د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۴

بینېټ: په مدرسو د طالبانو تمرکز د افراطي افکارو بنسټ ایښودل دي


ارشیف: په خوست کې د یوې دیني مدرسې انځور
ارشیف: په خوست کې د یوې دیني مدرسې انځور

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی وایي، د طالبانو هغه پالیسۍ چې د زده کړو تمرکز په مدرسو او دیني زده کړو محدودي، کولای شي د افراطي افکارو بنسټ کېږدي.

ریچارډ بینېټ مدرسو ته د زده کړو د محدودولو یا په دیني علومو باندې د تعلیم د تمرکز په اړه د طالبانو د اقداماتو په اړه اندېښمن دی.

نوموړي د سه شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته په وینا کې وویل، چې طالبان د دې پالیسیو له لارې کولای شي د افراطي افکارو بنسټ کېږدي.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ

هغه زیاته کړه: "دا به نه یوازې افغان ماشومان په پراخه کچه له مهارتونو او د پوهې د بې برخې کولو له خطر سره مخامخ کړي، بلکې کېدای شي د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ سره یوځای، د افراطي ایډیالوژۍ لپاره ښه زمینه برابره کړي او د کورني تروریزم او همدارنګه سیمه‌ییزه او نړیوالې بې‌ثباتۍ خطر به لاپسې زیات کړي."

یو شمېر هغه نجونې چې د طالبانو له بیا واکمنېدو او پر زده کړو د دوی تر بندیزونو وروسته له عصري زده کړو څخه بې برخې او یوازې تر دیني مدرسو محدودې پاتې دي، وايي چې دا مهال د ټولنې د پرمختګ لپاره عصري زده کړو ته شدیده اړتیا ده.

یو له دوی څخه، نیایش چې تېر کال یې شپږم ټولګی پای ته ورساوه، خو د طالبانو د بندیزونو له امله یې ونه شو کولای خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، وايي، ساینسي مضامین یې د خوښې وړ وو، خو اوس ترې لرې پاتې ده.

هغه زیاتوي: "له بده مرغه چې ښوونځي د شپږم ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې تړل شوي دي، زه مدرسې ته ځم. په مدرسه کې قرآنکریم، تفسیر، عربي او همداراز نورې دیني زده کړې کوو، خو زه غواړم د دې تر څنګ د ښوونځي مضمونونه لکه ریاضي کیمیا او نور هم ولولم."

له زده کړو بې برخې یوې بلې نجلې، ناجیې معصومي ازادي راډيو سره په خبرو کې د دیني زده کړو تر څنګ د عصري زده کړو د ارزښت په اړه وویل: "په ننني عصر کې د دیني زده کړو تر څنګ عصري زده کړې د هر چا لپاره که هغه نر وي که ښځه ډېرې ضروري دي. زما په اند بیا په افغانستان کې د ښځو لپاره عصري زده کړې، په تېره بیا په طبي برخه کې ډېرې ضروري دي."

ریچارډ بینېټ دغه، له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د زده کړو او لوړو زده کړو په بیا پیلولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: "د طالبانو دغه کړنې ښايي د جنسیتي ځورونې په مانا وي."

د زده کړو بې برخې یوه نجلې، بهار وايي، له دوو کلونو څخه زیات وخت شو چې له زده کړو څخه لرې پاتې ده او په دې تمه ده چې کله به یو ځل بیا ښوونځي ته ولاړه شي.

هغه وايي: "کله یې چې ښوونځي وتړل موږ ته یې وویل چې دا یوه موقتي پرېکړه ده او باید تر بل امر په تمه پاتې شو، خو تر دوو کلونو زیات وخت وشو چې د ښوونځيو د بېرته پرانیستلو په اړه یې کومه پرېکړه نه ده کړې. دا یو ډېر اوږود وخت دی. تمه وه چې ډېر څه به زده کړو، ډېر څه تجربه کړو او د خپلو هیلو او پرمختګ پر لور ګامونه واخلو، خو برعکس موږ شاته پاتې شوو."

طالبانو پر افغانستان تر بیاځلي واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته له تلو منع کړي او دغه شان د تېر کال په ډسمبر میاشت کې یې پوهنتونونو ته له تګ او لوړو زده کړو هم راوګرځولې.

پر عصري زده کړو د طالبانو بندیزونه د دې لامل شول چې په بېلابېلو سیمو کې د نجونو زده کړې یوازې تر دیني مدرسو محدودې پاتې شي.

د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې په ټول افغانستان کې د نجونو پر پوهنتوني زده کړو بندیز ولګاوه. اوسمهال افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ټولې ښوونیزې ادارې بندې دي.
د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې په ټول افغانستان کې د نجونو پر پوهنتوني زده کړو بندیز ولګاوه. اوسمهال افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ټولې ښوونیزې ادارې بندې دي.

د روان کال په لومړیو کې د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت سرپرست ویلي وو چې په هره ولسوالۍ کې به لس دیني مدرسې جوړوي.

تېره اوونۍ بیا د دغه وزارت د اسلامی زده کړو مرستیال معین کرامت زاده رسنیو ته ویلي وو چې اوس د دیني زده کړو د مرکزونو شمېر شاوخوا ۱۹ زرو ته رسېږي.

که څه هم د بینېټ د څرګندونو په اړه د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو تر دې مخکې دوی ویلي چې په مدرسو کې پوځي روزنې نه ورکول کېږي؛ بلکې یوازې اسلامي مضامین تدریسېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG