپور د غږیزې بڼې د اوریدو لپاره دا لېنک کېکاږلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:10 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG