د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۳

د کلیوالو ښځو نړیواله ورځ او افغانې ښځې؛ هیله: یوازینۍ هیله مې دا ده چې د خیاطۍ او جامو وینځلو ماشینونه ولرم


یوه کلیواله افغانه مېرمنه - تصویر له ارشیفه
یوه کلیواله افغانه مېرمنه - تصویر له ارشیفه

د اکتوبر ۱۵مه د کلیوالو ښځو نړیواله ورځ ده، په داسې حال کې چې د افغانستان ډېرۍ کلیوالې ښځې د دې ورځې په اړه هیڅ نه پوهېږي.

د ننګرهار ولايت د مرکز جلال اباد د حاجيانو کلي اوسېدونکې ٣٣ کلنه هیله وايي، له خپل خاوند او دوو ماشومانو سره په يوه کوچني خټين کور کې چې نېم د سېلابونو له امله ویجاړ شوی،ژوند کوي .

هیله وايي، یوازینۍ هیله یې دا ده چې د خياطۍ او جامو مینځلو ماشین ولري.

هغه زیاتوي:

"ښځې د کور کارونه کوي، د نارینه وو لپاره خواړه پخوي او کروندې ته يې لېږي، د ښار د خلکو لپاره هر څه چمتو دي، دوی په ګازو ډوډۍ پخوي، په ماشين کې جامې مینځي، ډوډۍ له نانوايي اخلي، موږ په تناره ډوډۍ پخوو، موږ په نغري خواړه پخوو، موږ جامې په لاس وینځو، موږ د مینځلو ماشین نه لرو، موږ د ګنډلو يا خياطۍماشین نه لرو."

۳۰ کلنه ګلمینه هم چې په همدې کلي کې اوسیږي، ورته کیسه کوي.

ګلمينه وايي مېړه يې مړ شوی او له خپلو درېيو ماشومانو سره په ډېرو کمو امکاناتو ژوند تېروي.

هغه غواړي چې خپلې لوڼې ښوونځي ته ولېږي، څو په راتلونکي کې په ښار کې ژوند وکړي، نه د مور په څېر له اسانتیاوو پرته په یوه کوچني کلي کې.

نوموړې ازادي راډيو ته وویل:

"زموږ ژوند ډېر ستونزمن دی، زه کونډه یم، دوه لوڼې لرم چې مدرسې ته ځي، زوى مې ښوونځي ته ځي، پیسې نه لرو چې د ښوونځي فیس ورکړو، زه د ګنډلو ماشین نه لرم چې ويې کاروم. او په پيسو يې د لورګانو د ښوونځي فیس ورکړم، زما لوڼې وړې دي لرګي راټولوي، موږ یې سوځوو او زه ډوډۍ پرې پخوم، زه غواړم چې دا دوه نجونې ښوونځي ته لاړې شي ترڅو د دوی راتلونکی ښه شي."

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره ښځې د دغه بدلون تر ټولو اصلي قربانیانې ګڼل کیږي
د طالبانو له بیا واکمنیدو سره ښځې د دغه بدلون تر ټولو اصلي قربانیانې ګڼل کیږي

کلیوالې میرمنې وايي، له سیاسي بدلون سره د دوی د ژوند ستونزې څو چنده ډېرې شوي او اوس نه واکمن حکومت او نه هم ملي او نړیوال بنسټونه ورته پام کوي.

مرضيه د غور ولایت یوه له هغو کلیوالو مېرمنو څخه ده، چې د خپل ژوند ډېره برخه یې په جګړو کې تېره کړې او د څاروي په پاللو ژوند تېروي.

د مرضيې په وینا، د پرله پسې وچکالۍ او واښو د نشتوالي له امله یې غواګانې مړې شوي.

مرضیيې ازادي راډیو ته وویل چې د کلیوالو ښځو د نړیوالې ورځې په اړه هیڅ معلومات نه لري.

هغه وایي:

"موږ یوه غوا لرو، شیدې ورکوي، کچ جوړوم، او خرڅوم يې په ولسوالۍ کې مو ژوند په همدې ډول روان دی، زه هم معیوبه یم، لاسونه او پښې مې درد کوي، سترګې مې خوږېږي. اوه کسه کور لرم، ژوند مې د څارویو په پاللو تېرېږي، زه د دې ورځې په اړه په څه نه پوهېږم، کله چې شل کلنه وم، د شوروي جګړه روانه وه، ټول ژوند مې په جګړه کې تېر شو. بمبار يې کوله ټول هر چېرته پټېدل، موږ ښار نه دی لیدلی او نه مو ښار ته چا بيولي يو."

زهره هم د غور په يوه لرې پرته سیمه کې ژوند کوي. هغه د چرګانو د پاللو له لارې د خپلو ماشومانو د خوراک او جامو پيسې ګټي.

نوموړې غواړي د چرګانو یو کوچنی فارم ولري.

زهره وایي:

" زه ۱۵ یا ۱۶ چرګې لرم، هګیۍ يې خرڅوم ځانته او ماشومانو ته مې پرې کالي کالي اخلم، غوړي او وريجې اخلم، ښار مو نه دی لیدلی په هېڅ لاره بلده نه يم، ښه ورځ نه لرم کله مړه یم، کله وږې یم، ژوند په همدې سختيو تېریږي."

په کورونو کې د چرګانو ساتل په کلیوالو سیمو کې د افغان مېرمنو یو له تر ټولو عامو بوختیاوو څخه دی
په کورونو کې د چرګانو ساتل په کلیوالو سیمو کې د افغان مېرمنو یو له تر ټولو عامو بوختیاوو څخه دی

د ښځو د حقونو فعاله ثریا محمدي وايي، د انټرنېټ او اړیکو د نشتوالي له امله کلیوالي مېرمنې له دې ورځې ناخبره دي او تر اوسه هېڅ کومې ادارې هم د دوی لپاره دا ورځ نه ده نمانځلې.

محمدي زیاتوي:

"کليوالې ښځې چې ډېرې يې په مالدارۍ او خياطۍ بوختې دي، د ښار ښځو غوندې د هغوى کار هم ښه نه دى روان، هغه مواد چې هغوى توليدوي په بازار کې نه خرڅېږي او د کليوالو ښځو د ورځې په باب هم دوی هېڅ معلومات نه لري، په ډېرو کليو کې د اړيکو ساتلو لپاره اسانتياوې نشته او دوی مجازي نړۍ ته هم لاسرسی نه لري او دا ورځ هم هېڅ نه ده نمانځل شوې"

ملګرو ملتونو سازمان د کلیوالو ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د جنسیتي برابرۍ ترلاسه کول او د ښځو ځواکمنول نه یوازې دا چې سم کار دی؛ بلکې د سختې بې وزلۍ، لوږې او خوارځواکۍ سره د مبارزې په برخه کې هم مهم دى.

د اعلامیې له مخې، ښځې د غیر رسمي کار په توګه په کروندو کې دکار لویه برخه جوړوي، او په کلیوالو سیمو کې په کورنیو کې پرته له معاشه د کارونو ډیری برخه ترسره کوي.

ملګرو ملتونو د کلیوالو ښځو د ستونزو د حل غوښتنه کړې - تصویر کې د دغه سازمان سرمنشي وینئ
ملګرو ملتونو د کلیوالو ښځو د ستونزو د حل غوښتنه کړې - تصویر کې د دغه سازمان سرمنشي وینئ

د ملګرو ملتونو په وینا، دا ښځې د کرنې په تولید، د خوړو او تغذيې خوندیتوب، د ځمکې او طبیعي زیرمو د مدیریت، او د اقلیم د انعطاف په برخه کې د پام وړ ونډه لري.

د اکتوبر 15 د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ لخوا د 2007 کال د دسمبر په 18 نیټه د کلیوالو میرمنو د نړیوالې ورځې په توګه ونومول شوه او د لومړي ځل لپاره په 2008 کې ولمانځل شوه.

د دې ورځې د نمانځلو موخه د کرنې او کلیوالي پراختیا په پیاوړتیا، د خوړو د خوندیتوب په ښه کولو او د کلیو د بې وزلۍ په له منځه وړلو کې د کلیوالو ښځو د مهم رول او ونډې پېژندل دي.

XS
SM
MD
LG