د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۷

د ماسټرۍ له زده کړو فارغیدونکې نجونې: په فراغت غونډه کې د ګډون ارمان مو په زړه پاتې شو


تصویر له ارشیفه، د پوهنتون یو شمېر فارغانې نجونې
تصویر له ارشیفه، د پوهنتون یو شمېر فارغانې نجونې

وروسته له هغه چې د تېر ۲۰۲۲ کال د دسمبر په مياشت کې د طالبانو حکومت د نجونو محصلانو په مخه د پوهنتونو دروازې وتړلې، یو شمېر هغه محصلانې چې د ماسټرۍ د زده‌کړو وروستی سمېستر يې تېزس ليکلو ته ځانګړی شوی و او سږ کال بشپړ شو، وايي نهیلې دي چې د ماسټرۍ د زده‌کړو د بشپړېدو خوښي نه‌شي نمانځلی.

نازيه کاکړ چې د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي د مالدارۍ څانګه کې يې کې يې سږ کال د ماسټرۍ زده‌کړې بشپړې کړي وايي، د ماسټرۍ د زده‌کړو ارمان يې پوره شو، خو د دې خوښۍ د نمانځلو ارمان چې په بې‌صبرۍ ورته په تمه وه پوره نه‌شو.

هغې ازادي راډيو ته وويل:

" له نيکه‌مرغه سږ کال وتوانېدم چې د ماسټرۍ دوره بشپړه کړم، خو بدبختانه زما لوی ارمان، همداسې ارمان پاتې شو. څرنګه چې هر محصل دې ته په صبرۍ په تمه وي چې د فراغت توره چپنه واغوندي او خپله فراغت غونډه کې ګډون وکړي. د فراغت غونډه يوه داسې ورځ وي چې استادان پر خپلو محصلانو او مور پلار پر خپلو اولادونو وياړي، خو متاسفانه، له دې نېکمرغۍ، له دې ورځې موږ بې‌برخې يوو."

نوموړې د طالبانو له حکومته غواړي چې د ټولو نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونو دروازې بېرته پرانيزي.

د کابل پوهنتون د ژبو ادبياتو پوهنځي د پښتو څانګې ماسټرۍ زده‌کړو محصله ولوله چې دا هم سږ کال فارغه شوې ورته خبره کوي او وايي د فراغت غونډې ارمان يې لا هم پر زړه دی.

نوموړې ازادي راډيو ته وويل:

" زه سږ کال د ماسټرۍ له دورې فارغه شومه خو د فراغت جشن مې زړه کې يو ارمان پاتې شو، لامل يې دا دی چې له يوې خوا پوهنتونونه بند دي، بل پلو د نجونو پر راټولېدو هم بنديز دی او نه‌شو کولی چې د فراغت جشن ونيسو. کله چې يو څوک خپله تحصيلي دوره پای ته ورسوي، دا يې ارمان وي چې د فراغت توره چپنه پر تن کړي ترڅو کورنۍ پرې ووياړي، خو له بده‌مرغه دا زموږ زړه کې يوه هيله او ارمان پاتې شو، موږ يوه سخته د ماسټرۍ دوره تېره کړه."

طالبان له شپږم ټولګي پورته نجونوته د زده کړو اجازه نه ورکوي
طالبان له شپږم ټولګي پورته نجونوته د زده کړو اجازه نه ورکوي

د کابل پوهنتون د ژبو ادبياتو پوهنځي د پښتو څانګې د ماسټرۍ دورې محصل سميع‌الله شاهد وايي، دوی سره درې سمېستره نجونې ټولګيوالې وې، خو اوس ترې هغوی جلا دي او فراغت غونډه کې ورسره برخه نه‌شي اخيستلی.

شاهد زیاتوي:

"موږ پلان لرو چې د خپلې تحصيلې دورې د پای ته رسېدو په موخه يوه فراغت غونډه جوړه کړو او دا خوښي ونمانځو، نو موږ سره په دغه دوه کلن مزل کې خويندې هم راسره وې، کاش دا خوښي مو له خپلو خويندو سره يو ځای نمانځلې وای، خوشالي به مو دوه برابره شوې وای."

دا چې طالبان به کله د نجونو محصلانو په مخه د پوهنتون دروازې پرانيزي او ايا دوی ته د فراغت غونډو د جوړېدو اجازه ورکوي که نه؟ په‌دې اړه مو د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت د وياند ضياء هاشمي نظر وپوښت، خو هغه د دې راپور تر خپرېدو د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

د طالبانو له بياځلي واکمنۍ سره سم، کله چې د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت ټولو پوهنتونو ته د نجونو او هلکانو د ټولګيو د جلا کېدو دستور ورکړ، ورسره سم يې د نجونو او هلکانو د فراغت جشنونو د جلا کېدو خبر هم ورکړی و.

له زده کړو بیرته برخمنیدل د افغان نجونو تر ټولو ستره هیله ګڼل کیږي
له زده کړو بیرته برخمنیدل د افغان نجونو تر ټولو ستره هیله ګڼل کیږي

د ماسټرۍ دورې دا نجونې چې سږ کال فارغې شوي، داسې مهال د فراغت غونډو د خوښيیو د نه نمانځلو خبره کوي چې د طالبانو حکومت لا هم د نجونو په مخه د پوهنتونونو د دروازو بېرته پرانيستلو لپاره کوم اقدام نه‌دی کړی.

د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت تېر ۲۰۲۲ کال د دسمبر مياشت کې د نجونو محصلانو پر مخ په ټول هېواد کې د پوهنتونونو دروازې وتړلې.

سره له‌دې چې د طالبانو دا پرېکړه په کور دننه او په نړيواله کچه وغندل شوه او له دوی بيا- بيا غوښتنه وشوه چې نجونو ته د تحصيل دروازې پرانيزي، خو طالبانو لا هم خپله دا پرېکړه نه‌ده بدله کړې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG