د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۸

نورستان کې ښځې په پټيو کې د کرکېلې ترڅنګ ژرندې هم کوي


افغان مېرمنې
افغان مېرمنې

په نورستان کې ښځې په پټيو کې د کرکېلې ترڅنګ ژرندې هم کوي او د کور کارونه هم ور په غاړه دي.

عاکفه ۲۰ کلنه ده. ملا يې د تور کتان په درې ګزۍ ټوټه کلکه تړلې، په پټي کې په خپلو لاسونو کرلو لوبیاو، جوارو او د نورو بوټو للون کوي.

دلته په یو پټي کې بېلابېل شیان کرل شوي، د همدې پټي یو کونج کې يې د ولې په ونه کې له ټوټو جوړه زانګو رازانږي، خپل کوچنی زوی يې په‌کې اچولی. هغه د پارون یخې هوا کې ارام ویده دی، خو مور يې ټوله ورځ په کړوپه ملا په کرونده کې په کار کولو ستړې ستومانه او خولې ده.

هغې وویل: "موږ په پټي کې لوبیا، جوار، کدوان او الوګان کرلي دي. دا موږ په خپلو لاسونو په ځمکه کې تخم کرو، اوبه ورکوو، للون‌يې کوو، بیا رېبو یې او وروسته‌يې خوراک ته چمتو کوو. دا ټول شاقه کارونه دي چې موږ يې کوو. حکومت باید موږ ته د نورو اسانو کارونو کولو زمینه برابره کړي."

ارشیف
ارشیف

دا کلیواله ښځه کله د نورو ګڼو ښځو غوندې د خپلې کورنۍ په اقتصاد کې برخه اخلي.

زینب د دې سیمې یوه بله اوسېدونکې ده. دا د پشکې لېسه کې ښوونکې ده. زینب وايې په نورستان کې ښځې د درنو کارونو له امله له روغتیايي او ګڼو نورو ستونزو سره مخامخ دي. زینب په دې باور ده چې کلیوالې ښځې باید زده‌کړو ته په اسانۍ لاسرسی ولري او له ستړو او درنو کارونو وژغول شي.

هغې زیاته کړه: "ښځینه له شاقه کارونو ډېرې ستړې دي. اوس ټولې ښځې دې ته زړه ښه کوي چې لوستې شي او د پوهې په وسیله د یو اسانه ژوند خاوندانې شي."

دولتي چارواکي هم وايي چې په ولایت کې يې مېرمنې په سختو او شاقه کارونو بوختې دي، خو دوی هڅه کوي چې د ښځو د اقتصاد په برخه کې ځیني پلانونه عملي کړي.

نورستان کې په کرکېلې بوختې مېرمنې
نورستان کې په کرکېلې بوختې مېرمنې

د نورستان مرستیال والي محمد هاشم فیضي ازادي راډیو ته وویل: "محلي ادارې له پخوا نه خپل فعالیتونه او کارونه په لاره اچولي دي او مختلفو ادارو ته‌يې دنده ورکړې چې تر څو خپلې پروژې او پروګرامونه د ښځو د اقتصادي حالت د پیاوړي کولو لپاره په لاره واچوي چې په‌کې پوهنې،کرنې او مالدارۍ،کار او ټولنیزو چارو، د عامې روغتیا او نور ریاستونه شامل دي. څو ښځې له دغو شاقه کارونو خلاصې کړي."

نورستان د هېواد په ختيځ کې هغه لیرې پروت او غرنی ولایت دی چې له سلګونه کلونو راهیسې يې ښځو ته د کرکېلې او نور شاقه کارونه په میراث کې پاتې دي. د دغو ښځو په وینا په دې ولایت کې د ښځو د ستونزو حل ته ډېر پام نه‌دی شوی.

XS
SM
MD
LG